(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لاړ شه باجوړ ته

[22.Nov.2022 - 17:40]

د باجوړ د تور کمیس سندرې په اړه د شاعرانو او

لیک: اقبال حسېن افکار

 

يادګيرنه: وړمه ورځ زما په ليک «لاړ شه باجوړ کمیس تور ماله راوړه» ډېرو قدرمنو مشرانو، همځلو، کشرانو، شاعرانو او اديبانو خپل نظر ورکړو، زۀ د هر چا نظر ته احترام لرم، د ټولو يو نړۍ مننه کوم، کور ودانی ورته وايم، ددې ټولو په مرسته ملاتړه د محترم مشر استاد «رحمت شاه سايل» صيب د وضاحت سره ددې خبرې او سندرې سر رامالوم شو، د محترم مشر سایل صيب دغه وضاحت چې د سند درجه لري او د ځنو نورو ملګرو ارا مې د خپل ليک برخه جوړه کړه او په نوې بڼه يې تاسو ته وړاندې کوم، هيله من يم چې يو وار بيا به يې وګورﺉ او خپله رايه به راکړﺉ، زما مقصد د چا زړه ازارول قطعاً نه دي؛ سيوا له دې چې حقيقت راښکاره شي' بيا هم که په غيرشعوري توګه زما نه يو داسې لفظ ادا شوی وي' چې د چا زړه خفه کړی وي' نو بخښنه دې راته کوي دا به زما ارادتاً عمل نه وي.

+++

وړمه ورځ د يو پرایویټ ټي وي چېنل په شېشه يو رپورټ خور شو؛ په دغه رپورټ کې د يو مشر عمر خوړلي شاعر کشرې کورودانې مرکه وه. يقينناً چې د جرنريليش ګېپ د شال او شړۍ د پيوستون په حواله، د هغې د واده په بابله او د هغې ژوند ژواک په اړه مالومات به چېنل کتونکو دپاره د دلچسپۍ وړ وي؛ خو په دغه ويډيو کلپ کې د پښتو د يو فوکلوري سندرې 

لاړ شه باجوړ ته کمیس تور ماله راوړه

تازه تازه ګلونه درې څلور ماله راوړه 

په اړه د زوړ عمر تور ږيري مشر دعوه کړې ده؛ ګوندې دا سندره دده تخليق دی، يقينناً چې وي به هم! ددغې چينل دې ويډيو سره يو احتجاجي نوټ يو ښاغلي پښتون مينه وال ساغر يوسفزي په خپل وال وايرل کړی و، ښاغلې ساغر يوسفزب وایې

«لعنت لعنت اؤ زر وارې لعنت په دغه چېنل اؤ نیوز کاسټر باندې چې بغیر د څه تحقیق نه یې د مراد شینواري لیکلې سندره کومه چی هغوي د نن نه تقریباً اووه څلویښت کاله مخکې په 1972 کې جوړ شوې فلم اخري حمله دپاره لیکلې وه، د سرور خټک غوندې یو ګمنام انسان سره تړلې ده. زۀ افسوس کوم، په دغه چېنل لعنت وایم او په دغه نیوز کاسټر؛ اؤ شرم څه ګډه خو نه ده' چې سړې پسې بین اوکړې، بیا وايې' چې فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه دا هم ما لیکلې ده، شرم پکار دی؛ دغه سندره عبدالغفران بېکس صیب لیکلې ده اؤ د هغوي کتاب کوم چې د سندرو په نوم چاپ دی، موجود دی. زه ډیر ناپوهه یم' د خپلو ادبي ملګرو اؤ مشرانو نه پوښتنه کوم' چې یو شعر یا سندره یا غزل د یو شاعر دپاره د اولاد حیثیت لري اؤ کوم سړی چې د چا اولاد پټوي؛ هغه ته څه نوم ورکولی شي؛ ایا دغه کس ته موږ شاعر ویلی شو اؤ که داسې انسان ته به څه بل څه نوم ورکوو؟

