(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولي محمد توپان

[15.Aug.2020 - 15:23]

ولي محمد طوفان --- د پښتني غورځنګونو مبارز

انجنیر اعجاز ېوسپزی

------------------------------------------------------

ولی محمد طوفان د خدايي خدمتګارۍ د قافلې د مشال وړونکي مخکښنانو ځينې يو ؤ. د پېښور په شاؤ خوا کښې د خالصې علاقې په سردار ګړۍ نومې کلي کښې په ديارلسم مۍ ۱۹۱۹ميلادي دې نړې ته راغلې ؤ. لومړۍ يې د "ولي" په نوم شاعري پيئل کړه خو وروستو د مولانا ظفر علي خان په وېنا يې "طوفان" تخلص ونيوو. طوفان صېب د خواري کښو د خوځښت مرستيال هم پاتې شوې دې خو بيا خدايي خدمتګاري يې وظيفه شوه.د طوفان صېب د شاعرۍ لهجه تنده تېزه او رزميه ده ځکه خو د "طوفان" تخلص ورسره ډېر جوړيږي.هغه صحافتي چارې هم سر ته رسولې دي او په څو ورځپاڼو او رسالو کښې يې د ادارت ذمه وارۍ په ښه شان کړې دي.د طوفان صېب شاعرۍ کښې د پښتنو په زړونو کښې د قامي لړزان راپارولو چې کوم تکړه قوت پروت دې هغه ډيرو لږو ليکوالو ته نصيب شوې دې. د هغه شاعري د مېدانِ جنګ يوه داسې ټپه ده چې زلمو جزبو ته د استعمار د ړنګولو زور ورکوي او د خپلواکۍ د احساس بڅرو ته پوکي ورکوي. دې قامي لارښود او جنګېالې په ۲۶ستمبر ۱۹۸۳ع ددې فاني دنيا نه کوچ اوکړو. اروا دې ښاده وي! امين

   راځې چې د هغه يو خونده ور نظم " ملګرتيا" نه خوند واخلو

           تور له ځانه لرے کړه' رڼا سره ملګرے شه

          نورو پسې مه ورځه ' بابا سره ملګرے شه

          زه چې درته ستائم باچاخان نو دا مطلب مې دې

         ننګ سره پښتو سره حيا سره ملګرے شه

          ستَر پښتانۀ د خپلو مياندو چاته نه پرېږدي

         ځويه د ادکۍ پښتونخوا سره ملګرے شه

         بيم د بېدارۍ په سمه غر يې چې پوکلې دے

         قامه! د وطن هغه بينا سره ملګرے شه

         چا ورته ويئل چې له ګونګټه يارانه ښه ده

         ګل که ښکولول غواړې بورا سره ملګرے شه

         ستا د لويو لويو غرونو پنجې تر اسمانه ځي

         خيږه تاترې ته ثريّا سره ملګرے شه

        اوس خو د مغلو شيش محل ته لار آسانه شوه

         وير سره' ماتم سره' ژړا سره ملګرے شه

         خېټه د شپې وشلوه مرې د تېرو غوڅه کړه

         شوره د تېرو تورو برېښنا سره ملګرے شه

         خېر دے که امين او مستجاب مغل پالنه کړه

        ته د وخت اېمل سره' دريا سره ملګرے شه

         ژوند د قصابانو په جوسه کښې خلک نه مومي

         اے په ژوند ميئنه مسيحا سره ملګرے شه

         ولېږده ستومانه قافلې له سره ولېږده

         وخت د چوکېدو نه دې دنيا سره ملګرے شه

                     ---------------------------

-
بېرته شاته