(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ډاکتر ستوري ژوند او سبک

[01.Sep.2020 - 09:18]

د اروښاد ډاکټر کبیر ستوري ژوند اوسبک پیژندنه 

لیک: سید زیور شاه سادات
مخکې له دي چې اړوند موضوع ته داخل شم لازم ګڼم چې لومړی کبیر ستوری دروپیژنم ډاکټر کبیر ستوری د لعل محمد زوی او دمیرزامحمدجان لمسی ؤ په (۱۹۴۲) زیږدیز کال ګران هیواد افغانستان په کونړ ولایت په خاص کونړولسوالۍ کې د تنر په کلي کې زږیدلی دی د هغه نیکه میرزامحمدجان  چې پلار یې حلیم نومیده نوموړی چې په اصل کې د پشد د کلي اوسیدونکی ؤ او چې یاد کلی پخوا هم د خاص کونړمربوط ؤ خو اوس د پشد تاریخي کلی د سرکاڼو ولسوالۍ مربوط دی نیکه یې  ترې په ( ) کال کې د خاص کونړ د تنر کلي ته راکډه شوي دي دا چې میرزامحمدجان په یادو کلیو کې د پخوا راهیسي مشران او ډیر شهرت يې درلود جرګې او مرکې به ئی کولي او د کلي مشري به ئی کوله ډاکټر کبیرستوري کورنۍ د یوسفزو قوم تړلی او په وړه کې د میردادخیلو په نوم شهرت لرې چې په خټه اصلي پښتانه دي نوموړي دوه وروڼه او شپږ خویندو نازولی ورور ؤ نوموړی د وړکتوب څخه ډیر ځیرک او هوښیار ؤ کله چې نوموړی د دروازي بیرون قدم کیښود لومړی قدم يې د خپل کلي د مسجد په دروازه ورننوت او دیني زده کړي يې د ملافقیرمحمد استاد څخه وکړي او دویم قدم يې دخاص کونړ د ابتدایه ښوونځي ورننوت د وړکتوب نه يې کتابونو سره مینه درلوده او یاد ښوونځي څخه په ښو نمرو بریالی او د ثانوي زده کړو لپاره کابل ته ولاړ او درحمان بابا په لیسه کې زده کړې پيل کړی پردغه مهال په کابل او په ټول هیواد کې د پښتنو دوه لیسي موجودي وې او بله لیسه دخوشحال خان بابا لیسه وه کله چې نوموړی (۱۹۶۴) زیږدیز کال کې د رحمان بابا لیسي څخه په لوړو نمرو فارغ شو د افغان حکومت لخوا د عالي زده کړو لپاره المان هیواد ته لاړ او په المان کې فرانکفورت پوهنتون کې د سیاسي علومو ،فلسفي او ساه پوهنه باندې پيل وکړ.
نوموړي چې پښتو او پښتونوالي سره يې ډیره مینه درلوده د پښتنو محصلینو او روشن فرکانو سره يې اړیکې پاللې او په لنډه موده کې همدغلته د (Afghan Student Association) په نوم بنیاد کیښود او په لومړي ځل يې خواره او مسافر افغانان د یو بیرغ لاندې راټول کړل داد ستوري لومړی شعوري او سیاسي ګام ؤ چې کیښود د یاد بنیاد دپرمختګ ترڅنګ يې د یوبل تنظیم (Jenrel Union of Afghan Student) مسري په غاړه وخیسته او ورځ تر بلي يې مینوال زیاتیده او په (۱۹۷۳) زیږدیز کال کې د المان غږ راډیو پښتو څانګه کې دنده واخیسته او نوموړي د پښتو قامي وجود نشتوالی احساس کړ او د حضرت باچا خان او اجمل خان خټک د افکارو مطالعه یې پيل کړه دې نتیجې ته ورسید چې د پښتو شاته پاتې کیدل د مشرانو بي اتفاقې ده د پوهنتون په دوره کې په دې فکر ؤ چې د