زۀ درخواست کوم، دغه چینل واکدارانو ته اؤ ادبې مشرانو ته چې که زه غلط یم' نو زما اصلاح دې اوکړې اؤ که دغه خبر غلط وي' نو ددغه قسم خبرو مخنیوی دې وشي، د سرور خټک صیب نوم پروموټ کولو دپاره دغه نوم هم کافي دی»

 

زۀ د ښاغلي ساغر يوسفزي سره متفق نه يم' چې زه ددغې جوړونکو او خورونکو لعنت ووايم، پکار دي' چې په داسې موقعو موږ د الفاظو سهي استعمال وکړو، ددغې چينل دغه ځوانان سپېڅلي پښتانه دي، ددوې په دغه رنګ رپورټونو کې هڅه وي' چې خپلو کتونکو ته معلومات ورکړي، په دې ويډيو کې قصور د رپورټر او خورونکي نه ددغې مشر شاعر دے چې د ارزان شهرت دپاره يې دغه دوه کاره وکړل، په دې يو خو زه څه نه وايم دا د هغه ذاتي او کورنۍ خبره ده؛ خو دويمې خبرہ چې ددې سندرې خالق زه يم; د اظهار خيال خپل حق ګڼم.

هم په دې لړ کې زما د فيسبک يو ملګري ښاغلي احمد حليم ددغې شاعر د کتاب نه ددې شاعر ددغې سندرې په حواله له ځانه جوړه کړې يو فرضي کیسه بيان کړې ده، ښاغلی شاعر ددې سندرې په بابله په کتاب کې وايې;

«زۀ د چا سره باجوړ ته په 1958 کې تللې وم، هلته زمونږ کوربه ددې سندرې په بابله ويل چې دلته د تورې تبۍ په نوم يو چينه وه، د چينې سره توره تبۍ پراته وه، دغې چينې ته يو جينۍ چې نوم يې فرحت وه، اوبو وړلو له روانه وه' چې يو هلک مخې له ورغې؛ هغه بازار ته روان وو، دې ورته ويل ماله تور ټوکی ورسره راوړه' چې راشې مور به مې پيسې درکړي، دا خبرې د جينۍ ورور ته په غلط رنګ کې يو شيطان ورسوله، هغه په غيرت کې راغی او خپله خور يې وژله»

 

دې کیسې نه داسې بريښي' چې دا کتاب او دا سندره دې ښاغلي شاعر په أجرت چرته غيرت کے نام پر قتل د مخنيوي لپاره کومې اين جي اوز له ليکلي وه او اوس دعوه کوي' چې دا فوکلوري سندره زما ده۔ په دې لړ کې چې ما په انبکس کې ښاغلي احمد حليم ته کوم جواب ورکړې دی، هغه تاسو سره شريکوم او نوره پريکړه په تاسو پريږدم:

عبث ګپ يې لګولی دی او خپلې سندرې له يې د ځانه يو جواز جوړولو هڅه کړې ده، وړومبې خبره دا ده چې زہ خپله د باجوړ سره تعلق لرم، پيدا شوې او لوی شوی په مردان کې يم، مستقل ټيکانه مې مردان دی۔ کومې علاقو ته چې دې ليک کې اشاره شوې ده، غالباُ دا سلارزو علاقه ده، زموږ کلی په سلازو کې دی' چې نوم يې شارانه دی، د شارانې ملک ارواښاد عبدالستار خان لالا زما تورور زوی دی، تراوسه د هغه زوی د هغه په ځای ملک وو، هم په دغه بريد پروت دی' چې د غر اخوا اسمار دی، د سيند پورې د افغانستان کونړ علاقه ده، د اسمار خلک زيات باجوړ خوا ته راشه درشه کوي.

