(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مخابراتو وزارت کې څه روان دي؟

[31.Aug.2015 - 16:54]

لیک: عصمت بهیر

د مخابراتو په وزارت کې د نوي وزیر عبدالرزاق وحیدي نوې ګومارنې

لومړی: د وزیر لنډه پیژندنه

د افغانستان ملی وحدت حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اوسنی وزیر عبدالرزاق وحیدي، په ۱۳۵۵ لمریزکال نړۍ ته سترګې پرانستې، نوموړی ماشوم ؤ چې له خپلې کورنۍ سره ایران هیواد ته لاړ او هلته یې د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته، د ایران په اصفهان ښار کې هستوګن شو.

عبدالرزاق وحیدی خپلې لومړنۍ زده کړې د لیسې تر دورې پورې، په ایران هیواد کې پایته ورسولې، نوموړی په ۱۳۷۳ لمریزکال د اصفهان ښار په پوهنتون کې د ریاضۍ زده کړې وکړې او د لیسانس او ماسترۍ زده کړې یي هم په همدې برخه کې ترسره کړې.

وحیدی په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پرمهال، د ایران په پوهنتونو کې تدریس پیل کړ او د یادونې وړ دی چې نوموړی د ایران خپلواک اسلامي او اصفهان ښار په پوهنتونونو کې د تدریس سابقه لري.

د طالبانو رژیم له سقوط او د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانستان نوي دولت له جوړیدو وروسته، په ۱۳۸۱ لمریزکال افغانستان ته راغی او په کابل پوهنتون کې یې تدریس پیل کړ .

وحیدي له مالیې وزارت سره له څو میاشتنیو همکاریو وروسته، په ۱۳۹۰ لمریزکال د مالیې وزیر په وړاندیز او د جمهور رییس د حکم پر بنا د یاد وزارت د اداري معین په توګه په دنده وګمارل شو.

مسلکي زده کړې : ښاغلي وحیدي چې خپلې ټولې زده کړې یې په ایران هیواد او د ریاضي په برخه کې تر سره کړي دي، څرنګه کولای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په شان یوه تخنیکی او مسلکي ادارې ته ګټور تمام شي؟ په داسې حال کې چې نوموړی حتی د خپل شخصي کمپیوټر د (Setup) په اړه پوره معلومات نه لري، سربیره پردې چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په دې غوره عصر کې، ددې هیواد اړتیاوو ته موثریت ولري؟

دویم: خیانتونه

الف : وحیدي د ۱۳۹۲ تر ۱۳۹۴ لمریزو کلونو په ترڅ کې د خپلو نورو شریکانو په مرسته او همکاري، د افغانستان د لوړو زده کړو د کانکور آزموینو نوی کمپیوټري سیستم جوړ کړ.

چې د یاد سیستم پرمټ یې د دې مظلوم ملت حیثیت او شرف ته د ننګ او بې عزتۍ، توره ټاپه د جعل، تزویر، تقلب او درغلۍ له لارې وتپله، لکه څرنګه چې زموږ ټولو هیوادوالو ته جوته ده، د ۱۳۹۲ کال د لوړو زده کړو د کانکور آزموینو په پایله کې د بامیان ولایت جاغوریو ولسوالۍ ټول ګډون کوونکي له اهلیت او وړتیاوو پرته او همداراز د ټول ملت، په ځانګړي ډول د ددې هیواد درنو ځوانانو د ارادې پرخلاف، د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شول او دغه د بدبختۍ ننګ هر کال د کانکور آزموینو په ترڅ کې تکراریږي، چې په ترڅ کې يې د افغان مظلوم ولس ترمنځ د یوې لویې بې باورۍ او بې اعتمادۍ ډوهل غږول کیږي.

دغه ټول منافقت او رذالتونه د ښاغلي وحیدي له لاسته راوړنو څخه دي، چې غواړي له یوي لوري خپله اصلي دنده ترسره کړي، چې دنده یې د خلکو ترمنڅ د تعصب، بدبینۍ او نژادي ستونزو راپارول دي او په حقیقت کې ددې چارو په ترڅ کې د خپل متبوع دولت (دایران دولت) پروړاندې خپله ریښتینولي او صداقت په ډاګه کړي.

ب : عبدالرزاق وحیدي چې یو افغانی الاصله ایراني وکړی دی، خپل دوهم متبوع هیواد (ایران دولت) ته ډیره پالرنه کړې او له خپل وسع او توان څخه یې زیات زیارونه ګاللي، څو د افغان دولت ډیر مهم او محرم اسناد د ایران حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

غوره بیلګه : کله چې نوموړی د مالیې وزارت د اداري معین په توګه دنده ترسره کوله، د ایران له حکومت سره یې د مالیې محترم وزارت مقام اووه (۷) کلن بودجوي اسناد شریک کړل، چې په هغه وخت کې د موجوده دولت له لورې دې موضوع ته هیڅ پاملرنه ونشوه .

ج :عبدالرزاق وحیدي، د ښاغلي ډاکتر صیب محمد اشرف غني او ښاغلي ډاکتر صیب عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي وحدت حکومت له جوړیدو سره سم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام د وزیر په توګه وپیژندل شو، نوموړي له هغې مودې چې ددې وزارت د مقام دنده خپله کړې، هڅه کوي څو د اهلیت او شایسته گۍ پرخلاف، د خپل قوم او ټغر څخه (۵۰۰ پینځه سوه تنه) د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند ریاستونو، آمریتون او مدیریتونو کې، په دنده وګماري.

غوره بیلګه : یاده موضوع د نوموړي له لورې په ټول وضاحت سره بیان شوې ده او د وزارت ډیری کارکوونکي له دې موضوع څخه خبر دي او هر یو په دې ویره چې نن او یا سبا به خپل د اولادونو د یوې ګوله ډوډۍ لاسته راوړلو وسیله (دنده) له لاسه ورکوي، په ډېرو سړو زړونو خپلو دندو ته دوام ورکوي.

د : اوسمهال عبدالرزاق وحیدي چې یو افغاني الاصله ایراني وګړی دی، هڅه کوي څو د افغانستان د سایبري چارو (انترنتي حریم) مسوولیت یوه بل تن افغاني الاصله ایراني وکړي ته وسپاري، نوموړي شخص د خپل عمر ډیری وخت د ایران هیواد په خدمت کې تیر کړی دی، په دې توګه ښاغلی وحیدی غواړي چې له یوې خوا د افغان حکومت مهم دولتي بستونه د حکومت له کنترول څخه وباسي او له بل لورې د افغانانو ډیر مهم او محرم معلوماتي اسناد د ایرانیانو په واک کې ورکړي، همداراز تر ټولو مهمه داچې غواړي خپل دوهم متبوع هیواد (ایران) له خپلې ریښتینولي او صداقت څخه ډاډمن کړي .

غوره بیلګه : یاده موضوع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لوړپوړو چارواکو پروړاندې یاده شوې ده.

نتیجه او وړاندیز :

موږ داوار له خپل با غروره او با عزته ملت څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو، څو په جدي توګه استقامت، ملاتړ، ساتنه او استقلالیت خپل اصلي او بسټيزه وظیفه وبلي او په ټول ځواک سره د عبدالرزاق وحیدي په شان کسانو د شومو فعالیوتونو مخه ونیسي، پرته له هغه! لکه څرنګه چې زمو ګران هیواد افغانستان هره ورځ د پردیو د توطیو په اور کې سوځي، د دغه اور لمن به لا پراخه شي او زموږ هیواد له منځه لاړ شي .

 

-
بېرته شاته