(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ پر سیند

[06.Jun.2016 - 19:09]

د سلمابند ملاتړ کوو خو د کونړ پر سیند د بند جوړول غواړو

د کونړ ولایت ،قومي مشرانو،دیني عالمانو ،ځوانانو او ولایتي ادارې مشرتابه په هغه غونډه کې چې د سلمابند بشپړیدلو په ملاتړ جوړه شوې وه د مر کزي دولت څخه وغوښتل ،چې د کونړ په سیند هم بند جوړ کړي .د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل: د سلمابند چې تیره ورځ د هېواد  د ولسمشر محمد اشرف غني او د دوست هېواد هندوستان د لومړي وزیر له خوا پرانیستل شو  د افغانستان د خلکو لپاره د ابادۍ او پرمختګ لوی زیری دی ،چې د هېواد په امنیتي او اقتصادي وضعې به نېغ په نېغه مثبته ا غېزه وکړي ،ښاغلي کلیمزي د سلمابند پروژ ې د بشپړیدلو له امله ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د هېواد ولسمشر او دهرات ولایت خلکو ته مبارکي وویله او دیادې پروژې بشپړیدل یې د ملي یووالي د حکومت لویه لاسته راونه وبلله ،د ولایتي شورا مرستیال ،قومي مشرانو او ځوانانو په خپلو ویناوو کې د یادې پروژې په بشپړیدلو خوښي وښوده او د دولت د اقتصادي پروګرامونو څخه یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ .

-
بېرته شاته