پښتنو محصلینو ترڅنګ د نورو پښتنو سره هم اړیکې وپالې او هڅه یې کوله چې د پښتنو لپاره یو ځانګړی ګوند جوړ کړې تر څو د پښتنو غږ ټولې نړۍ ته ورسوي چې د (Pashto on Social Democratic Party) پښتون سوشل ډیموکراتیک پارټي په نوم يې ګوند جوړ کړ چې په دې کې د لر او بر پښتنو مشرانو نظر ته احترام کیده اود پښتو اود پښتنو د پرمختګ لپاره يې کار کاوه ستوری ښه شاعر هم ؤ ډاکټر کبیر ستوري پښتو لپاره ژړا کوله اود شاعرۍ ډیره برخه يې هم دي ته ځانګړي وه.نوموړي د لیسي په دوره کې شعرونه وئیل او لیکل چې په هغه وخت کې یې دده د شاعرۍ ډیره برخه د خپل ځان اود ټولګیوالو لپاره محدوده وه په (۱۹۷۶) زیږدیز کال کې نیشنل لیډریشن اف پښتون اینډ بلوچ په نوم يې ټولنه په فرانکفورت کې جوړه کړه په (۱۹۸۵) کال کې په جرمني کې کلچرل سوسي یشن د پښتو کلتوري ټولنه ئي جوړه کړه، په (۱۹۹۸) کې د پښتونخوا د پوهنې دیره ، په (۱۹۹۹) د پښتون کوراو او په (۲۰۰۳) کې د پښتو ادبي ټولنه په کونړ کې جوړه کړه.په (۱۹۸۲) کال کې په پیښور کې بندي شو ډاکټر کبیر ستوري ډیر کتابونه لیکلي چې یو څو نموني يې را اخلو ددې ترڅنګ يې مجلې هم چلولې دي 
۱- سکروټه : (شعري ټولګه) کال (۱۹۷۶)،جرمني .
۲- پښتونخوا: (د مضامینو ټولګه) کال  (۱۹۷۷) ،جرمني
۳- وېره: (یوه علمي اونفسیاتي څیړنه)کال  ( ۱۹۸۵-۱۹۹۰ ) جرمني .
۴- هوښیارتیا د کلتوري بڼو تله (علمي او نفسیاتي څيړنه)کال ۱۹۸۵ جرمني
۵- د وېرې تله (ساپوهنه) کال ۱۹۸۵ ،جرمني
۶- ژوندي خیالونه(شعري ټولګه) کال ۱۹۹۷ (پېښور،پښتونخوا)
۷- دقلم توره: کال ۱۹۹۹،پېښور،پښتونخوا
۸- د هوښیارتیا تله : (ساپوهنه) کال ۲۰۰۰،پېښور،پښتونخوا 
۹- ژبساپوهنه: (ساپوهنه) کال ۲۰۰۰ ، پېښور،پښتونخوا
۱۰- سندریز پېغام (شعري ټولګه) کال ۲۰۰۲، پېښور،پښتونخوا
۱۱- د هوښيارتیا کلتوري بې پلوه تله (ساپوهنه) کال ۲۰۰۴، پېښور،پښتونخوا
۱۲- د پیداېښتي بڼو دهوښیارتیا تله (ساپوهنه) کال ۲۰۰۴، پېښور،پښتونخوا
۱۳- خوږې مسرۍ (شعري ټولګه) کال ۲۰۰۶ (د ستوري صیب وفات نه څو ورځې وروسته چاپ شو)
د شعرونو یو بیلګه يې     
                                      که زما ستوري په قبر چیري راشي
                                      په پښتو راته دعا کړه پري مین یم 
ډاکټر کبیر ستوری نرم مزاج او د ښو اخلاقو څښتن ؤ دروند پښتون او سخي شخصیت ؤ ډاکټر کبیرستوري د پښتو او پښتونولۍ سره بي کچې مینه درلوده د ډاکټر کبیر ستوري سبک د یو ځانګړي پښتني قومي یوالي سبک دی سیک د هر شخص ځانګړی وي اود نوموړي شخص د لیکلو او وئیلو څخه معلومیږي چې د ستوري صاحب مبارزه د پښتو لپاره وه اود پښتو سره يې مینه په نثر او اشعارو کې جوتیږي چې ټول ټینګار يې د پښتون قوم اود پښتو لپاره دی چې موږ يې د نثر اوشعر څو بیلګي را اخلو چې ښه به روښانه شي.
