(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په افغانانو تپلی شوې جګړه

[17.May.2018 - 18:19]

دلوې او بخښونکي خدای په نامه
په افغانانو تپلی شوې په درغو جګړه، د امریکایانو او غربیانو د شومو موخو (هدفونو) لپاره ددغې جګړې دوام.
لیک: محمد شیرین ګردیوال
قدرمنو پښتنو مشرانو، د لرې او نزدې ځایونو څخه راغلیو درنو میلمنو او عزیزانو، نېکې هیلي او سلامونه!
زه نن دلته هڅه کوم،چې په افغانانو یا پښتنو تپلی شوې په دروغو ولاړه جګړه د غربي میډیا او رسنیو له لارې تاسو ته په دروغو ولاړه یوه جګړه ثابته کړم.
لومړی به په دې پیل وکړم، چې د المان د پینځو انستیتونونو د عالمانو او ماهرانو له نظره هم دغه جګړه په مونږ یوه تپلی شوې، بې هدفه جګړه ده، خو داخبره دلته باید په ډاګه وویل شي، چې ددغې جګړې شاته امریکایان خپل خاص او ځانګړي هدفونه لري، د ذکر شوو انستیتونونو په حواله دغه جګړه هیڅوک ګټلی نه شي. مانا دا چې دغه جګړه به هم دغسې روانه وي او که څنګه؟.ماته هغه پښتو متل رایاد شو،چې اوبه خړې که، کبان پکې نیسه!.
درنو عزیزانو!
 ایا غربیان، امریکایان او زمونږ خواخوږي ګاونډیان هم دغه پورته ذکر شوې متل لوبه مونږ سره نه کوي؟ . مهمه خبره داده،چې ولې دا مهمه لوبه د پښتنو د سر په قیمت پیل ده؟ . ایا پښتانه د داخلي او بهرني دښمنانو د شومو هدفونو ښکار نه دي؟. 
پورتنیو پینځه جرمني انستیتونونو،چې د فریډن ګوټ اختن یا د سولې د ۲۰۱۰ میلادي کال په تړاو او د عالمانو او ماهرانو کوم نظر جوت کړی دی، دوي هم د افغانستان او په پښتنو سیمو کې روانه جګړه یو بې سره او بې پښوجګړه بولي او وایې، چې په تیرو نهو کلونو کې ، چې په افغانستان کې د نوي ستراتیژۍ په هکله کومې پلټنې شوي دي، په دې هکله پورتنیو عالمانو او ماهرانو خپل نظر او دریځ جوت کړی دی او وایي، چې که نن وي او که سبا امریکایان او غربیان به له افغانستان څخه وځي، خو مهمه پوښتنه داده، چې دوۍ راغلي څه له وو؟. دا پوښتنه یو څه تشریح او تفصیل ته اړتیا لري.
د پورتني رپوټ له مخې دامریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي دي، چې د کال ۲۰۱۱ میلادي د دوبي څخه به د افغانستان څخه امریکایي پو ځیانو په ایستلو پیل کیږي او تر ۲۰۱۴ میلادي کال پورې به په بشپړ ډول امریکایې پوځیانو افغانستان پریښودی وي، خو دلته دا خبره باید په ډاګه شي، چې د جګړې دختم او پایې لپاره تر اوسه پورې کومې نښانې نه تر سترګو کیږي.
 اړینه  او مهمه خبره داده ، چې د غربیانو له نظره دافغانستان راتلونکی سیاست په تړاو واضحه او څرګندې لاس ته راوړنې تر اوسه پورې په نظر نه راځي. ددوۍ په نظر یو اعتباري په کار پوهه کومه طبقه یا ګروپ نه شته، چې دوۍ پرې ملا وتړي. تر اوسه پورې د غربیانو ادعاګانې یا غوښتنې او تبلیغ د افغانستان په تړاو داوه، چې : 
د القاعده او طالبانو د مینځه وړل، د افغانستان بیا رغوونه، ترقي ، پرمختیا، د حکومت کلک ملاتړ،ښه حکومت داري او ټولنیزو ریفورمونو او نوښتونو ته لاره هوارول وه.
