(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تالېبان

[16.Dec.2021 - 19:10]

طا لبا ن

۸سهار

د پکتیکا د یحیا خېلو قتل عام تر دې حده وحشیانه وو چې که فیسبوک او ویبپاڼو ته اعتبار ورکړو نو ان د طالبانو په شرپسندو او افغان دښمنو ملګرو یې هم د شرم خولې راماتې کړې دی او کوښښ یې پیل کړی دی چې په دې کربلا کې طالبان دخیل ونه ګڼی. داسې به وګڼو چې د یحیا خېلو په قتل عام کې د طالبانو لاس نه و، بیا هم طالبانو ته او ټولو هغو کسانو ته چې د خپلو مقصدونو لپاره ناسمې وسیلې استعمالوی، یو لوى درس پکې پروت و او هغه دا چې که ته یو څوک انتحار ته هڅولى شې نو بل څوک هم دا کار کولى شی. انتحاری حمله نه پېچلې ټکنالوژی غواړی او نه خاصه ایدیولوژی. په سریلانکا کې تامیل پړانګانو ډېر ځله انتحاری حملې وکړې.

تامیل پړانګان چې په دینی لحاظ په هندویزم عقیده لری ، په معاصره زمانه کې د انتحاری حملو مخکښان بلل کېږی. دوی چې څلور، پنځه کاله دمخه یې ګیلم ټول شو، د طالبانو غوندې بې شمېره خونونه وکړل. له احصاییو سره سم د دې ډلې په څو ویشت کلنو جګړو او حملو کې په سریلانکا کې تر اویا زره ډېر کسان ووژل شول .

د خونکارو د دې ډلې مشر پرابهکاران په ۱۹۷۶ کې د تامیل پړانګانو ( لبرېشن ټایګرز اف تامیل) بنسټ کېښود. دغه حرکت په اوله کې چریکی او ګریلایی فعالیتونه کول خو څو کاله وروسته یې، په ۱۹۸۳ کال کې، سریلانکا د یوې بشپړې کورنۍ جګړې په ډګر بدله کړه.

 

تامیل پړانګان په خپلو پوځی هلو ځلو کې د متعارفو وسلو په استعمالولو سربېره د اوسنۍ زمانې د دوو خورا وحشیانه او بې رحمانه تاکتیکونو مخکښان هم شول: دوى له ماشومانو څخه په جګړه کې کار واخیست او بل یې ځانمرګی بریدونه پیل کړل.

د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ کال له راپور سره سم، تامیل پړانګان په لرې پر تو کلیو کې لس کلن یا تر لسو کلونو د کم عمر ماشومان د ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره استعمالوی. دغه راز، د بشری حقونو د څار د نړیوالې موسسې د ۲۰۰۴ کال یو راپور وایی چې په نولس سوه نویمو کلونو کې د تامیل پړانګانو څلوېښت الى شپېته فیصده جګړه مار هغه کسان و چې چې اتلس کلنۍ ته لا نه وو رسیدلی.

تامیل پړانګانو په ۱۹۸۷ کې د تورو پړانګانو ګروپ جوړ کړ. تورو پړانګانو به انتحاری او ځانمرګی بریدونه کول او اکثره غړی یې ځوانې او کم عمره ښځې وې. دوى چې به کله ځانمرګی برید ته تیارې شوې نو دا ویاړ به یې په نصیب کېدۀ چې له پرابهاکاران سره یوازې ډوډۍ وخوری او بیا د مرګ په سفر روانې شی.

د راجیو ګاندی ترور د تورو پړانګانو د دې نوی تاکتیک یعنې د انتحار یو خورا کامیاب مثال و. راجیو ګاندی چې کوم وخت صدراعظم و نو په ۱۹۸۷کال کې یې سریلانکا ته د هندوستان سوله ساتی عسکر استولی و. د ګاندی دغه کار په پړانګانو ښه ونه لګېد، نو کله چې راجیو ګاندی په ۱۹۹۱ کال کې د انتخاباتی مبارزو په لړ کې د هند د تامیل نادو ایالت یوه کوچینی ښارته لاړ، هورې ورباندې یوې مېرمنې ځانمرګى برید وکړ او ویې واژۀ. د پړانګانو دې کار په هندوستان کې خلک د تامیل پړانګانو خلاف کړل او د هند حکومت هم د پرابهاکاران د نیولو او محاکمې ته د راکشولو غوښتونکى شو. هندوستان د تامیل قوم یو لوى اقلیت لری او په همدې وجه د تامیل پړانګانو له هلو ځلو سره په هند کې یوه خواخوږی موجوده وه مګر د تورو پړانګانو قتلونو دغه خواخوږی خورا کمه او بلکې په نفرت بدله کړه.