وړومبې خبره دا ده چې 1958 کې باجوړ داسې نه وو، زه په 1962 کې پيدا شوی يم، ددې وروستو چې زه د خپلو مشرانو سره باجوړ ته تللم' نو ډير په تکليف به خپل کلي ته رسيدو، مواصلاتي وسيلې نه وې، بجلي نه وه، سکولونه او صحت سهولتونه نه وو؛ په دغه موده کې د شپې د کیسو رواج وو، ما د خپلو مشرانو نه د بخت منير کیسه اوريدلې ده ۔

نن بيا هغه ماښام دی

د بخت منير د جرمنۍ اواز راځينه

خو ددغې فرضي کيسۍ يا د فرحت نومې جينۍ کيسه تر اوسه له چا نه ده اوريدلې، يقينناً چې په باجوړو کې به ميرمنو پرده نه کوله، ښه په ازادۍ به يې په خپلو پټو کې کارونه کول او د چينو به يې اوبه راوړې. داسې به هم وو؛ که چرته يو لاروی به په لاره تيريدو او کور کې به نارينه نه وو' نو هم دې ننګيالو پښتنو ميرمنو به چای، اوبه او ډوډۍ ورکول, تاسو به د شير عالم ميمونۍ کیسه اوريدلې، ددې سره دغلته په دغه وخت کې انتهایي غربت وو، په کلونو کلونو به خلکو جامې نه جوړولې او که جوړولې به يې نو د خپل کور مشرانو په خپل لاس به یې راوړې، څنګ چې ما مخکې وويل; دا يو عبث خبره ده' چې يو ته هلک جينۍ ته وويل; چې ماله له ځانه سره تور ټوکی راوړه، هسې د ځانه جوړه شوې کیسه ده.

دا سندره که دې ښاغلي شاعر هر وخت ليکلي وي؛ خو دا سندره د ارواښاد عبدالغفران بېکس صيب ده، د هغه کتاب سندرې چاپ دی، بېکس صيب په 1964 -- 1965 کې وفات دی، دغه وخت هغه د هایي سکول د هیډ ماسټرۍ نه ريټایرډ دی، تاسو ددې نه اندازه کولای شئ' چې عبدالغفران بېکس صيب به څومره لوستې سړی وو، اوس دا اندازه هم ولګوﺉ' چې دا به هغه کله ليکلي وي؛ داسې خو د هغه يو بله سندره هم ډيره مشهوره ده، خلک يې فوکلور ګڼي ۔

دا جينکۍ اوبو له ځينه

د بنګلې د سر هلکه! ګولۍ په وار کړه

زة د ريډيو پاکستان د پخواني پروډيوسر او ډاريکټر ارواښاد نثار محمد خان ته مننه کوم' چې دا سندرې يې د ارواښادې ګلنار بيګم په خوږ اواز ريکارډ کړي دي؛ هسې هم اوليت هغه څه ته ورته وي' چې يا په کتابي بڼه چاپ وي يا په ريډيو، ټيلي ويژن کې ويلې شوې وي، بل د استاذانو، شاعرانو او اديبانو سند ورته حاصل وي۔

محترم م، ر، شفق صيب ته چې دا ورمعلومه شوه' چې يو ښاغلی مشر په دې سندره دعوه کوي' نو هغه هم د افسوس څرګندونه وکړه، هغه وويل; چې په دې بابله خو ما په خپله په ريډیو او ټيليويژن روغې خپرونې کړي دي' چې لاړ شه باجوړ ته سندره د عبدالغفران بېکس صيب ده.

د کال 1990 په لسيزه کې د هغه په کلي ډاګۍ صوابۍ کې طلا محمد شباب د هغه ملګرو د هغه په ياد کې يو دستوره راجوړه کړې وه' چې صدارت طایر بخاري صيب کولو مشر ميلمه ورکې اجمل خټک وو، په دغه دستوره کې د بېکس صيب ددې او نورو سندرو او شاعرۍ  په حواله يادو شاعرانو، اديبانو او محقيقينو ويناوې کړې وې او د هغه شاعري او دا سندرې يې ستايلې وې، په دغه ياده دستوره کې زه پخپله شريک وم۔

ددې ښاغلي شاعر د سندرې نه وړاندې زموږ د باجوړ جعفر خان جعفر هم دا سندره په ډير ښه انداز کې ليکلي ده' چې د باجوړ کلتور، سماجي ژوند او جغرافيه ورکې احاطه شوې ده؛ خو هغه هم دا دعوه نه کوي' چې ددې سندرې وړومبې او اخيري شاعر زه يم، دجعفر خان جعفر دغه سندره ښاغلي بختيار خټک ډيره ښائيسته ويلې ده، په يوټيوب يې ويډيو شته؛ وګورﺉ!

