(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د راډیو نړیواله ورځ

[21.Feb.2017 - 23:52]

لیک: بسم الله اکبري

نن دفبروري دیارلسمه د راډیو نړیواله ورځ ده.د ډله ییزورسنیوهغه کارنده میډیا چې دماس کمونیکیشن ترټولووسایلوپه پرتله په ګرده نړۍ کې هره ورځ په سلګونو،سلګونومیلیونواوریدونکي لري.
داعلیحضرت غازي آمان الله خان په برمیال اویاړلي دوراو واکمنۍ په مهال په ۱۳۰۴ هجري،شمسي کال دالمان د دوست دولت په اقتصادي اوتخنیکي همکاری کابل راډیوتاسیس اوپه خپرونویې پیل وکړ.خوله بده مرغه دکورني اړودوړاوستونزوله کبله دهغه خپرونې په ټپه ودریدې.خو د دویم ځل لپاره په ۱۳۲۰لیږدیز،لمریزکال دوري په میاشت کې له سره فعاله اودراډیوافغانستان په نامه یې  خپرونې پیل کړې اوپه  ۱۳۲۹ کال دلومړي ځل لپاره په ژوندی بڼه دمیرمن حدیجې دمیرمن پروین په مستعار نامه دهغه  سندره خپره اودښځینه سندرې په اوریدوګرده اوریدونکي هیښ،پیښ شول.
هغه وخت دراډیو افغانستان خپرونې دمازدیګر په څلوروبجوپیل اوترشپې تر لسوبجو پورې خپریدې.

په افغا نستان کې عامو ولسونو ډیرولږو خلکو راډیوګانې درلودې دکابل ښار سربیره دهیواد د ټولوولایتونوپه مرکزونواوښارونو کې د لوډسپیکرونوپه وسیله دراډیوافغانستان خپرونې خپریدي اوخلکوپه بې ساري مینه اوریدې.له ن ن څخه ۶۰ کاله دمخه مې ارواښاد کا کا الحا ج بهرام خان زموږ په سیمه کې لومړی راډیودرلوده دهغه وزن اوبکس دومره زیات وچې په آسانی سره یې یواوبل ځای ته وړل ګران واویوازی دبیټرۍ وزن یې څوکیلوګراموته رسیده.دراډیوپه اوریدلوبه هره ورځ ګڼ بنډارجوړواوکلیوال ساده زړي خلک به یې اوریدوته حیران ول.ښایې دهماغه ماشومتوب مینه اوسرشاره لیوالتیا به وي چې کلونه،کلونه وروسته یانې ۴۳کاله پخوامې چې لادادبیاتواوبشري علوموپوهنځۍ دژورنالیزم څانګې محصل وم په راډیوافغانستان کې دکلي،کوراوکرنې په خپرونه کې دویاند اوپرودیوسرپه توګه  دویاړلي فرهنګي اوژورنالیستیک شخصیت سید یعقوب وثیق په ملتیا اوپیرزوینه دنده پیل کړه اودراډیوپه څپوکې دخپل غږپه اوریدوخدایږودخوښۍ اومسلکي غرورپه جاموکې نه ځاییدم اودپوهنځۍ له فراغت وروسته مې هم په راډیواوتلویزیون کې کلونه ،کلونه دخبریال په توګه دنده ترسره کړه.
اوس مهال د ډله ییزورسنیوشمیر خورالوړشوی اوډیرشوی دی اوله نیکه مرغه دکارند ه اورغنده مسلکي ژورنالیستانوشتون اوروزنه په افغانستان کې دژورنالیزم دپرمختګ اودبیان دازادی پراخ امکانات رامنځته کړي دي چې ټول ټال ۲۴۰ بیلابیلې راډیوګانې او۷۰ تلویزیوني شبکې په خپرونوبوختې دي.زماپه اند داډیربې ساری ستراواغیزمن ځواک دی که چیرې په هیوادنی ملي اوسپیڅلي افغاني مینه اومسوولیت دافغان ولس دعامه پوهاوي،د ذهنونواوعامه افکاروپه روښانولواوملي پیوستون ته درابللوپه ویاړلي چاره کې برخه واخلي اود دوښمن په نغوته اوشنوډالرودژورنالیزم سپیڅلی مسلک خرڅ نه کړي له شک پرته به په هیواد کې  دجنګ جګړې کرغیړنې لوبې ته چې دپردوپه تبلیغاتواوشیطاني دسیسواوپروپاګند روانه ده دپای ټکی کیښودل شي.
دراډیودنړیوالې ورځې په مناسبت خپلوهم مسلکه ژورنالیستانواودنړۍ سوله غوښتونکواوبشرپالود ډله ییزورسنیوټولوکارکوونکوته مبارکي وایم .
دافغانستان دراډیوګانواوماس میدیاپه څپو کې دې دورورولۍ اوپه هیواد کې دسولې اوټیکاوغږتل اوچت وي.
اکبري هالینډ
۱۳/۲/۲۰۱۷

-
بېرته شاته