(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
پښتون قامي وحدت ،دوییمه برخه
د« پښتون قامی وحدت» تر سرلیک لاندی دا پیغام د پښتون قامی و حدت ستر لاښود او د پښتنو قامی مشر ښاغلی محمدافضل خان «خان لالا» دیوی رسالی په بڼه په پښتو، انګریزی او اردو ژبو په ۱۹۹۶ ع کال کی لیکلی او د پښتونخوا پبلیکیشنز پیښور خپور کړی چی د پښتنو د قامی وحدت لاری چاری ئی پکی په ګوته کړی ، مونږ ئی خپلو درنو لوستونکو ته کټ مټ وړاندی کوؤ . په درناوی
د پښتونخوا د خپروني جرګه
لومړئ برخه دلته لوستلی شئ
پښتون قامي وحدت ،دوییمه برخه
په دغه لړ کې سکندر مرزا د ملک د سریراه په حیث کابل ته تلی ؤ ددوه ورځو په دوره ؤ ولس ورځې ئې تیرې کړې . دغلته د کنفیډریشن د نوم او نظام ټول مراحل سرته رسیدلی وو . ولې د
ایو ب خان په وخت کې دغه منصوبه شاته وغورزولی شوه او د دواړو ملکونو تر مینځه بیا تلخی پیدا شوه . ځکه چې دواړه طرفه ته واکدارانو کې نه اد اهلیت ؤ او نه جرات چې د انګریز دتقسیم نه ئې ګام اړولی وی .
د شوروی اتحاد د منتشر کیدو نه پس چې کله دوه پریزې نظام ختم او یو پریزې نظام مینځ ته راغی او امریکا د سپر پاور نه سپریم پاور شوه نو د « نیوورلډ ارډر » په نوم یو نوی تصور وړاندې کړی شو .
د شلمې صدۍ تر اخره پورې انسان دومره ترقی کړې ده چې په خپل کره ارض کې ئې د کلونو فاصلې منټونو ته راوستې دی . سپوږمۍ ته رسیدلی او نورو سیاروته د رسیدو کوششونه کوی . خو ددې هر څه باوجود انسان د ذهنی سکون او قلبی اطمینان نه ورځ په ورځ محرومیږی . وجه ئې دا ده چې د استحصال عمل زیاتیږی . او نه يواځې دا چې د فرد استحصال کیږی، دوړو ، کمزورو ، او بې وسه قامونو اقتصادی ، کولتوری او سیاسی استحصال هم دوام لری . که ټوله دونیا په یو تړون کې راشی او نظام ئې دا وی چې د استحصال مخه نه شی نیولی نو امن به غايب او مایوسی اوبې اطمینانی به خوریږی . استحصالی قوتونه به په دی هم ځان نه پوهوی چې استحصالی عمل نه یواځې د کمزوری سکون تباه کوی او په مصیبت کې ئې اچوی . بلکې د جابر ژوند هم د ذهنی پریشانۍ او قلبی بې اطمینانۍ سره مخامخ کوی .
که صرف دومره فکر وکړی شی چې زمونږ دونیا اوس ډیره مختصر شوې ده چې د ګوټ ګوټ حال د هر چا په وړاندې دی نو پکار او لازمه ده چې ورسره یوعالمی تړون مینځ ته راشی او دا هر څه په پراخه سینه ومنلی شی . چې په دی دونیا کې وړو قامونو ته هم د اوسیدو داسې حق شته لکه څنګه چې طاقتورو قامونو ته شته او دا چې دوړو قامونو د کولتور ، ژبې دودې یو پرامن او خوشحاله دونیا ته نن دومره ضرورت دی څومره چې غاوره قامونو ته دی ، کمزورو قامونو ته هم په خپل مذهب او دستور باندې د عمل کولو داسې ازادی پکار ده، لکله چې نورو قامونو ته ده . که داسې اوشی نو دا دونیا به د امن غیږه شی . دا هر څه، څه نوې خبره نه ده . دا او ددې نه زیات دا قوام متحده په منشور کې لیکلی شویدی . او ټولو قامونو په رسمی طور منلی دی . خو مسسئله په رسمی د ستخطونو نه حل شوې ده او نه حل کیدی شی . د مسسئلې حل په پراخه سینه انسانان یو برابر تسلیمول دی . که داسې اوشې نو بیا به واړه قامونه بې وسه او بې توقیره نه وی پراته او کوم قامونه چې استحصالی قوتونو د خپلو مفاداتو د خاطره تقسیم کړی دی . د هغوی د یو کولو لپاره به هم دغه لوی قوتونه لارې پرانیزی .