تر ډېره حده پورې دغه پورتنۍ ادعاګانې او تبلیغ په ډېرو لومړنیو پړاوونو کې په ډغرو سر دي او یوه زیاته برخه يې لاتر اوسه پورې په نیمایې لارو کې د تیندکونو ښکار ده.  د المان د مشهورې ورځپاڼې  ټی اي ځیډ دي ټاګس څایټونګ د ۱۵ مۍ د روان کال د یوه رپوټ په حواله د برطانيا د یوې څېړنې له مخې هر هغه ژمني او وعدي، چې دکال ۲۰۰۱ میلادي څخه د افغانستان سره شوې وي، تنها ۴۳ فیصده یې پوره شوي دي.
د پورتني ذکر شوي رپورټ د اټکل له مخې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر  د پېښې نه وروسته په افغانستان کې د ۱۳۰۰۰ نه تر دېرش زره وګړي په حق رسیدلي دي. په کال ۲۰۰۹ میلادي کال کې د اوناما د اټکل له مخې ۲۴۱۲ افغانان مړه شوي دي.
پورتنی رپورټ زیاتوي، چې که ناټو او دناټو پوځیان وخت په وخت زیاتیږي، نو همدغه د پوځیانو زیاتیدل هم د خلکو او ولس په مینځ کې وحشت، ویره او ډار زیاتوي. د امریکا د ټروټ اوټ ډاټ اورګ د یوې سرچېنې (د مۍ میاشت بینوا . ژباړن صمد) له مخې، چې راپورټر یې بیل مایزر دی په افغانستان او عراق کې د جګړې د مړو شمیره په ډاګه کړې ده. دغه رپورټ لیکي، چې د کال ۲۰۱۱ میلادي د جون د میاشتې څخه لاندې ارقام د پورتنۍ څېړنې څخه را اخستل  شویدي، چې دلته یې یادونه اړینه بریښي. 
په افغانستان او پاکستان کې وژل شوي کسان:
امریکايي قراردادیان ۲۳۰۰ وګړي
افغاني امنیتي ځواکونه ۸۷۵۶ وګړي
پاکستاني امنیتي ځواکونه ۳۵۲۰ وګړي
ایتلافي ځواکونه یا پوځیان ۱۱۹۲ تازه او وروستۍ شمیره ۱۳۴۰ ښودل شویده.
افغاني ملکي وګړي ۱۱۷۰۰ ، خو اصلي شمیره ترجمان یا ژباړن د ۳۵۰۰۰  او ۴۰۰۰۰ زرو تر مینځ په ګوته کوي.
پاکستاني ملکي وګړي او طالبان ۳۵۶۰۰ وګړي
افغاني طالبان لس زره
خبریالان ۱۶۸ وګړي
د بشري مرستو کارکونکي ۲۶۶ کسان
ټول یو لک اوه زره اوه سوه او شپېته کسان په کې وژل شوي دي، چې د ټپیانو شمیره یې ددې نه هم اوچته ده او ما ونه غوښتل ، چې دغه شمیره د ټپیانو دلته خپره کړم.
د هغو نوو مالوماتو په حواله،چې امریکایې پوځیانو د کندهار په ښار کې د خپلو پو ځي عملیاتو د کولو په تړاو تر سره کړي ده، وایې چې په سلو کې ۹۵  خلک په کندهار کې د امریکایې پو ځیانو د عملیاتو په ضد وو.
سربیره پر دې په همدغو سیمو کې د امریکایانو د عملیاتو له کبله ددغو سیمو دوه لکه او پنځوس زره  وګړي کډه کیدو ته اړ شوي دي او خپل کورنه یې پرېښودي دي.
د افسوس خبره خو داده، چې دغه خلک په خپل وطن او هیواد کې کډه په سر ګرځي او همدغه حالات په مومندو، باجوړ، وزېرستان،کرمه او خېبر کې هم په مخه روان دي.
