(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ستوري اتلسم تلین

[04.Apr.2024 - 06:33]

د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري د اتلسم تلین یاد

موږ د تورې او جهاد خلک ډېرښه پېژنو, خو دعلم او قلم خاوندان لږ پېژنو

لیکوال : پوهنوال ډاکټر نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

د مځکې پر مخ  ټول ولسونه  دخپلو وتلو هيوادوالو په  برياو وياړي، هغوي نازوی اوتاريخپوهان  هغه دتاريخ پاڼوته رسوي، ترڅو دهيواد راتلونکي نسلونه  دخپل هيواد دټولنيز،علمي اوفرهنگی برياواودهغوي له قهرمانانونه پوره خبر ووسي.

دعلمی ،فرهنگي اوادبی شخصيتونونازول  همدارنګه د تاريخي وياړونو اوتاريخي ارزښتونوساتل  یوه کړنلاره ده  چې له بده مرغه  لکه څنګه چې پکار ده  په  پښتنوکې يې هغه شان  څرک  نه لیدل کیږي .

دايوه پوښتنه ده چې ښايي موږ ټول يې په ذهن کې ولرو او کله نا کله خپل شاوخوا ته هم  وگورو، چې زموږ  ژوندي  اتلان (قهرمانان) په کې څوک دي او د مېړانې او قهرمانۍ معيار لکه څنگه چې موږ ټول  باور لرو يوازې د جگړو گټل نه، بلکې په نورو برخو کې هم ښايي داسې کسان وي، چې رښتينې او د  وطن او ولس لپاره يې خدمتونه کړي وي او ملي ارزښتونه يې خوندي ساتلي وي.

دهیواد اوپه نړیواله کچه یوه داسې نه هیریدونکي څېره ارواښاد ډاکټرکبیرستوری وو . دومره په  ډاډ سره ویلای شم چې ‌ کبیر ستوری به تل د اصیلو،وطنپالو فرهنګي پښتنو په  زړونو کې خاص ځای  لري

زه د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند پخواني مشر او بنسټ اېښودونکي (مؤسس) ډاکتر  ستوري  د یوه مخلص ملګري  په توګه  خپل ځان  پوروړی ګڼم ، چې د هغه په هکله ځوان نسل ته  نه  هیریدونکي او رښتوني مالومات  وړاندې کړم او  پښتو ژبې ته یې  بې ساری خدمت، د تاریخ پاڼو ته  وسپارم

زه له کـوچنيوالي راپدېخوا د ستوري ملګرى وم او خورا ښه يي پېژنم,  پر ملګرتيا یې ویاړم 

ډاکټر ستوری  د رحمن بابا په لېسه کې زماسره يو ځاى  زده کړې کړي دي  په  درسـونو کې ډېر لايق,  زحمت کش او بادیسپلين شاګرد وو او په ملګرتيا کې ډېر کلک صادق او وفادار شخصيت وو

د خپل لياقت په اساس زما سره يوځاى د لوړو زده کړو په موخه  المان  ته لاړ او د ساه پوهنې (ارواپوهنې) په څانګه کې ېې  په اعلى درجه ډيپلوم او بیا وروسته ډاکټري ترلاسه کړه .

زه لا تنکی ځوان وم, چې د رحمن بابا لیسې په لسم ټولګي کې مې درس لوستلو، خو کله به چې ښار ته راغلم نو خامخا به د کابل کتابتون ته یوځل ورتللم .

په دې ترڅ کې به ډیر خواشینی شوم چې, د پښتو ژبې کتابونه به زما نه ترسترګو کیدل. په داسې حال کې چې په نورو ژبو لکه دري ، عربي ،انګلیسي او فرانسوي  ژبه پریمانه کتابونه موجود وو. ماته به تل دا پوښتنه پیدا کیده چې ولې په پښتو ژبه کې دومره لږ او یا بیخي کتابونه نه شته ؟

ولې زموږ قوم، وطن او ژبه دومره پاتې ده؟

د دې وروسته پاتې والي سببونه (علتونه) څه دي؟ او له کومو لارو کولی شو چې خپل قوم، وطن او مورنۍ ژبه پښتو د دې حالت څخه راوباسو او د نورو پرمختللو قومونو په لیکه کې ودرېږو او د دوی سیالان شو

 

په خپلو سترګو دغه ډول لیدلي حال زه دومره وځورولم چې ماپه همغه وخت کې دځان سره پریکړه وکړه, چې د زده کړو (تحصیل) څخه وروسته به زما اړینه دنده دا وي, چې په پښتو ژبه مسلکي پوهنېز (علمي) کتابونه ولیکم

که موږ د پښتو ژبې لرغوني تاریخ ته پام وکړو, نو څرګندیږي چې په مسلکي برخه کې په پښتو ژبه کتابونه د نورو ژبو په پرتله د هېڅ برابر دي او یا خو ډیر لږ دي.