نن هم د دونیا په مخ ډیر قامونه تقسیم پراته دي . او د پیړیو راسې هغوی د خپل قامی وحدت لپاره هلې ځلې کوی . چې د دونیا په قامونو کې سر لوړی شی . خو لا تر اوسه دغه واړه قامونه د وخت په شکنجو کې ښکیل پراته دی. په دوی کې پښتون قام هم دی چې درې د بر سل کاله وړاندې د یو غاصب د لاسه تقسیم شوی دی . او لا تر ننه تقسیم پروت دی د پاکستان د ازادۍ بنځوس کاله وشو او دادرې ټوټې پښتانه ( سرحد ، قبائل او بلوچستان ) هم په دی ملک کې دي . خاوره ئې د پاکستان حصه ده ولې درې واړه ټوټې بې نومه دی « صوبه سرحد » د یو نوابادیانی مملکت شمال مغربی سرحد ؤ .دغه مملکت په ۱۴ اګست ۱۹۴۷ ع باندې د پاکستان د جوړیدو سره سم ختم شو او د پښتنو خاوره په ځائې ددې چې په داسې نوم یاده شی چې د اوسیدونکو پته ترې ولګی . لاهغسې په شمالی مغربی سرحدی صوبه یادیږی . اخر د چا شمال مغربی سرحد ؟ د فکر وړ خبره ده .
بل قبايل دی نو روسره بل لفظ نشته چې کوم قبائل دی چۍ شناخت ئې وشی . قبائل په نورو هیوادونو کې هم شته، ولې هغوی هلته خپل نوم لری . خپله پیژندګلو لری ولې دلته د قبائلو نه خپل نوم شته او نه پيژندګلو.
د پښتون قام یو حصه په بلوچستان کې ده چې د صوبې تشکیل ئې په کال ۱۹۷۰ ع کې شوی دی . ظاهره ده چې په بلوچستان کې به بلوچې اوسی ، لکه څنګه چې بنجاب کې پنجابی اوپه سندهـ کې سندهی اوسی . کله چې د بلوچستان پښتون سرحد ته راشی نو ددې ځای پښتانه ورته « بلوچی پښتون » وائی دغه کلمه په هغه دومره بده او تر خه لګی لکه چې څوک ورته بربنډ کنځل وکړی . په دې معامله کې ددې خاورې پښتون ورور ئې هم ګرم نه دی د هغه په ذهن کې دا وی چې په بلوچستان کې بلوچی اوسیږی نو که پښتون دی خو بلوچی پښتون به وی . که دادرې واړه حصې چې د یو بل سره تړلې پرتې دې . یو کولتور، یوه ژبه او نژادی اړيکې لری یو ځای کړی شی او ورله خپل نوم ورکړی شی نو دا خاوره به اباده شی او چې دا خاوره اباده شی نو د پاکستان یوه حصه به اباده شی .
ما وړاندې هم ذکر کړی دی او اوس یو ځل بیا په تکرار او تاکید سره ددې خبرې اعاده کوم چې تر څو پورې پښتون خپل قامی وحدت نه وی حاصل کړی تر هغې د پښتون قام مشکلات او محرومۍ نه شی ختمیدی او د یو قام د غړی په حیث دوی احترام نه شی ګټلی . که په پښتون کې لا دا سیاسی شعور او احساس دې حد ته نه وی رسیدلی چې خپل قامی وحدت تر لاسه کړی نو د دونیا هغه قامونه چې ځان ته مهذب وائی . خصوصی توګه هغه قامونه چې تقسیم درد ورته معلوم دی . په دوی ټولو دا لازمه ده چې د پښتون قام د وحدت به احیاء کې ددوی سره لاس وکړی په دې غرض چې د بر صغیر نه تر وسطی ایشیاء پورې په دې توله سیمه کې د امن دور دوره شی، دښیرازۍ دور راشی او تجارت وده ومومی . زما یقین دی چې که داسې وشې او د قامونو په لوی وحدت کې د پیللی کیدو لار خلاصه شی نو په ټوله سیمه کې به امن او خوشحالی مینځ ته راشی .
