(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پ ټ اېم او پي ایس ډې پي

[22.Jul.2020 - 15:20]

PTM او PSDP

دپښتون ژغورنې  قامي غورځنک پتمن مشر منظور پشتین او دمرکزي کمېټۍ پېاوړو ملګرو ښې چارې، تل سرلوړي اوسئ!

پتمن مشره! پشتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ د ۲۰۱۸ کال د اپریل مېاشتې رااېسې دغورځنګ هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ. دهېواد دننه او بهر مو د پي ټي اېم په پرلتونو، غونډو، جلسونو کښې چارنده ونډه لرلې ده او  د پ ټ اېم اروپا د ذمه وارو ملګرو ډاکتر سیدعالم محسود، میرمن ثنا اعجاز او ډاکتر ګلمرجان  دمشورو سره سم موپه اروپا کښې د کمېټېو غونډو،پرلتونو او جلسونو په راجوړولو کښې مخکښه رول لوبولی دی . دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرانو جرګې،   د پ ټ اېم سره  د ګډکار،  هلو ځلو او  د اړېکو لپاره د ګوند  لومړی مرستېال محمدشیرین ګردېوال ټاکلی دی

په راتلونکي کښې به د پ ټ اېم د بهرنیو اړېکو مشر د ښاغلي ګردېوال سره په اړېکه کښې وي.

په درناوي

نصیر ستوری

دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند جنرل سېکرټ

---------------www.pashtoonkhwa.com

Pashtoons Social Democratic Party (PSDP)

eMail: [email protected]

-
بېرته شاته