په پښتني برخه کې چې نوموړي د پښتو او پښتونوالي لپاره د څو نهادونو بنیاد ایښې دی لکه د پښتنو کلتوري ټولنه چې د پښتنو د حیا ساتلو اود پرمختګ لپاره پکې کار کیده، د پښتو ادبي هنري ټولنه او او ټولې لیکنې یې په پښتو کلتوري شکل دي لکه د پښتو جرګو په هکله په خپله په (۱۹۹۸) کال کې په وخت روځپاڼه کې د پښتونالي ترسرلیک لاندې په یوه مقاله کې داسي لیکې پښتونولي د جرګو یو ولسي سیستم دی چې د دیموکراتیک(جمهوري) خوی لرې جرګه کیدای شي چې د یوې کورنۍ،کلي ،سیمې، قبیلې او قام په سویه راشې دقام په سویه جرګې ته لویه جرګه وايې خو دا جرګې د یوبل پوري تړلي نه دي موقتې،عارضي،غیرې مرکزي او خپلواکه بڼه لري.
دجرګې راغوښتل اوجرګې جوړویدو سربیره جرګه لیږل هم په پښتو کې رواج دی چاته چې جرګه ولیږل شي مخ او خاطر يې کوي او د ډیر څه نه ورته تیریږي پښتوالي پوخ نظرپاتي او فلسفي بنسټ لري چې په لاندې دري لړونو ولاړي دي
۱- پښتو: یواځي د پښتو ژبه نه ده بلکې د یوشمیر صفتونو مجموعه ده لکه پت ، ننګ ،ښیګڼه،توره ،میړانه او داسي نور دا صفتونه په هر پښتون کې که موړوي او که غریب باید چې ويې لري پښتون بابا خوشحال خان خټک هم داخبره تائيده وي او وايې  
درست پښتون د قندهاره تر اټکه 
سره یو دننګ په کار پټ او شکار
۲ـ دودونه او نرخونه : لکه روغه ،ناغه ، ننواتي ،سوله او داسي نور.
۳- پیغور: د پیغور په واسطه د پښتنو د پښتنو د پښتو صفتونه په پوښتنه کې اچول کیږي چې د پښتو د تهذیب او کلچر ښه خویونه پکې نغښتي دي پښتو ویل او پښتو کول دواړه سره نغښتي دي لکه څه ښه وايې .
تاچې رنګ د پښتونوالي عشق ته ورکړو – پښتنه مینه مي لاپسي توده شوه
همدغه راز د لري پښتونخوا د پښتو منلی سیاستوال او ادیب اجمل خټک د کبیرستوري په باب په (۱۸/۲/۱۳۹۷) نیټه د ډاکټر کبیرستوري ژوندي خیالونه، په تیارو کې ځلانده ستوري ترسرلیک لاندې په یومقاله کې داسي وايې المختصر زموږ د مسافر ستوري د کلام ژوندي خیالونه په پښتو ژبه ، د پښتني وینې او مینې د پښتو دننې او پروني زخمونو او سباني  ارمانونو او پښتو او پښتونوالي د ژوند او مستقبل پسرلي وږمي دي دلته د شعرونه ضرور لیکم چې د خوشحال بابا نه واخله د فخر افغان بابا او تر ستوري پور د هنر ننګیالي د مشر او کشرپښتون ارمان دي 
داستوری د پښتون د خپلواکۍ هلکه روڼ شي 
چې واړه پښتانه په یو مرکز ټول شي جرګه شي .
ډاګټر کبیر ستوری د پیژندګلوي محتاج نه دی نژدي ملګري او دوستان يې د پښتني خوی او بوی څخه پیژني د قلم خاوندان اولیکوالان يې په سوچه پښتو ژبه د خپریدونکو کتابونو،مجلو ،ورځپاڼو او نورو خپریدونکو لیکنو څخه پیژندلی شي د پښتني سیاست په ډګر کې همدغه ستوری په ټوله پښتوخوا کې ځلیږي.
د پښتون ډاکټر کبیرستوري دخپل شعر په هنداره کې داسي ښکاري لکه چې د پښتونه پرته بل کوم سوچ کول ورته بلکل بي معنی ښکاري وايې 
پښتو ته خدای پيداکړم پښتونواله مي ژوندون دی 
د ژوندون په سوکالي که مي سر لاړ شي لاړ دې شي
نوموړی مشر دخپل ژوندون په ټول مزل کې د پښتو کلتور په خاپونو پسي له خپل ځانه ورک ورک ګرځي
ستوری پښتو پښتونوالي دساز په نغمو کې نغاړي
د رباب ټنګ پسي د ټول ملت حجري لټوي.