فطری وحدتونه چې په هر ځای کې تقسیم شویدی . نو تاریخ د خپل جبر د لارې د وحدت منزلونه ټاکلی دی . د یویشتمې صدۍ اغاز بایدچې دا فرق راولی چې د پښتنو د وحدت مسئله د جبر په ځای د امن ، برداشت ، افهام وتفهیم په قامی روادارۍ او زغم تر سره شې نو په دونیا او خصوصآ دې سیمه کې به د امن او خوشحالۍ یو نوی دور پیل شی .
زه د رب ذوالجلال بې حد شکر ګذار یم چې ما د یو پښتون په حیث زپلی پښتون ( افغان ) قام ته دا مختصر شان پیغام وړاندې کړو . او پوره باورلرم چې ددې منتشر قام هر غړی چې هر ځای وی په هر حال کې وی او د هری پیشې مالک وی به خپل فکر او قلم د امن او مینې په لار د خپل قام د وحدت اوتشخص د حصول طرف ته راوګرځوی او ددونیا ټولو مهدبو قامونو اوانسان دوست تنظیمونو ته دا خواست کوم چې د افغان ( پښتون ) قام سره خپله فعاله سیاسی او اخلاقی مرسته مل کړی . چې په پیړو پس دا زپلی قام د غاصب د تقسیم د ناوړو شکنجو نه ځان خلاص کړی او خپل قامی وحدت تر لاسه کړې .
پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــای
خدای بخښلی فضل محمود مخفی صیب چې یو پیاوړی ، نامتو ، قام پرست شاعر او لیکوال ؤ ، هغه په زړه کې د پښتون دقام د منتشر وجود د بیا راغونډولو ژوندی ارمانونه لرل . د هغوی دا یو نظم د هغوی د قامی وحدت د ارمان ترجمانی کوی .
خاونــده تـــه ودانــه کـــړې زمــونـــږ د یـــووالـــې حــجــره
یو ځــــــای پکــې د ځــــانــه کړې د پښــتـــون ډلـــه خــوره
یـــو زړه او یــــو شــــــــان ئــــې کـــــــړې
دې بــــیـــل او بـــیــل بـــیــلـــتـــون لــره
کشــمیــر نه هـرات هـــورې بـــلـــوچـــســتــان نه تر دورې
دا ټول پښتون دی هر چیری څه رنګـې پـروت ذرې ذرې
د یـــــو وجــــود پـــه شـــان ئـــې کــــړې
یـــــــــه خـــــــــــــــــدایـــــــــــــه دا ذره ذره
لویو تــپو د پـــښتـــنو پـــه غـــره پـــه ســـم پـــرتـــو درنـــو
نمسو دلویـو پـــرګـــنـــو راځـــی چـــې یـــو شـــو لیـــونـــو
یـــه خــــــــــدایــــــــــه ورانــــــــــه کـــــړې
ســـــــپــــیــــره بیـــلــــتــــون لـــره دیـــره
د پښتون اول نـــیــکــه خـــواره نـــمــسی دې یــو کــړه تــه
دا شـــان ټـــيــټ دی دوی پــه څــه خبر له یـــو لـــه بلـــه نــه
یـــه خــــــــــدایــــــــــه ورانــــــــــه کـــــړې
ســـــــپــــیــــره بیـــلــــتــــون لـــره دیـــره
« پښـــتـــو » زمــونـــږ چـــیـــرتـه ئې ولې له مونږ بیرته ئې
زمــونـــږه زړه ځــیــګــر تــه ئې زمــونــږ د قــام وزر تــه ئې
پــه مــــــونـــــــږه لار اســــــانـــــه کــــړې
چــــې مــــــونـــــږه شــــو یو « کل » سره
زمونږد ملک نه دښمنان خـدایـه تـه لـرې کـړې دا زمــان
په مونږه کړې زمـونـږه خـان زمـونـږ د قـام زمـونـږ د ځـان
رڼــــا زمـــــونـــــــــږه لـــه ځـــانـــه کـــړې
د پــــــښــــــتـــــــنـــو تــــــــوره تــــــیـــاره
-
بېرته شاته |