Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مور
مــورې دا سـتـا د پــښو لانـدې چې جـنــت نومیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
مـــورې دوعــا نه مې هیـر نـه کـړی ستا بـچـی یـمـه زه
دا سـتـا په غـیــږه کې لـوی شـوی اوس زلمی یمه زه
دا ستا دوعا باندې د ژوند مې ټول عـزت جوړیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
د ژونـــد ډیــوه د غــیر ت ویــنــه بــخــتــوره شــولـه
ســتـا د دوعــا پـه بــرکـت دا هـم معـتـبـره شــولــه
د ښکلا فکــر د رنګــونــو اوس دولـــت ډیــریــږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
شعور د ژوند د ښکلاګانـو چـې ښـکلا پیدا کړی
د ژونـد هـیـنـداره بـې تکلیفه تـوره شپه سـبـا کړی
د ګـونـګـی ژبـې په لـمن کـې اوس غـیـرت زنګیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
د انـتـظـار شپـه چـې سـلـګــو وه هم نیــولـی مـورې
ستا په دوعا بانــدې دا شپـه هم سـبـا شوی مورې
مورې د زړه ټولـو پــردو کـې اوس راحــت ټولیـږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
د مـــیــړنــــو میــنــه چــــې څــڼــې د اوربــــل جــوړوی
د قام بچې چـې د قـامـې وحـدت مورچـل جـوړوی
سـتـا د دوعــا پــه ګـریــوان میـنـه محبــت زیـاتیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
دا ستا د خولې دوعا د ژوند مې تنـابـونه اوږدۍ
تــقــدیــر د سـاه د ښـکلاګـانـو سیـنـګارونـه جــوړۍ
خوب د ژوندون د پلوشو کې مې نعمـت ټـوکـیـږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
خوبونــه ټــول مـې د ژوندون ستا په دوعا سمیږی
د نسیم ستــوري زړه کې میــنـه او وفــا غــوریــږی
د خـوږ نعــمـت د نوښــتـونو خپل قسمت ویښیږی
مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
مــورې دا سـتـا د پــښو لانـدې چې جـنــت نومیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی مـــورې دوعــا نه مې هیـر نـه کـړی ستا بـچـی یـمـه زه دا سـتـا په غـیــږه کې لـوی شـوی اوس زلمی یمه زه دا ستا دوعا باندې د ژوند مې ټول عـزت جوړیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د ژونـــد ډیــوه د غــیر ت ویــنــه بــخــتــوره شــولـه ســتـا د دوعــا پـه بــرکـت دا هـم معـتـبـره شــولــه د ښکلا فکــر د رنګــونــو اوس دولـــت ډیــریــږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی شعور د ژوند د ښکلاګانـو چـې ښـکلا پیدا کړی د ژونـد هـیـنـداره بـې تکلیفه تـوره شپه سـبـا کړی د ګـونـګـی ژبـې په لـمن کـې اوس غـیـرت زنګیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د انـتـظـار شپـه چـې سـلـګــو وه هم نیــولـی مـورې ستا په دوعا بانــدې دا شپـه هم سـبـا شوی مورې مورې د زړه ټولـو پــردو کـې اوس راحــت ټولیـږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی د مـــیــړنــــو میــنــه چــــې څــڼــې د اوربــــل جــوړوی د قام بچې چـې د قـامـې وحـدت مورچـل جـوړوی سـتـا د دوعــا پــه ګـریــوان میـنـه محبــت زیـاتیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی دا ستا د خولې دوعا د ژوند مې تنـابـونه اوږدۍ تــقــدیــر د سـاه د ښـکلاګـانـو سیـنـګارونـه جــوړۍ خوب د ژوندون د پلوشو کې مې نعمـت ټـوکـیـږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی خوبونــه ټــول مـې د ژوندون ستا په دوعا سمیږی د نسیم ستــوري زړه کې میــنـه او وفــا غــوریــږی د خـوږ نعــمـت د نوښــتـونو خپل قسمت ویښیږی مـوسـکا د زړه د خوشحالتیا کې حقـیـقت اوسیـږی