نن ورځ په ټوله نړۍ کې له  شپېته  ملیونو څخه زیات پښتانه ژوند کوي. یوازې په کوزه پښتونخوا کې له  دېرش ملیونه نه زیات  پښتانه میشت دي

په افغانستان کې د وګړو شمېر ترڅلویښت ملیونه زیات  اټکل کیږي چې شل دیرش ملیونه يې پښتانه دي.

ددغه  شمېرنې په پام کې نیولو سره ارواښاد ډاکتر کبیر  ستوري، ارواښاد پوهاند ډاکټر نوراحمد میرازي، عبدالروف خپلواک او زما په شمول  نورو  ملګرو د دولت  څخه  کلکه  غوښتنه وکړه, چې په هیواد کې د پښتنو  ژبه پرته  له  خنډ او ځنډ د افغانستان د غوڅ ډېره کي (قاطع اکثریت) ژبې په توګه  د نړيوالو منل شوو ډيموکراتيکو پرنسيپونو پر بنسټ په  ټولو ښوونځيو، دفترونو، عالي موسئساتو او سفارتونو کې د لومړۍ  رسمي او ملي ژبې په توګه  ومنل شي او وکارول شي.د هیواد هر چارواکی ترهغه پورې  ونه ګومارل شي, ترڅو چې دواړه رسمي ژبې یانې پښتو  او درې  یې زده نه وي .

موږ دواړه سره په یوه خوله وو چې د هیواد  اساسی قانون او

د یونسکو د۱۹۹۹زکال د پریکړې پر بنسټ  د هیواد په  پوهنتونو او ښوونځیو کې د ډېره کی (اکثریت) قام  ژبه "پښتو ژبه" تدریس شي.  دري  ژبه  د دویمې رسمي ژبې په توګه ځای ورکړل شي

 

  مونږ دواړه په هډ کلک سوچه پښتانه خدای پیداکړي یو, د خوشحال خټک او رحمان بابا فلسفې شاګردان اوپلویان یو او د چا خبره په یو دسترخوان مو کچالو سره خوړلي دي

د ساینس په څانګو کې مو هم ګڼ شمیر کتابونه لیکلی او چاپ شوي دي

 دغه راز په جرمني کې د افغاني محصلانو لومړی اتحادیه مو د نورو ملګرو په ملتېا په ۱۹۶۵م کال کې جوړه کړه. ورپسې په ګڼ شمیر کولتوري اتحادیو کې مو په ګډه سره برخه اخیستې ده

تاریخې تجربو ښوولې ده چې په ولس کې د ګوتو په شمیر کسان ډګر ته رادانګي او د خپل  قوم لپاره ځانونه قربان کوي.  الفت صیب وايي

میندې راوړي ډیرزامن ډېراولادونه

یویادوه پکې افلاطون یاسکندرشي

 

زماپه اند دپښتوژبې په لاره کې د ډاکتر کبیرستوری مبارزه اوجهاد داسلام اواساسي قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي اوپه شریعت کې ورته دحق اوباطل جګړه وايي. داځکه چې کبیر ستوری  داسلام او دپښتون ولس دحق په لار روان وو . لوى څښتن تعالى (ج) د  قوم  ژبې ته غټ  اهميت  ورکړی دی د ژبې په اړوند په قران شريف کې  الله تعالې فرمايي :

سور ت لا ا براهيم ٤ آيت شريف

ژباړه :- او نه دی ليږلی موږ هيڅ رسول مګرخو په ژبه دقوم دده چې بيان کړي دوې ته امر او نهې دالله

لو ی څښتن تعالى په بل ځا ى کې ژبه او شونډې په مهمونعمتو نو کې ياد کړې دي.   نو زما په فکر سره چې څوک د لوى څښتن تعالى امر پلی کوي نو دا هم د جهاد یوه بنه ده، چې د پښتون قوم طبيعي حق پر ځاې کړي او پښتوژبې ته هراړخيز خدمت وکړي.

همدغه شان د اسلام مبارک دين  دلارښوونوسره سم دخپلې مورنۍ ژبې پالل اوعلمي کول ديوه قوم او ملت نه يواځې طبيعي حق، بلکې مهمه فريضه او دنده ګڼل کيږي، چې په ورځني ژوند کې يې ترسره کړي.