درنو عزیزانو ! 
امریکایان او غربیان بله کومه لار نه لري، په دغیر ددې څخه، چې طالبانو سره کومپرومیس یا روغې جوړې میدان ته راووځي. د طالبانو سره خبرې اترې د ډېرې مودې راایسې رواني دي او د افغانستان د حکومت مشورتي جرګه ، چې د ۲۰۱۰ میلادي کال د جون په میاشت کې په کابل کې وشوه ، په همدې لړ کې یو لومړی قدم و.
امریکایانو او غربیان  ته نوره پته لګیدلې ده، چې ددوۍ ادعاګاني او فرمایشونه تر سره نه شول، بلکه دوۍ یې د یو ستر اقتصادي کړکیچ او بوج لاندې راوستي دي. د پورتنی ذکر شوې رپورټ د مالوماتو په حواله ، امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۹ میلادې کال پورې ۲۲۷ میلیارده امریکایې ډالر د افغانستان په جګړه کې خرڅ کړي دي. سربیره پردې نړیوال اقتصادي کړکیچ په صنعتي هیوادونو او پرمختللیو هیوادونو کې کې د بې کارۍ او د خلکو سخت ژوند یو لړ ستونزي او لانجې رامینځ ته کړي دي.
په اروپا کې ورځ په ورځ په بعضو هیوادونو کې لانجې او کړکیچونه زور اخلي. دبیلګې په توګه : په تیرو وختونو کې د یونان هیواد یوه ستره لانجه وه او اوس هم ده. که چېرې نړیوال اقتصادي کړکیچ لږ نور هم سخت شي، نو په یو ګڼ شمیر نورو هیواودونو کې لکه بلغاریا، رومانیا، ایټالیا او هسپانیا کې به ستر ولسي پاڅونونه رامینځ ته شي، چې ددغو پاڅونونو پایلې به بیا خورا خطرناکې وي. 
د همدې کبله ډېر اروپایې هیوادونه په دې لټه کې دي ، چې خپل پوځیان ژر له افغانستان نه راوباسي، ځکه چې دغه هیوادونه نور د افغانستان د جګړې د مالي توان جوګه نه دي.
د امریکا دیوې ورځپاڼې په حواله د یوه امریکایې پوځي خرڅه په بشپړ ډول په یوه کال کې یو میلیون امریکایې ډالره ده.
د المان د شپيګل د مجلې د ۲۰۱۰ میلادي کال د مۍ د میاشتې د یوې ګڼې په حواله : د المان د دفاع وزارت هم په افغانستان کې چې کومې خرڅې کړي دي، دوۍ دغه خرڅې ډېرې ټيټې خودلي دي، حال داچې دا خرڅې ډېرې اوچتې دي.
د پورتنیو ټولو خبرو څخه داسې څرګندېږي، چې امریکایان او غربیان په افغانستان کې نوره دغه جګړه په دې شکل مخ په وړاندې نه شي بیولی. په افغانستان کې دغه روانه جګړه د ترهګرۍ او تروروېزم په ضد نه ده ، بلکه د یوې وسیلې لپاره دافغانستان اشغال شوی دی.  داجګړه زمونږ په هیواد او په ځانګړې ډول دپښتنو د ځپلو لپاره پیل شوې ده. (ټول افغان ۲۳/۴/۲۰۱۲).
د بهرنیانو پوځي موجودیت افغانان نور هم بدبخته کړل او ورځ په ورځ لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه د مړو شمیره اوچته خیژي.  بې عزتي او بې ناموسي نوره د پولې د بریدونو څخه وتلې ده. اقتصاد په صفر ولاړ دی. زمونږ راتلونکي نسلونه به تر ۵۰ پنځوسو کلونو پورې په دې بریالي نه شي چې خپل ژوند یو نورمال حالت ته راوړلي شي. دا ځکه چې ټول بې زده کړې (تعلیمه) پاتې شول. ددونیا د نورو قومونو سره سیالي په بې سوادۍ نه کیږې، بلکه په پوهه او سواد کیږي او د همدې څخه پښتانه په بشپړ ډول محروم پاتې شول. 
