(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوعا

[09.Apr.2025 - 06:26]

 

دوعا

لیک : دیاسینګ انجان

 

ډیر ځله د فیسبوک په پاڼه داسې لیکنو سره مخ کیږم چې پلانکي د بیماری په بستر پروت دی مسمانانو د روغتیا لپاره ورته د دوعا لاسونه لپه کړي چې الله پاک ورته روغتیا ورکړي.

کله د یو چا د مړینې په هکله لیکنه رامخته شي ، چې ډیری همدا کلیمه استعمالوي چې مسلمانانو مرحوم په دوعا کې هېر نکړی.

ځېنې وخت د یوې حادثې په تړاو هم همدا رنګه د دوعا غوښتنه کیږي

نو زه حیران شم چې پنځه وخته لمونځ کې رب العالمین یادوی ، د رب العالمین عبادت کوی او همیشه دا دعوه شوې او کېږي چې رب تعالی د ټولو خالق دی ، بیا نو ولې د دوعاوو غوښتنې یوازې له مسلمانانو کېږي؟

ایا د مسلمانانو خدای بېل دی؟

زه فکر کوم خدای خو یو دی نو که یو غیر مسلمان ستا بیمار ته دوعا وکړي یا ستا د مړه شوي کس فاتحه وکړي یا د یو چا د بریا دوعا وکړي ستا به څه کم شي.

او که بر عکس ته د یو غیر مسلمان بیمار ته دوعا ، مړي ته فاتحه او یا چاته د بریا له ربه غوښتنه وکړې نو څه ضرر به درته پېښ شي. شاید ځواب وي هیڅ مشکل نه پېښېږي، بلکې له یو بل سره انساني همدردي کول د هر چا فرض دی.

وروره 

خدای تنګ نظری ندی چې ووایې د مسلمان لپاره باید مسلمان دوعا وکړي د یهود لپاره یهود ،هېندو لپاره هېندو ، عیسوي لپاره عیسوي یا کرسچن ، د سیکهـ لپاره سیک و غیره وغیره........ لپاه دوعا وکړي قبلیږی او که داسې ونشي نه قبلېږي.

خالق تعالی ته خپل خلقت ټول یو دی هغه ته د رنګ ، نژاد ، ژبې ، عقیدې ، سیمې ، لهجې او  .... فرق نشته 

پروردګار ستا اخلاص ګوري نه ستا رنگ ، عقیده ، وطن او نور....

هغه څوک چې پدې خبره باور نلري ، هغه یا خو په رب العالمین باور نلري او یا هم د رب العالمین په معنی ئې سر ندی خلاص شوي.

دا لیکنه مې ځکه وکړه چې د یوه مړه کس په حق کې د دوعا په پار داسې یوه جمله لیکلې شوې وه ، چې مسلمانو پلانکې مرحوم ته د دوعا لاسونه پورته کړی نو ما چې داجمله ولوسته حک حیران پاتې شوم.

زما چې بلاناغه د مړي يا بیمار په پوسټ مې سترګې ولګیږي حتماً دوعا ورته کوم 

د الله تعالی له دربار څخه خیر او برکت ورته غواړم.

چې رب العالمین د پرې رحم وکړي

خو بذبختانه چې داسې پوسټونه ډېر تر سترګو کېږي چې له مسلمانانو د دوعا غوښتنه پکې شوي وي،

زه نه پوهېږم چې سهواً دا عمل تر سره کوي او که قصداً

خیر په هر صورت

ما په پوست ورته ولیکل چې

مرحوم ته د رب العلمین له دربار نه جنتونه غواړم 

البته تاسو په مسلمانانو غږ کړی وو

خو زه مسلمان نه یم 

زه سیکهـ ( سردار ) یم

هو 

په واحد خدای مې کامل ایمان او باور دی  البته یوازې زما نه د ټولو سیکانو

د همدې لپاره مې مرحوم ته دوعا وکړه

شاید په تاسو بده هم ولګیږي ځکه چې زه مسلمان نه یم 

د یوه انسان په حیث د هر انسان په غم او درد پرته له هر ډول توپیره ځان شریک بولم

البته رب تعالی ، رب العالمین دی ، نه رب المسلمین

دا مې انساني وجیبه ده 

زما دین هم ماته همدا حکم کوي چې مونږ ټول د یوه خدای بندګان یو ، باید د انسانو په منځ کې هیڅ ډول توپیر ونکړو.