ددې ليک د چاپ نه وروستو د ښاغلي جعفر خان جعفر په دې بابله رايه چې د هغه په فيسبک خپل وال ورکړې ده او ښاغلي اکبر سيال يې ماته لنک راواستوه څه داسې دے ۔سندرهليږم دې پيښور ته کميس تور ماله راوړهشاعر; طالب ولي محمد, کتاب نوم; فتح جنګ, چاپ کال: 1930“۔ 

 

هم په دې لړ کې د ځوان شاعر ليکوال د پښتو ادبي سوسايټۍ اسلام اباد ښاغلی سردار يوسفزی څوک چې د عبدالغفور بېکس د کلې ډاګۍ صوابۍ سره نږدې د ترلاندۍ کلې اوسيدونکې دی، په فيسبک په دې لړ کې داسې ليکي:

«سرور خټک صېب زموږ دپاره قابل احترام دى؛ خو دا ډېره د افسوس خبره ده چې' د عبدالغفران بېکس بابا سندره په خپل نوم کولو ناکامه کوشش کوي، دا سندره د بېکس صېب "سندرې" نومى کتاب کې چاپ ده، د صوابۍ ډاګۍ کلي عبدالغفران بېکس صېب يو ډېراعلى تعليم يافته مشر وو او هېډ ماسټر ريټائرډ شوى وو‍، تاسو دى نه هم اندازه کولى شئ' چى د هغه د وفات نېټه کال 1964 ده او دا سندره په اول ځل رېډيو پاکستان نه ګلنار بېګم وئېلى وه۔

ارواښاد نثار محمد خان څوک چې د رېډيو او پښتو ثقافت په حواله يو مستند نوم دى، هم دا سندره د بېکس صېب بللى وه، ددې سندرى په هکله د صوابۍ د ډاګۍ کلې محترم طلا محمد شباب څوک چى پښتو ادب کې يو لوړ مقام لري، مستند دليلونه د رېډيو پاکستان، پي ټي وي او خېبر ټي وي په پروګرامونو کې پراته دي، دې نه علاوه بېکس صېب نورې ډېرى سندرى ليکلې دي' چې وخت سره یې شهرت موندى وو، الله دې سندره ته خېر کړى؛ دا ترى څوک چپه نه کړي;

دا جينکۍ ګودر ته ځينه

د بنګلې د سر هلکه ګولۍ په وار کړه،،،،

طلامحمد شباب صېب کال 1989 کې ډاګۍ کلي کښې په بېکس صېب سيمنار کړى وو' چې صدارت یې محترم طایر بخاري او مشر مېلمه اجمل خټک وو۔ دې سندرى په هکله دغه پروګرام کې د اجمل بابا وېنا هم محفوظه ده۔ سرور خټک صيب که دا سندره ځان سره اونه تړي' نو هم قابل احترام شخصيت او نامتو شاعر دی، زموږ مقصد د چا زړه ازارول نه دي، په دې تجسس کې يو چې رښتيا څه دي هم ددې رښتياؤ په لټون کې تر دې راغلو زما يقين دی' چې رښتيا نه ورکيږي او نه پټيږي

 

زما چې په ړومبي ځل د قلندر مومند صيب سره ليدل وشول او هغه خبر شو' چې زه باجوړې يم' نو هغه زما نه وپوښتل; فرحت په تبۍ تور د باجوړ ګلونه مطلب څه دی، پوهه يې؟

ما ويل; نه جي!

قلندر صيب وويل; د باجوړ خلک غنم رنګ وي او په دې رنګ کې زړه راښکون ويد فرحت تبېنه مقصد فرحت بخش دی.