دلته د ناستو پښتنو ځواب به په دې هکله خپلو راتلونکو نسلونو ته څه وي؟. که ریښتیا ووایو ، مونږ خپلو راتلونکو نسلونو ته د سره ځواب نه لرو.
په اخره کې باید دا په ډاګه ووایم، چې تر اوسه پورې یو سیاستوال هم د واشنګټن نه نیولې تر بروکسله پورې دا نه شي ویلی، چې په حقیقت کې په افغانستان کې په اوسني وخت کې څه روان دي؟.
دا ځکه چې ددغه هیوادونو د چپ پلوه سیاست پلویان او یا راست پلوه محافظه کاره سیاستوال به بیا دا پوښتنه کوي، چې ایا دغه سیاست دڅه لپاره چې تاسې په افغانستان کې وکړ، دومره ولس وژنه او مړینه مناسبه وه؟.
درنو عزیزانو!
بله مهمه خبره په اخره کې داده، چې پنتاګون په اوسني وخت کې بعضې مالومات په ډاګه کړي دي، چې ددوۍ اوسنۍ ادعاګانې،ددوۍ د پخوانیو ادعاګانو او شومو هدفونو سره په ټکر کې راځي. دلته لاندې مالوماتو ته ستاسې پاملرنه غواړم.
د المان د ټاګس څایټونګ ټي ای څيډ د۱۵ جون ۲۰۱۰ میلادي کال په یوه ګڼه کې راغلي دي،چې د افغانستان روانه جګړه د القاعدې او طالب په ضد نه ده، بلکه په افغانستان کې د قیمتي ډبرو او خامو موادو د لاس ته راوړنې لپاره ده.
پورتنۍ ورځپاڼه لیکي، چې افغانستان د راتلونکې وخت د خامو توکو یو ستر منډیې دی. ورځپاڼه زیاتوي، چې دپنتاګون ماهرانو او د ځمکې پیژندنې د عالمانوله اړخه د لاندې خامو توکو او قیمتي ډبرو لیست په تیرو ورځو کې د افغانستان په تړاو په ډاګه شوی دی.
لیتیوم چې یو ډېر قیمتي توکی دی.
یورانیوم
وسپنه
میس
کوبالټ
تیل او غاز
طلا یا سره زر
د زمرودو او لاجوردو مختلفو ډبرو د ۴۵ څخه زیاتو قسمونو ذخېرې او کانونه په ګوته  شوي دي. 
د پورتنیو خامو توکو ارزښت یا قیمت د درېوو تریلیونونو ډالرو څخه هم اوچت  ښودل شوی دی. د همدې کبله افغانستان دراتلونکي وخت د خامو توکو او قیمتي ډبرو د ذخیرو په تړاو د سعودي عرب په نوم یاد شوی دی. پورتنۍ ورځپاڼه لیکي، چې د پورتنیو قیمتي توکو د ذخیرو له کبله چین، هندوستان او روسیه هڅې کوي،چې په افغانستان باندې د خامو توکو د راایستلو په تړاو اغېز ولري. 
دوه چینایي شرکتونو په لوګر ولایت کې تر اوسه پورې د عینک د میسو د کان  څخه دمیسو د راایستلو په خاطر څلور میلیارده ډالر پانګه اچوونه کړې ده. په افغانستان کې د پورتنیو قیمتي خامو توکو د چور ، تالان او داړه مارۍ لپاره هره خوا جالونه غوړیدلي دي، چې په یوه او بله بهانه هر څوک هڅه کوي، چې افغانستان په خپله طریقه سره چور کړي.
درنو غزیزانو!