عقیده د هر چا خپله ده

نو په همدې لحاظ له رب العامین څخه مرحوم ته جنت الفردس، کورنی ، ملګرو او دوستانو ته ئې د زړه صبر غواړم 

                    امین

                       یا رب العالمین

ایا پدې کې ما کومه تیروتنه کړې؟ که مې کړي وي تاسو راته ووایاست.

زه نه پوهیږم چې په چیغو چیغو وایو خدای یو دی نو بیا ولې توپیرونه رامنځنته کوو

 ما مخکې عرض وکړو چې عقیدې به بیلې وي او د هر چا خپله عقیده به وي لیکن ، خدای خو یو دی او هغه رب العالمین دی نه رب المسلمین

نړی کې په سلګونو ادیان شتون لری هر څوک پخپله عقیده خپل ژوند په مخ وړي خو یوازې مسلمانان(په ډېرې بخښنې استثنا پکې شته )البته په اکثریت ډول له بلې هرې عقیدې کرکه لري چې دا ولې؟

زه یو ځل بیا دا پوښتنه تکراروم چي

ایا خدای یو دی او که نه؟

په رب العالمین باور لری او که نه ؟

د هر څه خالق الله پاک دی او که نه؟

ایا خدای مسلمان دی؟

خدای پاک چې دا ټوله نړی خلق کړې دا د رب تعالی تیروتنه ده؟

له اسلام نه مخکې خدای وو او که نه.

له اسلام نه مخکې دا دونیا وه او که نه.

خدای ډیر عاقل دی او که بنده.

د خدای خلقت ته ګوتڅنډنه به صحیح وي او غلطه.

دا چې نورور عقیدو ته سپک ګورو ایا دا به د رب له حکمت سره ټکر نه وي؟

او داسې نورې ډیرې پوښتنې شته دي.

که پدې عقیده یاستو چې د هر چا خپل خدای دی نو بیا ستاسو حق دی چې د بلې عقیدې توهین وکړی ،که داسې نه وی ،یو رب شتون لري ، نو د بل چا سپکاوی په هیڅ دین کې به جواز ونلري.

زما په عقیده دا به په اسلام کې هم مجاز نه وي ، ځکه چې بل ته سپکه له بل نه کرکه ضرور عکس العمل لري.

 لیکن ځینو قسم کړی چې مونږ له کرکې هیڅکله لاس وانخلو 

لږ سوچ په کار دی.

 دا کړنې یوازې نالوستي نکوي په لویه کچه او اکثراً دا رنګه غیر عادلانه کړنې او نارواوې د قلم خاوندان تر سره کوي

ځینې شاعران ، لیکوالان ، پخپله جوړ روڼ اندي ، له دین نه ناخبره دیني عالمان او خصوصاً هغه خلک چې پورتنیو کټه ګوریو کې راځي یوازې دومره پوهیږي چې زه مسلمان یم او بس هغه نو له هر چا زیاته کرکه خپروي.

ما د ځینو شاعرانو اشعار لیدلي ، د ځینو لیکوالو لیکنې مې لوستي ، د ډیرو اشخاصو خبرې مې اوریدلي چې په لویه کچه دا نیمګړتیا لري.

 اوس د تخنیک زمانه ده او دا هر څه په اینټرنیټ کې شتون لري ، لطفاً مطالعه وکړی ، ځان پوی کړی 

تر کله به د بګوان ( ا صل کې بهګوان یعني الله تعالي) نوم په تحقیر یادوو ، په اشعارو او لیکنو کې به په سپکه او کرکجنه لهجه ،په اګاهانه یا غیر اګاهانه ډول دا کړنه تر سره کوو.

