(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

حاتم طایی او په پښتو ...

[14.Jun.2017 - 10:33]

لیک: ډاکټر لطیف یاد

حاتم طایی او په پښتو ژبه کې دده دمیړانې او سخاوت په اړوند یو منظوم اثر

دحاتم طایی دنامه سره ډیر خلک آشنا دي او دده دمیلمه پالنې اوسخاوت په اړوند کیسې په ډیرو اسلامي هیوادونو او دافغانستان او پښتونخوا په پښتنو کې هم ډیرې مشهورې دي . حاتم طایی دعبدالله زوی دسعد لمسی دالحشرج کړوسی او دامری ء القیس کودی دی .نوموړی په اصل کې دسعودي عربستان په شمالي برخه کې زیږیدلی دی . دده دزیږیدو دقیقه نیټه نشته، خو داسلام دسپیڅلي دین تر خپریدو ۴۶ کلونه وړاندې او دمیلادي سنې پر بنسټ په ۶۰۵ زیږدیز کال کې مړشوی دی . حاتم طایی دعربو دطی په قبیله کې زیږیدلی واودطی دقبیلې دنوم له کبله یې تخلص طایی دي .نوموړی دهغه دوراومهال نامتو شاعرتیرشوی دی چې په عربي ژبه یې ښه شعرونه ویلي دي او دده شعري دیوان دحاتم طایی د دیوان په نامه سره مشهور دی.

دحاتم طایی قبیله ددوو مشهورو غرونو اجا اوسلمی تر مینځ اوسیدله چې دتوارن کلی پکې پروت دی چې دغه کلي ته دحاتم طایی کلی هم وایی او حاتم طایی همدلته زیږیدلی او همدلته مړشوی دی.

حاتم طایی سربیره پردې چې دعربي ژبې ښه شاعرو په خپلې قبیلې او قوم کې دخپلې میړانې او سخاوت او میلمه پالنې په وجه هم دزیات شهرت نه برخمن و.ان تر دې چې داسلام ستر پیغمبر هم دده دنامه او دسخاوت یادونه او ذکر کړی دی. ویل کیږي چې ده به دخدای دنامه پرته په بل څه سوګند نه کاوه .دی دومره میلمه پالونکی او سخی انسان و چې دورځې به یې لس اوښان حلالول او عامو خلکو او بیوزلانو او غریبو خلکو ته به یې ډوډۍ ورکوله.

دحاتم طایی پخوانی کلی چې دیار حاتم طایی او یا منازل حاتم طایی یې بولي د اجا دغره جنوب ته پروت د ی چې دتوارن دکلي نه اته کیلو مټره واټن لري چې په دغه کلي کې دخرماوو ډیر باغونه شته.

دحاتم طایی دسخاوت کیسي په ټولو اسلامي هیوادونو کې مشهورې دي . په پښتنو کې هم دحاتم طایی دسخاوت او میلمه پالنې کیسې شته او پښتنو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې دحاتم طایی ستاینه کړې ده . موږپه پښتو کې د آرایش محفل په نامه یو منظوم اثرلرو چې په حاتم طایی سره شهرت لري او مولف یې نعمت الله دی چې دلاهور دنولکشور په مطبعه کې چاپ شوی دی .دچاپ کال یې ۱۹۰۵ زیږدیز دی چې د۱۳۲۳لیږدیز – سپوږمیز کال سره سمون خوري. دادحاتم طایی دمیړانې او سخاوت کیسه ده او په دولس څپه ییزه خوږه پښتو مثنوي کې په ۱۰۴ مخونو کې لیکل شوی ده.

تاسو په لاندیني انځورونو کې دحاتم طایی کور او دده قبر لیدلای شئ

-
بېرته شاته