په ۲۰۰۲ کال کې چې ژورنالستانو له پرابهاکاران څخه د راجیو ګاندی د قتل په اړه بیا بیا پوښتنې وکړې او دى یې را ایسار کړ نو ده وویل: دا یوه غمجنه پېښه وه چې اوس لس کاله ورباندې تېر دی او زه په داسې موقعیت کې نه یم چې تبصره ورباندې وکړم.

طالبان هم ډېر ځله دغسې تبصرو ته مجبورېږی.

په معاصره زمانه کې د انتحاری حملو د موسسې ډلې ( د تامیل پړانګانو ) تجربې راښیی چې د وخت په تېرېدو سره دغسې حملې خونړۍ شوې او دغه ډله یې په سیاسی او اجتماعی لحاظ وار په وار کمزورې، بدنامه او منزوی کړه.

په لاره کې د ماینونو خښول د تامیل پړانګانو یوه بله وسیله وه چې طالبان هم ورنه ورځ په ورځ ډېره استفاده کوی.

د لارې د بمونو اکثره قربانیان د هغو کلیو اوسېدونکی وی چې د طالبانو په کنټرول کې دی. په دغو سیمو کې کابو هره ورځ د ماین یوه چاودنه کېږی چې ښځې، ماشومان او نور لارویان پکې وژل کېږی او ژوبلېږی.

ډېر ځله داسې هم شوی دی چې طالبانو هغه ځاى هېر کړى دى چې چېرته یې ماین ایښى و. افغانستان چې په تېرو څو کلونو کې له پخوانو ماینونو پاک شو، اوس د طالبانو د نفوذ په ساحه کی یو ځل بیا د ماینونو په کور بدل شوى دى. ماینونه هم لکه انتحاری حملې نه لوى ګوری، نه ماشوم، نه ځوان ګوری، نه بوډا. د سړک ماینونه هغه خارجی عسکرو ته ډېر لږ تاوان رسوی چې د ماین د کشفولو، شنډولو او د ماین په مقابل کې د ځان د خوندی ساتلو امکانات لری. د دغو ماینونو تر ټولو ډېر تاوان عادی کلیوالو په تېره بیا ماشومانو ته رسی.

مسلح طالبانو په یوه داسې طرز جګړه پیل کړې ده چې په اوس وخت کې یې تر ټولو ډېر تاوان د افغانستان خلکو ته او په لرې وخت کې یې تر ټولو ډېر تاوان پخپله د دوى تحریک ته رسېږی. داسې ځکه کېږی چې دوى د خپل مقصد په لاره کې د بدې او ښې وسیلې فرق نه کوی. تاریخ راته وایی چې د ټولو هغو ډلو انجام ډېر دردوونکى و چې خپلو مقصدونو ته د رسېدو لپاره یې رحم او نور اخلاقی اصول تر پښو لاندې کول.

 

 

 

 

 

د سریلانکا  ۷۰% نفوسسنهاليقوم دی او پاتی ۳۰% یې تاملان او نور اقلیتونه دي،تامل پړانګان(لبریشن ټایګر او تامل ایلامتنظیم  په ۱۹۷۶ کې کې جوړ شو تاملان په سریلانکا او د هند په تامل ناډو سیمه کې پراته دي. دوی د سريلانکا په شمال لویدیځ کې دتامل ایلامپه نوم د خپلواک دولت جوړولو لپاره مبارزه کوله،په ۱۹۸۳ کې یې د سریلانکا دولت سره تاو تریخوالی په جنګ بدل شو.

د ۱۹۸۳ کال د جولای په ۲۳ نیټه د تاملانو په اکثریتي سیمه کې د سریلانکا په عسکر برید وشو او ۱۳ عسکر و وژل شول، له دي ورسته په پلازمینه کولمبو کې دسنهالي”  قوم پرستانو له طرفه دتاملانوپه کورونو بریدونه وشول او په سلګونه تاملان یې و وژل.

د تاملانو مشرپربهاکرنله دوی څخه د  انتقام اخیستلو اعلان وکړ او د دولتي عسکرو سره یې پهسنهالیانواو دوی په قومي مشرانو بریدونه پیل کړل.

تامل پړانګاند نورو ګوریلا یا چریکي ډلو نه جلا ډله وه، علت یې بحري پوځ، ځمکنی پوځ او تر محدوده اندازه هوایي ځواک درلودل و. ورسره دبلیک ټایګرپه نوم کنډک و چې انتحاري بریدګر یې درلودل چې زیات شمیر یې ځوانان او د  ښځینه وو هم وو. د انتحاري بریدونو لپاره یې له الوتکو هم کار اخیست،د دي کنډک بریدګرو په خپلو بریدونو کې د هندوستان لومړی وزیرراجیو ګاندهي،د سري لنکا ولسمشررانا سنکهي پریماداسااود سريلانکا د دفاع  وزیررنجن وجیر انتیو وژل.د تامل پړانګان او تر واک لاندي سیمې شکل که مکمل دولت نه و نو تر دولت کم هم نه وو.د هندوستان ملاتړ ورسره و،د هندوستان په تامل ناډو ایالت کې یې جنګي تربیت لپاره کیمپونه درلودل.په غله او اختطاف به یې پیسې پیدا کولې او د هغو هیوادونو څخه به یې پیسې اخیستې څوک چې د سریلانکا مخالف وو یا یې په دي جنګ کې خپلې ګټې لیدلې.په دي جنګ کې ۷۰ زره خلک و وژل شول.