ایا کله مو دې ټکي ته پام کړی چې زمونږه کړنه څومره صحیح او څومره غلطه ده

همدا رنګه مندر ته سپکاوی، هندوانو ته سپکاوی او نور ډیر څه چې له انساني کرامته لرې وي تر سره کېږي.

ځینې دوستان به دا وائي چي ته خو هیندو نه ئې نو ستا ئې څه؟

هو زه هیندو نه یم زه سیکهـ ( سردار ) یم 

خو فطرتاً د هیچا سپکاوی نشم زغملی 

ځکه چې زما دین ، زما عقیده ، زما وجدان ماته دا حکم کوي چې د چا عقیدې ته به سپک نګورې ځکه چې ټول د یوه خالق بندګان یو

د بل عقیدي ته سپک نظر کول اصلاً خپلې عقیدې ته سپکاوی دی ځکه چې خدای یو دی 

واحد دی 

لا شریک دی 

بشیک نومونه به ئې په هره ژبه کې بیل وي خو الله تعالی یو دی څو ندي.

خو بیا هم ډیري خلک د خپلې کرکجنې مفکورې له مجبوریته بل ته سپکه کوي.

یعنې په ټوله کې ځان دروند او بل سپک بلل دا ئې ځانته دنده غوره کړې چې شاید دا به سم کار نه وي.

پوښتنه دا ده چې شپه او ورځ به چیغي د رب د وحدانیت او د هر څه خالق او پالونکی رب وهي لیکن په عمل کې به بیا هغسې نه وي. ولې داسې کیږي؟.

ایا دې ټکو ته تاسو پام کړی او که نه؟

که چیرته په رب العالمین باور لری نو بیا ولې هماغه رب ، د هماغه رب خلقت ، د هماغه خالق قدرتونه چیلنج کوی ، او په یوه الله شک کوی چې زما خدای بېل او ستا خدای به بېل وي .

نه 

داسې نده

رب یو دی 

دویم او دریم نشته 

هغه بیشکه د الله ، رام ، واهېګورو ، God ، بهګوان او یا هم په کوم بل نوم  یادولی شي.

دا خبره مهمه نده او نه کوم فرق پکې راځي 

اوس خلک خصوصاً افغانان د نړی په ډېرو هیوادونو کې ژوند کوي شاید دا ورته معلومه شوي وي چې په هره ژبه ، په هره خاوره ، په هرهیواد ، هره سیمه کې خدای د هماغه وطنو په ژبه یادیږي.

ټول په عربي نه غږیږي

د هرې سیمې ژبه بیله ده.

نو راځی چې لږ سوچ وکړو.

بل ته له ګوت څنډلو وړاندې خپل ګریوان ته سرټیټ کړو او له ځانه دا تپوس وکړو چې ایا زما دا کړنه سمه ده که ناسمه؟

هغه عالم هغه نقاد چې بل ته ګوته نیسي اول د ځان پدې خبره پوی کړي چې زما دا کړنه څومره صحیح او څومره غلطه ده.

بیا هم تکراروم چې بهګوان ، God ، رب ، الله ، واهېگورو ، خدای او .... دا  ټول د یوه پروردګار نومونه دي 

رب چې په هر نوم یاد کړې فرق نکوي.

له کرکې او له سپکې باید ځان وساتو 

که چاته مو سلام وکړو هغه به هم راته سلام وکړي او که خدای مکړه بد رد مو ورته ووویل نو هغه هم مجبوراً که په خوله ئې نه وائي په زړه به راته ضرور هماغه څه وائې چې ورته ویل شوي  وي ، ځکه چې شیشه یا آینه اصلي شکل انسان ته ور ښکاره کوي.

نو هیله ده چې دې ټکې ته جدې پاملرنه وکړو او له تېروتنو ځان وساتو.

Daya Singh Anjaan

09.04.2025

-
بېرته شاته