د لرو او برو پښتنو په روان ناورين د پوهنيزاوڅيړنيزسيمينار راپور
[25.May.2009 - 21:48] جرمنی: د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند Pashtoons Social Democratic Party (PSDP) له خواد هيواداو په ځانګړی ډول د پښتون قام په اوسنيو روانو دردونکو کړکيچنو حالاتو د 2009 ع کال د مئ Mai دمياشتی په دوه ويشتمه (22) نېټه دجمعی په ورځ دکولن په ښارکی« د لرو او برو پښتنو په روان ناورين » پوهنيز ( علمی)اوڅيړنيزسيمينارجوړشو.. په سیمینار کی دجرمنی سریبره په اروپائی هيوادونو کی میشت ګڼ شمیر پښتنو / افغانانو نامتو پوهانو، اديبانو، شاعرانو، ليکوالانو، سياسی ،ولسی او ټولنیزو سړيتوبونو (شخصيتونو) اودنظرخاوندانوګډون کړی ؤ.د لروبرو پښتنو په روان ناورین پوهنیز (علمی) او څیړنیز سیمینار پریکړه لیک