د تامل پړانګانو د ماتې علتونه

په ملکي سیمو کې یوې عسکري ډلې ته تر اوږدي مودې لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکول سخت وي، که څه هم مکمل واک د دوی  په لاس کې وي، خو د اداري کارو لپاره  مامورینو ته ضرورت وي،نړیوالو اړیکو لپاره مسلکي ډپلوماتانو او اقتصادي کارپوهانو ته ضرورت لري. ورسره ښه تنظیمي جوړښت، په تنظیم د یوه مشرا کلک واک او امر تابع تنظیم،مکافات او مجازات،بل دا هغه کمزورتیاوې وي چې تامل پړانګانو درلودلې، خو مقابل کې یې د سریلانکا نسبتاً یو کمزوری دولت و چې  دوه دیرش کاله ونه توانیدو چې تامل پړانګان وځپي.

د هند سمندر نه ګرد چاپیر هیوادونه د نړۍ څلویښت سلنه خام تیل تولیدوي، او اویا سلنه تیل د همدې سمندر له لارې تیریدو ورسته د نړۍ مختلفو هیوادو ته رسیږي. په ۲۰۰۱ کال کې د  “ناورېهیواد په منځګړتوب د تامل پړانګانو او د سریلنکا د دولت تر منځ مذاکرات وشول خو ناکام شول.هم دي وخت کې د تامل پړانګانو مشرپربهاکرناو د مهمو قوماندانانو تر منځ اختلافات پیدا شول.د پربهاکرن د دیکتاتوري پالیسیو له وجهې د دي ډلې مهم مشرکرنل کرونا امنله تامل پړانګانو څخه جلا شر او وسله یې په ځمکه کیښوده،د سریلانکا دولت هم ښه راغلاست ورته و ویل.

د تامل پړانګانو مشرپربهاکرنتمرکز یواځې پر پوځې عملیاتو وو،هیڅ سیاسي هلې ځلې یې نه کولې، که څه هم د سریلانکا دولت په کولمبو او تر خپل واک لاندي سیمو څخه تر لس زرو زیات تاملان د بندي کولو نه ورسته ورک کړل خو د پربهاکرن اول هدف دسنهالیانواو دویم د  سریلانکا د دولت په ضد نفرت خپرول او دویم په دوی بریدونه کول وو،نتیجه یې د نړۍ ۳۲ هیوادونو دوی تور لیست ته واچول شوه.که دوی هڅه کړي وه دوی په نړۍ کې خپل غږ پورته کولی شو خو دوی دا کار ونه کړ.

بالاخره چین،امریکا او جاپان د سریلانکا په جغرافیایي موقعیت کې خپلو ګټو په لیدو سره د سریلانکا د دولت سره همکاري پیل کړه. ولسمشر مهندرا راجه پکسيسنهاليملت پالان  بیا د ځان سره یو کړل خپل پوځ یې نور هم مضبوط کړ او په ۲۰۰۸ کال کې د تامل پړانګانو مهم مرکز  “ملاويد دولتي ځواکونو له لخوا ونیول شو او یو کال ورسته په ۲۰۰۹ د مۍ په ۱۷ نیټه د تاملانو مشر پربهاکرن ژوندی ونیول شول او د تیښتې د ناکامې هڅې ورسته و وژل شو او داسې د تامل پړانګانو مقاومتي تحریک ختم شو

 

زياتره دګڼېګوڼې پرځايونود بسونواواورګاډو په تمځايونو هوټلونو اونورو مهموځايوکې بمونه چوي . د تاميليانو ګوندلبر ببشن ټايګرز رازاف  تاميل ايلام  ( L.T.T) په نوم يادېږيتاميليان ترپنځلس زره پورې وسله وال دي چې په دې وسله والوکې دنارينه وو ترڅنګ ښځينه هم شتون لري . تاميليانو پوځ ډېر غښتلى دى کله کله دسريلنکافوځ شاتګ ته هم

دتامیل پړانګان د 25 کلنو راهسي د سریلانکا په شمال او ختیځ کي د یوه خپلواک هیواد لپاره جنګیږي.

ازادۍ راډیو

-
بېرته شاته