(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ ځوانانو له نظام

[14.Oct.2016 - 14:27]

د کونړ ځوانانو له نظام او امنیتي ځواکونو بشپړ ملاتړ اعلان کړ

د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې سلګونو ځوانانو په یو لویه غونډه کې د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او دعملي مرستو ډاډ یې ورکړ.

یاده ناسته ،چې د ولایت مقام په انګړ کې ترسره شوه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي سر بیره پکې ،امنیه قومندان جمعه ګل همت ،ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار ،دیني عالمانو او د مرکز او ولسوالیو سلګونو ځوانانو برخه اخیستې وه .
غونډې ته د ځوانانو ښوونیز پارلمان غړو ، ولایتي شورا ریس ،امنیه قومندان ،دځوانانو بېلابېلو شوراګانو استازو ،مدني فعالانو او دیني عالمانو ویناوې وکړې .

ویناوالو په هېواد کې روانه جګړه د پردیو تولید شوې او تپل شوې جګړه یاده کړه او په ځوانانو یې غږ و کړ، چې څنګه یې د سپورت ،علم او پوهې په برخو کې هېواد ته ویاړونه راوړي دي د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې هم رغنده رول ولوبوي،په ویناوو یې د جګړو زیاتره قربانيان ځوانان دي او لاهم د غه لړۍ روانه ده ، په ځوانانو یې غږ وکړ ،چې د علم او پوهې لاره خپله کړي او خپله ټولنه د پردیو دسیسو څخه وژغوري ، دوي امنیتي ځواکونه د دې خاورې او ولس ریښتیني مدافعین یاد کړل او ترې خپل بشپړ ملاتړ یې اعلان کړ.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ځوانانو ته په خطاب کې وویل ځوانان دټولنې ځواکمنه قوه ده ، د ځوانې انرژۍ او پیاوړې فکري قوې خاوندان دي او د هېواد په ابادې او پرمختګ کې رغنده رول لوبوي ،که ځوانان یو موټی او همغږي شي شته ستونزې او ناخوالې به لمنځه یوسي ،ښاغلي کلیمزي د بروکسل په ناسته کې د افغانانو سره د نړیوالې ټولنې مرستې د هېواد د پرمختګ لپاره یو ښه فرصت وباله ، په ځوانانو یې غږ وکړ ،چې د خپل هېواد ابادۍ لپاره مټې راونغاړي او بهرنیو هېوادونوته د ناقانونه مسافرتونو ځان وژغوري .

کونړ والي ځوانانو ته ډاډ ورکړ ،چې ستونزې او غوښتنې به یې په جدي توګه وڅيړي او ورته د حل لارې چارې به ولټوي . 

-
بېرته شاته