سورت القصص ٦٧آيت شريف

ژباړه : او مه هيروه برخه خپله  څه شی چې دتا په نصيب شوېدې لکه مال اومورنۍژبه اونور ( په دې نړې کې او مرسته کوه ) له بندګانو دالله سره لکه چې احسان کړې دی الله له تاسره

دا په دې مانا چې ژبه هم دلوې څښتن (ج) دډیرونعمتونوڅخه يومهم او سترنعمت دی چې دبنده په نصيب شوی دی. له پورته يادشوي مبارک ايات شريف څخه دانتيجه هم اخلو چې پخپله ژبه  د وګړو تر منځ  نه يواځې دخبرو اترو اودپوهيدلویوه وسيله ده، بلکې د يوه قوم د پيدايښت سره تړلی طبيعي بشري حق اوځانګړی خدايي نصيب اويومنل شوی نعمت ګڼل کيږي.

نو له دې کبله دايوه مشروع کړنلاره ده، چې دغه نصيب يا برخه بايد په ملي اونړيواله کچه  وروزل شي او ورڅخه دفاع او ملا تړ وشي.

هرڅوک چې په مورنۍ ژبه ویل، لیکل اولوستل  نه  کوي،نو دا مانا لري چې د موراحترام  نه کوي او دا یوه ګناه ده، نو دکبیر ستوري مبارزه به  دهغه په پلویانوکې ترهغه پورې دوام ولري ،ترڅو چې دهیوادپه ټولوپوهنتونونواو رسمي دفترونوکې پښتوژبه وکارول شي

بلخوادقرآن شریف لوستل سنت دي خوعملي کول يي فرض دي

. په دې ماناچې ډاکتر ستوري  دالله ج  هغه امرپرځای کړی دی چې په هر پښتون  باندې فرض شوی دی، نوله دې کبله ارواښادستوري ته ددې فرهنګې خدمت په بدل کې دلوی څښتن څخه په بله دنیاکې ثوابونه اجرونه  غواړم

 ډاکتر کبیر ستوري د اسلامي علم ترڅنګ  د ساینس، سیاست او ټولنیز علم ته زور ورکړی و

هغه به ویل چې په حدیث شریف کې راغلي دي, چې د عالم او د عابد ترمنځ توپیر د څوارلسمې سپوږمۍ او د ستورو ترمنځ د رڼا توپیر ته ورته دی, ځکه عابد د خپل ځان لپاره عبادت کوي او عالم بشر ته د خدمت په موخه کارکوي

ارواښا ستوري به د کوزې پښتونخوا ملګرو ته ويل ، چې  پښتو ژبه پرمخ بیوول، علمي کول د ځوانانو رسالت دی . ژبه ملي امانت دی، ما دا دی تر تاسي پوري راورسوله . ښه مې راورسوله  که بده ، سمه مې راورسوله که ناسمه ، دابه  زمونږ راتلونکي  نسلونه قضاوت کوي . خو اوس وار ستاسي دی، چي له دغه امانت سره بې پروايي ونه شي  پایښت ته يې صدمه ونه رسيږي, لوبې ورسره ونه شي

د ډاکټر ستوري  پر ژوند او پښتو ژبې ته د هغه خدمت په تړاو ډير څه لیکلو ته اړتیا ده ، خو اوس زما د زړه زور هم اوبه شوی دی او عمرمې له اتیا کالو څخه  اووښتی دی,  نو په لنډه  توګه به  د هغه  کرکټر، پرنسیپونه، میلمه پالنې  او پښتونولي ته ځغلنده نظر واچوم

۱ستوري  یودروند ملي سپيڅلی شخصیت وو . په وطن اوخپلواكۍ مین انسان وو.

۲- الله ج ورته ځانګړې ژبه اوکلام په نصیب کړي وه.

۳ د نرم او لطیف مزاج ،د نیکو او لوړو اخلاقو خاوندوو

۴- په ذهن او روان کې دخپلواکۍ ،دیموکراسۍاووطنپالۍملي احساس پوخ شوی وو

۵- په حدیث شریف کې راغلي دي چې  ښه انسان هغه څوکېدای شي، چې بل انسان ته يېګټه ورسیږي. ستوری د تل دخپل ولس په چوپړ کي وو اود خپل  وس سره سم  یې نوروافغانانوته ګټه رسیدلې ده

زړه سوان اوسوله غوښتونکی شخص وو، دملي  روحی  پالونکی وو . په ده کې دمشرتوب  هراړخیز ټول خواص  لیدل  کیدل.