زما دنده د یو سیاسي کارکوونکي په توګه داده ، چې تاسو ته داخبره په ډاګه کړم، چې رابیدار شئ، راویښ شئ او مه پریږدئ، چې  خپل وطن او سېمه درنه پردي په یوه اوبل نامه چور کړي. راغونډ شئ او یو موټی شئ او خپل وطن خپلو بچو ته وګټئ، تر څو به پښتانه ویده وي او په دې به نه پوهیږي، چې د خپل پلار او نیکه ټاټوبی یې په کومو طریقو سره نن د پردیو داړه مارانو ښکار دی.  ایا مونږ او تاسې به خپلو راتلونکو نسلونو ته ځواب ویوونکي نه یو؟. مونږ  به بیا هغوۍ ته څه وایو، چې مونږه ویده وو او که څنګه؟. ایا هیڅوک نه وو، چې په مونږ یې غږ کړی واي او مونږ یې رابیدار کړي واي او خپلو ذمه واریو او مسئولیتونو ته یې متوجه کړي واي.
درنو عزیزانو!
مونږ او تاسې ته پکار دي، چې د خپل ګران هیواد او قوم د سوکالۍ او ابادۍ لپاره ځانونه سمبال او منظم کړو. تر څو چې پښتون د قامي وحدت خاوند شوی نه وي، نود پښتنو مسئلې حل کیدی نه شي. په اخره کې یو څو وړاندیزونه کوم ، خو دلته د ناستو مشرانو او کشرانو جدي پاملرنه غواړم.
لومړی وړاندېز: دا جرګه دې تسلسل پیدا کړي او افضل خان لالا دې ددې جرګې مشري په غاړه واخلي.
دوهم وړاندېز: ددې لپاره، چې د جرګې کارونه منظم او د ذمه وارۍ په چوکاټ کې په مخه لاړ شي د افضل خان لالا تر څنګ  دې قومي مخلصه ، ایمانداره او ذمه وارو ملي مشرانو او عالمانو او ځوانانو څخه داسې یوه ډلګه ګۍ یا ډله جوړه شي ،چې د قامي وحدت ته د موخو اوهدفونو ته درسیدو په تړاو یو منشور او یا یو کونسیپټ رامینځ ته کړي، چې په هغې کې ټول پښتانه خپل تصویر لیدلی شي.  دلته دیو څېز یادونه اړینه بولم او هغه داچې هر هغه پښتون چې په هره یوه سیاسي ډله یا ټپله کې کار کوي، چې کله د پښتنو خبره کیږي او یا پښتون  قوم خبره کیږي، نو دی باید د یو پښتون په حیث خپله دنده او ونډه جوته کړي.
دریېم وړاندېز: هره یوه نظریه او یا ایډیالوژي یو مرکز او د تبلیغ ځای ته اړتیا لري، ددې لپاره چې د پښتون د قامي وحدت خبرې خورا درنې او د ذمه وارۍ څخه ډکې‎ دي، نو د ټولو کوچنیو او غټو پانګه والو څخه هیله کیږې،چې د یو مرکز د جوړولو په هڅه کې شي، دا مرکز به هغه ځای وي، چې پښتانه د نورو سره د خپل ځای څخه د خبرو اترو او معاملو جوګه او سیل وګرځي.
په اخره کې د ټولو پښتنو مشرانو څخه هیله کوم، چې ځوانانو ته لاره خلاصه کړي. ځوانان د راتلونکي وخت بنسټي ستنې دي. او که دوۍ ته نن موقع ورنه کړل شي، چې د خپل راتلونکي او مستقبل لپاره د مشرانو په مشوره خپل راتلونکی وخت راکابو نه کړ، نو دوۍ به هم بیا زمونږ او ستاسې په شان د ناخوالو او ستونزو ښکار وي او دا به بیا ددوۍ په حق کې یوه ستره جفا او ګناه وي.
محمد شیرین ګردیوال
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر مرستیال
یادوونه: دا مقاله د محمدافضل خان لالا د جرګې لپاره ، چې په ۲۹ او۳۰ د مۍ د کال ۲۰۱۲ د پېښور په نشتر هال کې جوړه شوې وه واورول شوه.

-
بېرته شاته