بل ځای کې وايې
دوخت دا تقاضا ده ستوری وايې دابه کیږي 
نقشه کې دنړۍ د پښتونخوا نوم لیکل کیږي.
لنډه داچې کبیر ستوری د سرنه تر پښو پوري  ټول پښتون ؤ او تر ټول غوره کار يې دادی چې په ډیرو نثرونو او شعرونو کې سوچه پښتو الفاظ کارولي.
د اروښاد ستوري صیب په سبک کې د یوالي نښي
ترهڅه لومړی د ژوند په ډګر کې مبارزه د پښتو دیوالي په فکر پيل کړي چې د فرانکفورت کې د افغان سټوډیټزس د سوسی یشن بنیاديې کيښود،د پښتودیوالي لپاره په المان غږ راډیو کې کارکول ، دبلوڅو او پښتنوازاده تولنه جوړول او دلري پښتونخوا د سیاسي مشرانو سره اړیکي قوي کول د پښتو دیوالي لپاره د مبارزي هڅه ده. په پښتونخوا کې اتلس میاشتي بندي کیدل چې د نوموړي په نثر او شعر څخه به ورته پام وکړو او د لیکوالانو او قلم خاوندانو له نظریاتو به يې ښه ثابته کړو.ډاکټر کبیر ستور په پيښور کې د پښتون قامي جرګي دوه ورځني سیمنار ته په یوه ویناه کې داسي او وئیلي په نړۍ کې ډیر ویشل شوی قامونه سره بیرته یو شول خو پښتانه لا هماغسي ویشلي پراته دي چې د خان لالا په قول منفي اغیزي نه یوازي په پښتون قام بلکې په ټوله منطقه کړي دي خو پښتون قام ددي منفي اغیزو جوت احساس نه لري زه دي موضوع ته د ځغلنده يې کتني په خواکې د پښتون قامي وحدت لاره راپه ګوته کوم .
پښتون د ویش منفي اغیزو احساس :
زماپه اند د پښتنو دویش د منفي اغیزو د جوت احساس د کموالي علت د پښتون ولس اود پښتون سیاسي واکمنو په تضاد کې پروت دی لندا داچې پښتانه په سیاسي اقتدار پاتي شوي دي خو کلتور يې ځپل شوی د پښتون قامي وحدت لاره 
وحدت یایوالی فلسفي بنسټ ته نږدي والی دی دال داچې پښتانه په افغانستان او پاکستان کې اوسیږي ددي دواړو هیوادونو ترمنځ د ژوند په ټولو برخو کې ګډکار او نږدیوالي د یوالي په خدمت کې دی. په عمل کې د افغانستان د جګړې راهیسي ددي دواړو هیوادونو د پښتنو ترمنځ نیږدیوالی منځ ته راغلی دی خپلوۍ شوي او دوستۍ جوړي شوي دي لیدني او کتني يې عامي شوي او پښتانه دوه کوره شوی دي په نورو تورو سره د پښتون قامي وحدت لړۍ (پروسې) په ګټه وده کړي ټلوالي ختمې شوي چې د پښتون ویش ئې غښتلی کوه او همدغسي د نړۍ تخنیکي ودې د ّمکې تنابونه رالنډکړي دي د جغرفیايې پولو اهمیت کم شوي او دقامي پولې راښکاره کیږي د نړیوالي ودې د پړاو د جګوبلانیشن په نامه یادیږي په دي پړاو کې هیڅ یو هیواد په ځانګړي توګه وده او ترقي کولي نه شي په اوسني وخت کې افغانستان او پاکستان پښتنو اوسیدونکو ته د ډبل تابیعت یاشهریت امکان ورکول اوهم غیر د کاغذونو د تګ او راتګ او تجارت ازادي مهمه ده پښتون په سیمه کې پنځوس میلونه قام او د ثبات ځواک دی د پښتون قومی وحدت نه یوازي د پښتون قام او منطقي په ګټه دی بلکې د ټولي نړۍ په ګټه دی.