هغه زړه به له طوفانه په امان وي

چې کشتۍ غوندې دخلقو بار بردار شي

(رحمن بابا)

۶- ستوري به  په علمي کنفرانسونو، ټولنیزو غونډو،دحجرې په مجلسونو کې په ډیره مینه سره ګډون کولو.  په خپله یې هم بې شماره غونډې جوړې کړې دي. . درسنیوله لارې يې خپل سیاسي ،فرهنګي نظریه په ډاګه اعلان کړي ده . علم ،هنر،حکمت اوکمال يې خوښیده اودډیردولت اوپیسوهوس یې نه درلود

دنیا دار که مستغني په سیم و زر دی

هنرمند و سره  ګنج دخپل هنر دی

رحمن بابا

۷- داسلام بنسټیز آرونو په  عملي کولوکې د مشرانو احترام  کولو اوپه کشرانوباندې مهرباني اورحم کولو .

۸- په ملګرتیاکې ډیر وفادار او په  وعده  ټینګ سړی وو ،خورا ننګیالی خوښ طبیعته اوصادق سپيڅلی افغان وو. دخبروپر ځای یې کړه وړه خوښیده ، دشعارورکولوپلوی نه وو، عملي مبارز وو

۹-سپین سپیڅلي سړي وو ،شف شف یې نه کولوسپينې خبرې یې کولې ، ټګې برګې يې زده نه وه .  د هر چا سره  یې طبیعت  نه  لګیده .

عبدالرحمن بابا وايي:

 

خدایه څه شول هغه ښکلي ښکلي خلک

په ظاهر په باطن سپین سپیڅلي خلک

هيڅ خندا مي له دي خلکو سره نشي

ژاړ وي مي هغه تللي تللي خلک

نه پوهیږم چې دوی کومې خواته ولاړل

لیدی نه شی هغه مالیدلي خلک

 

۱۰-ملي ګټو ته ژمن شخصيت وو، دهېواد دپرمختګ ،ترقۍ اوځلانده برخليک لپاره يې پرلپسې هلې ځلې کړې دي . نوموړې کړنلاره به یې په ډیردقت ،حوصله او ژور فکرسره  ترسره کوله .

۱۱- میلمه پال ، ننګیالی ، رښتونی اود ډګرسړی وو. سپینې خبرې یې کولې .خودسیاسي بحث په وخت کې به دخپل هدف څخه چاته هیڅ نه تیریده ،چې داهم دیوه ځیږ پښتون ځانګړی خواص ګڼل کیږی .

۱۲- خپلواک فکر یې  لرلو او د نورو سره په ټولنه کې دمساوي حقوق غوښتنه کوله. خپل کلچر او دین باندي کلک ولاړوو

۱۳دهرچاپه هلکه ښه نیت درلود اونیکخواه سړی وو . دخوشحال خان خټک لاندې شعر دده په هکله صدق کوي

 

چې دخلکونیکخواهي لرې په زړه کې

مبارک شه بادشاهي لرې په زړه کې.

 

  د کبیرستوري فلسفې ارزښت

د ارواښاد ستوري  فکر،فلسفه او کړنلاره که څه هم یو کوچنی ګام دی, خو دافغان ولس لپاره یو سترګام دی

زماپه آند د ستوري  دفلسفې ګام دامریکايي استرونوت ارمسترونګ په شان دی، چې دنړۍ لومړي انسان په توګه د یولي (جولایي) میاشتې په یوویشتمه نیټه   ۱۹۶۹ ع کال  د سپوږمی په سطحه پښه کیښودله . په بله وینا دنیل ارمسټرونګ استرونوت  لاندې شعارسره ورته مانالري 

Neil Armstrong betrat am 21. Juli 1969 um 02:56:20 Uhr (UTC) als erster Mensch die Mondoberfläche :

That’s one small step for a man, one giant step formankind

ژباړه : دیوه انسان  لپاره  یوکوچنی ګام دی  خود بشر لپاره یوډیرلوي ګام دی 

هغه مهال چې ...............           

 نه فرعون اونه موسی و ، نه مریم و،نه عیســــی و

نه زردشت نه اوستـــــاو،نه کــــوروش اونه داراو

نه بودا، اونه برهــــــماو، نه کنشک  نه اشوکــــاو

نه پيرالا تــــــری تــــوناو،نه دبلخ پاچــــــا یـــمـــاو

پښتانه ځواک دآریاناو، سترکتاب  هم رګ ویدا وو  

مؤخذ: غوث خیبري ،پښتانه دبرهما،زردښت ،بودااواسلام په پېرونوکې

 

دارواښاد ستوري کورنۍ سره ملاقات

په ۱۹۶۰ زکال دژمي په موسم کې چې زه هغه مهال درحمن بابالیسې په دوولسم ټولګي کې وم ددوه نوروملګرو هریو ارواښادپیاوګل صدیقی اوجمال الدین د کبیرستوری میلمانه شوواودکونړخواته موحرکت وکړ. هلته مود ستوري  په کورکې یوه اونۍ په خوشحالی خندا، میلمستیاو او چړچو شپې او ورځی صباکولې .