قلندر مومند صيب ويل چې د پښتو په فوکلوري سندرو کې د مينې د راز و نياز خبرې ډيرې زياتې باريکو اعشارو، کنايو کې شوي دي لکه

يو پلو مې يار لونګين مې په دا بل پلو

يا وړوکيه دې پلو راواوړه

 

يا دا چې;

زما لالې چنار دی، نارنجه ولې ولې

 

د قلندر مومند صيب دا استدلال وو چې د پښتو دا فوکلوري سندرې هم لکه د پښتو ټپې ميرمنو ویلي دي، د ارواښاد عبدالجبار حامد سره هر لوی وړوکې شاعر چې لوسته يې د پښتو ادب کړي ده؛ هغه ټول دا مني' چې دا سندره د ارواښاد عبدالغفران بېکس ده، د ميډيا دور دی، څوک کتاب نه ګوري هر سړی په منډه دی، د خپل مقصد دپاره اوچ او لانده نه ګوري؛ په داسې وخت کې خلک ړانده شي، د تور او سپين فرق نشي کولې، زما د ميډيا ملګرو او کشرانو ته خواست دی' چې دا د پيشې سره ستاسو قامي خدمت هم دی' نو په دې کې تحقيق ډير ضروري دی' چې احساس مجروح نه شي؛ که له تاسو سره معلومات نه وي' نو پکار دي چې کوم پوهه تن نۀ وپوښتئ، په دې لړ کې ځلمی محقق ښاغلی شوکت خريکوال د چا چې دا څانګه ده' چې پښتو شاعرۍ کې موږ ته سرقې، ترجمې او هغه شعرونه چې وي؛ د يو او بل پسې تړلی شي يا غلط العام وي؛ هغه په دې لړ کې تحقيقي کتابکلام د چا په نوم د چاچې اعراف پرنټرز پيښور چاپ کړې دی، زما په دې ليک په فيسبک خپله رايه کې ليکي;

«اوس يې خوند وکړو، بس لږ انتظار وکړﺉ! افکار صيب چې دا سندره چا، کله او څنګه ليکلې ده، بس دومره به اووايم چې دا نه سرور خټک ليکلې ده او نه بېکس صيب، دا په سن 1902 کې چاپ سندره ده، کومه چې زما د کتاب په دويمه برخه کې شامله ده۔»

 

خدای دې وکړي' چې د ښاغلي شوکت خريکوال دغه کتاب زر تر زره چاپ شي' چې څوک بيا د بل په توره ځان ته لنګۍ نه پسروي۔ ددې سندرې او دغه شان نورې سندرې فوکلوري بڼه لري اکثر شاعران يې په وړومبي سر پسې نوره کیسه وليکي او ټوله فوکلوري سندره ځان پسې وليکي په دې لړ کې محترم مشر غازي سيال صيب يو کتاب هم ليکلې دی' چې نوم يېهغه سندرې چې فوکلور نه دي" دی، يقينناً چې دغه سندرې د محترم مشر استاد غازي سيال صيب ليکلي دي؛ خو چونکې بڼه يې فوکلوري ده' نو خلک يې دې منلو ته تيار نه دي۔ په دې لړ کې د امير حمزه خان شینواري ټپې هم جوړې کړې دي؛ خو هغه دغه ټپې د خپلې شاعرۍ برخه نه دي جوړې کړي۔ د حمزه بابا په دې بابله نظر ښاغلي ګل محمد بيتاب په خپل د خاکو  کتابروښانه څهرېکې محفوظ کړې دی، بابا وايي چې فوکلوري سندرې او ټپې د يو چا نه وي، د ټول قام وي، که چا ليکلې هم وي؛ خو د هغه پاتې نۀشي، د حمزه بابا په حواله چې د هغه جوړه کړې دا لاندينې ټپه ګل محمد بيتاب راوړې ده' چې هغه جوړه کړې ده؛ خو اوس يې هغه د ځان نه د اولس ګڼي ۔

په يارانه کې زړه سندان کړه

پکې پيښېږي د پلکونو ګوذارونه

 

