(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغان ملت ګوند مطبوعاتي اعلاميه

[31.Oct.2009 - 20:22] نيټه : ١٣٨۸ د لړم ۹ مه د افغان ملت ملي مترقي ګوند به د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په دوېم پړاو کې هم د حامد کرزي څخه ملاتړ کوي د انجينر اجمل شمس په مشرۍ د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند رهبرۍ شورا په يوه ځانګړې ناسته کې د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتو په دويم پړاو کې د رايو په اکثريت يو وار بيا د ښاغلي حامد کرزي څخه د ملاتړ فيصله وکړه ـ د افغان ملت ملي مترقي ګوند په ټولو افغانانو غږ کوی چې د انتخاباتو په دوېم پړاو کې ونډه واخلي تر د ولسواکۍ دا پروسه کاميابه شي او په خپلو ټولوغړيوغږ کوي چه د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې کانديد حامد کرزي ته رايه ورکړي ـ د يادونې وړ ده چه افغان ملت ملي مترقي ګوند يواځې د هيواد د سترو ملي ګټو په پام کې نيولو سره دغه پريکړه کړې ـ په درناوي د افغانستان ټولنپال ولسواك )افغان ملت ملي مترقي (ګوند د مطبوعاتي څانګې لخوا Afghanistan Social Democratic Party PO Box 5595, kabul, Afghanistan Tel: +93-799-571-293 E-mail: [email protected] Website: www.afghanmillat.org- محمد افغان اباسین
بېرته شاته