زموږ داستقبال لپاره د ډاکتر ستوري  ټول کلی اوپه سرکې یې مور راوتلي وه. موږپه ډیره مینه اوستړي مه شئ ونازول شوو.

د کبیرستوري مور ډیره هوښیاره ،میلمه پاله ، مهربانه او زړه وره میرمن وه چې پراخ ولسي اوقومي علم خدای ورکړی وو.موږته یې دزامنوخطاب وکړاوډیره خوشحاله وه چې  کبیرداسې وفادارملګري لري چې په یوه عسکري جیپ کې دجلال آبادڅخه کونړته راغلې دي .

دویلووړده چې زماپلارپه هغه وخت دلیوامشرپه صفت په جلال ابادکې عسکري دنده درلوده اویوه لیواعسکردهغه ترقوماندې لاندې وو. یوه بله عسکري لیواپه اسمارکې ځای پرځای شوې وه . همدارنګه دپیاوګل صدیقي کاکاپه درنټه کې ټیکه وهلې وه اوتعماریتي کارونه یې کول . زمادبل هم ټولګی جمال الدین ورورپه جلال آبادکې مدیرمعارف مقررشوی وو.لنډه داچې موږهریوپه جلال آبادکې هم ښه تود ژمی تیرکړ.

موږغوښتل چې دکونړاونورستان ښایسته غرونه ووینو اوهلته څوورځې رخصتی تیره کړو. دکبیر ستوري فکرکوم یومشرورورهم موږ وپیژاندچې حقوق پوه وه اوخورازیات معلومات یې درلودل .

د ستوري په کورکې به هره ورځ پسونه حلالیدل،کبابونه جاري وو، دکونړقیمتی وریژی پلونه راروان وو.

دبیګاله خوابه وطنی دغره سندرې اوموزیک چلان وو. هوا يې  ملایمه وه  کور یې دسرک څخه  ډیرلوړ د غرونوپه منځ کې موقعیت درلود.

ښایسته ونې هرې خوا لیدل کیدلې کټ مټ لکه  د سویزغرونه .

دسهارله خوابه پراټې ،شیرچای ،کوچ مربع  ټېکله  یا غټ غټ  پاستې  په دسترخوان پراته وو. سړی به هک پک حیران ووچې اول کوم شی وخوري . هرځل ادې جانې ټینګارکولو ډوډی وخورئ !  داخودستاسوخپل کوردی قسمونه  به کیدل همداسې نوردرواخله

یوه ټوله ورځ  دخاص کونړخواته لاړلواوهلته هم دارواښادخپلوان ووچې موږته یې زبردسته میلمستیاراکړه. ګمان کوم دخپلوانونوم  يې انور وو. هلته مودکونړسیندپه غاړه  ډوډی وخوړله اوپه یوه کشتی کې ددریاب بلې خواته ولاړاوبیرته راغلو

موږ دومره خوشحاله ووچې زړه موبیرته  نه ښه کیده چې راشو خو زما پلار تاکید وکړ چې هلته  د ډېورنډ پوله نږدې ده،  خدای مه کړه څه پیښه وه نه شي

وروسته له یوې اونۍ موږټول بیرته جلال ابادته راغلو. دخدای په امانی په ترځ یوځل بیاټول کلی واړه زاړه ځوانان اوخامخازموږټولوګرانه آدې  راغلی وه چې په دې موده کې ډیرسره بلدشوي وواودزامنوپه حیث ومنل شوو.موږته ډیرویاړووچې یوه داسې غیرتي مهربانه اومیلمه پاله کلکه پښتنه او درهبری وړمیرمن سره معرفي شوو. خدای په امانې سخته تمامه شوه داځکه چې ادې ژړل اوورسره موږهم په ژړاپیل وکړ. خو دکبیرجان  کاکا کلک شواوویل به یې تاسې خوبیاهم راځی ولې ژاړی اوس خوموداخپل کوردی اوداسې نور.....

زموږ درې واړو لپاره یوه داسې مینه، میلمستیا،قدر،عزت ناهیریدونکې خاطره په ژوندکې پاتې شوه  الله ج  دې هغوی ټول  وبښې یادونه یې تل تازه ، اروا يې ښاده

لیکوال : پوهنوال ډاکتر نظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ

جرمني هیواد، دمارچ څلورمه ،   ۲۰۲۴ م کال

-
بېرته شاته