ارواښاد محمد اقبال اقبال يو وارې ماته درې ټپې وويلې، ارواښاد محمد اقبال اقبال ويل چې دا محترم رحمت شاه سایل صيب جوړې کړې دي؛ خو ولې ما چرته د سایل صيب د خولې وانۀ وريدل ګوندې دا ټپې ما جوړې کړې دي؛ دا د هغه انکساري ده' ګني ټپه ليکل د محترم سایل صيب دپاره څه مسله نه ده، ولې چې هغه د پښتو اولسي لوستې او هضم کړې، په ځاې که دا اوويم چې په خپل روح کې يې جزب کړې دی' نو بې ځايه به نه وي ۔

د بره مه شي سپيره کاله

بنګړي په لاس جينکي وږي ټولوينه

ما پرې سټه غنم واخله

په څانګې مه کړه تر غرمې پورې لوؤنه

د کلي سوړ لوګې راخیژي 

د چا په نوې يارۍ اور ولګيدنه

 

د يو دانشور وينا ده چې د هر ښه شاعر په شاعرۍ کې د هغه د قوم د فوکلور رنګ ډير شوخ وي او کوم شاعر چې د خپل روح په په خپل روح کې ضم کړې وي؛ خو خپل ځانګړتوب په ځای ساتلی وي' نو دغه سندره او غزل د خپل قام د اولس ټول حواس متاثره کوي؛ ددغې شعر د اوريدو سره هغه نظر د سترګو په رپ کښې د خپل وطن د غرونو، رغونو، ورشوګانو، ډاګونو، باغونو، سيندونو راتاؤ شي، يو سندريز سرور احساسوي او په دې هر څه کې دغه ښاغلی شاعر د خپل قام اولس کړمې، محرومۍ، بې وسۍ داسې رانغښتي وي' چې په اوريدو يې اوريدونکې په حرکت کې راځي ۔

ستا سپورے زلفې زما وچې شونډې 

ددې وطن د غريبۍ نخښې دي

سایله موږه تل د بيلتانه سندرې وايو

مونږ تل په پال نيولي د مرغانو لوازونه

ستا د لوپټې سيوری مې تاته درستانه کړه نن

زه د مازيګر نمر په طرف د ګودر پريوتم

سپرليه راغلې؛ غانټول دې ګل کړل

خو نه ټپې شته، نه د بنګړو شور 

نه سالووالې په پولو ښکاري

نه په ګودر شته د جينکو شور

 

هر کله چې د حمزه بابا په څير يا د رحمت شاه سایل په څير د قام حقيقي شاعر وي' نو بيا هغه تا ددې ويلو ضرورت نه پېښيږي' چې دا سندره، دا غزل، دا ټپه زما ده؛ بلکې دا هر څه په خپله اقرار کوي' چې زما خالق څوک دی؟ 

محترم مشر استاد رحمت شاه ساٸل صيب مننه چې په دې موقع زما په دې ليک خپله رايه ورکړه، محترم ساٸل صيب ليکي:

«دا رپورټ مې اوليده، دا ټولې خبرې او دعوې غلطې دي، دا چې چا ريکارډ کړې، هغوي تحقيق نه دی کړی،  دا يې د يوې سندره نما چاربيتې نه سرنامه پټه کړې ده او دغه سندره يې ترېنه جوړه کړې ده، دا ما سره نيمه ليکلې موجوده ده او چې د چا نه مې اوريدلے ده، هغه سړی ژوندی دی او شاعر يې ما ليدلی وو؛ خو چې مړ به وي او که ژوندی، د چاربيتې په مشاعره کې؛ کومه چې په پي ټي وي پېښور کې شوې وه، په هغه چاربيتې مشاعره کې پاچا ګل استاد هم وو' چې د چاربيتې لوی شاعر دی»

 

خداې دې وکړي چې محترم سایل صيب ددغې شاعر نوم راياد شي؛ دا هم لوی سند دی' چې د محترم  سایل صيب سره دغه چاربيته نما سندره محفوظ ده، پکار دي چې محترم سایل صيب د خپل يو ليک سره دغه سندره وړومبی په پاڅون يا بله مجله کې چاپ کړي او وروستو يې په سوشل ميډيا خوره کړي دا به د محترم سايل صيب په پښتو ادب يو بله لويه پيرزونه وي ۔ 

 په درناوي:

اقبال حسين افکار

- افکار
بېرته شاته