لایق زاده لایق- میاشتنۍ لیکوال پنځمه ګڼه چې (2004) د عملي مبارزي ترسلیک لاندې مقاله کې لیکي د سپرغۍ په نامه یوه مجله جاري ده چې زیاته برخه يې د قام پرست مشرخان عبدالغفار خان د افکارو وه او سمدلاسه يې بله مجله د لمبې په نوم پيل کړه چې د پښتون قام د ولس د جذبو ترجمان وه چې څنګ په څنګ دا تاوده فکرونه خپریدل نو د ستوري غږ ژوندموند.
کله چې ستوری پیښور ته راغی د پاکستان مزدوري اداري لخوا د قام پرسته مشران نیول کیده ستوری هم پکې ونیول شو چې خپل دریځ بدل کړي خو ستوري په خپلو وهلو سودا ونه کړه او په خپل دریځ لکه د غر کلک ولاړ ؤ په ستوري مقدمه وچلیده او اتلس میاشتي زندان وروسته د قومي مشرانو د پریښودو په مهال نوموړی هم ازاد شو او بیايې د خپل قام لپاره مبارزه پیل کړه .
د ډاکټر کبیر ستوري په کلیات نوي کتاب کې قوم لپاره یوالي 
چې د قام مینه لرلي چا په زړه کې  - هغه خلک دي وختونو قدرولي 
د ټولي نړۍ په ګټه دي او په منطقه کې د دیموکراسۍ د ودې امن،سوکالۍ او ابادۍ لپاره ضروري دي ددي هدف لپاره ټول پښتون یوې ولسي عوامي دایمي جرګې جوړولو ته اړتیا لیدل کیږي چې دیوې خوا په پښتونو واکمنو زورراولي چې د پښتون برخه خوري نو پښتونوالي مخکې کړي او دبلي خوا په ولسي سویه د ژوند په ټولو برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نږدیوالي هڅه وکړي.
ډاکټر کبیر ستوری د پښتون سوشل ډیموکراتیک پارټۍ مشر یو شعر 
لاردیووالي دې په نښه کاندې – که د ژوند ناوې راویستل غواړي 
کور زموږ واک يې پردی دی دا ترڅو به وي ترکومه 
غیرته څه شو چې خپلواکه او خپل حقونه د پيداکړي
فبریل ورځپاڼه 
حیات عالم د ستوري سره په (2003) نومبر کې مرکه کړي 
دوی لا طالب العلم ؤ چې په رش اف جرمني کې به يې د پښتو څانګې د منېټرایدیټر په حیث يې کار کاوه دوې جمهوري ذهن قام پرست نظریات لرل شعري هم کوي ترکومی چې د شاعرۍ خبره ده نو د دوې په ذریعه زه دخپل قام سره د میني اظهار کوم.
محمدافضل خان خان لالا د قام پرست مشر او پخوانی وفاقي وزیر میاشتنۍ لیکوال پنځمه ګڼه (2006) دمی د وحدت ستوري ترسر لیک لاندې په یوه مقاله کې لیکي ستوری دانه چې په المان کې دقامي وحدت د حصول لپاره افغانان راغونډ کړي ؤ بلکې په لر او بر کې دهغه نظر په هغه ټولو مشرانو پریوتی ؤ چاچې دقامي وحدت حصول خپل د ژوند مرام ګرځولی د.
ستوریه ستا دهیلو او امید غوټۍ غوړیږي
جوړ به د قامي وحدت سازونه سرودونه شي
د نوموړي اروښاد ډاکټر کبیر ستوري د نثر او اشعارو او د ژوند د مبارزي لیکوالانو او دقلم خاوندانو او دفکر څښتنو سیاستوالو څرګندولو راته جوته کیږي چې د نوموړي سبک ته یو ځانګړي پښتنې قام یوالي مبارز سبک نوم ورکوم.

ماخذونه 
لایق زاده لایق    ډاکټر کبیر ستوری ژوند او مبارزه   د پښتونخوا د پوهني دېره – پېښور ۲۰۰۷ م 
وحدت ورځپاڼه ۱۹۹۸ 
اجمل خټک  د ډاکټرکبیرستوري ژوندي خیالونه   ۱۳۹۷ پښتونخوا 
لایق زاده لایق        لیکوال پینځمه ګڼه   ۲۰۰۴  پېښور 

په درنښت
سیدزیورشاه  سادات

د پښتونخوا یادونه: لیکوال سید زیورشاه پاچا صیب د خاص کونړ ولسوال دی

 01/09/2020 

-
بېرته شاته