څلورم اپریل
[09.Apr.2025 - 06:49]کبير ستوري ته
چې پــښــتانه ســـره يو مـوټي شي لر،بر ځــلــېږه
کابل ته مـينه ور کـــــوه بـيـا پـــر خــيـــبر ځــلــېږه
دپـښــتنو دعــظــمـت نــښــه ده په يـاد يې ســاته
لکه په واورو ،چې پوښلی وي سپين غـرځلېږه
مجروح، خادم، الفت ،رښتين له ياده مه وباسه
پـاس پر رشــاد،کـــوز پــــرغــني داشـنغر ځلېږه
پرحــبـيبـي مـــې سلام وايه، بـېنوا هـیر نه کړې
حـــمـزه ته اســـتـوم درودونه پــرې دبــر ځـلــېـږه
هــرې بـانډې هـرې څـپرې ته خپل سر ښکاره کړه
دلــــوړو غـــرو پــرڅــوکــو ځـه پـر هـر کمر ځلېږه
قـــام به دې هلــه شي سـيـنګاردثــقافت پرپېژند
دفــــن په غــېــږ کـــې پـه ادب پـه هـــــنـر ځـلـېــږه
ســتـوريه! ځلېږه په ځلا کې دې ژوندون وينمه
دپښـــتـني ادب پر هـسـک لکـــه دلـــمـر ځلـېږه
شاعر : سیدالله تڼی
روسیه/ سانتپېټرسبرګ ښار
********
د ستورو خلا
اړوي لـــمــر مـــخ لـــــــه جـــهـــانــــــه زمـــونـــږ
ســـتــوري چــې لــویـــږی لـه اســـمــانـــه زمــونـــږ
پــــیــــدا بـــــه نـــشـــــي ورکـــــــه لاره د ژونـــد
چــــې ســــتـــوري نــــه وی پـــه اسانه زمــــونــــږ
څــــنـــګــــه بــــه وځـــی دغـــــــه ماته بــــــيــــړۍ
د هــــاودســــــــو لـه طــوفانه زمـــونــــږ
د تـــــوری شـــــــپــــی تــــــــوری بــــلا جـوړ کړي
دوذخ لــــــه ګران افــــغــــانـــســــتــــانــــه زمـونږ
پــــښـتنې مـــیـــنـــدی هـــره خـــوا بـــوریـــږي
جـوړ بـه شــي څـــه د پــښـــتـــونــخــوا نـه زمونږ
هــــم لــه هــوا یــــــو هــــم لــــه زمــکـــی نــــښــه
ورانـــیـــــږي کـــور لـــه هــــرې خـوانـــه زمونږ
زړونــو کـــې ځـــای د هــیلو پــــاتــــی نــــه دی
چـــې هـــیــــلــه نــــــه کـــیـــــږی د چـــانـــه زمونږ
هر چــا ســـوړ کړی دی پـــه مـــونـــږ ه خـپل زړه
مخ چــــې دا شـــیــن دی د هـــر خـوا نه زمــــونــــږ
هیـــڅــوک پـــه جــــوړه زمـونږ نه پـــوهـــیـــږي
داســـی پـــه خـپلو کـــې ده ورانــــه زمــــــونــــږ
نن چــــې دا حـــال وی د نـــړی پــــه شــتون کــــې
ویـــــره مـــــې وشــــــــــي د ســـبا نــــه زمونږ
جــوړ ئــې د غــلـو چـــې حـــکــومـــت کـــړو راتـــه
نـــه ؤ دا خـــواســت د امـــریـــکـــه نــه زمــــونــــږ
زمـــونــــــږ د خـــلـــکــــــو قـــاتـلین پـه کـــې دی
هــیـــلــه بــــه څـــــه وي د شـــــــورا نــه زمونږ
څــــــه کــــړم ډیـــــر بــــــــې وسي غـــونـــــدی ده
ورانـــیـــږی کـــــور د پـــاکــــستانه زمــــونــــږ
د مــــــــهــــاجــرو فـــــــریـــاد اوری کـــــــه نـــــه
چـــې ویــــســــتــــل کــېږي د ایـــرانـــه زمـــونــــږ
ســـــرتــیر چـــې ژړامـــه پــــه مرګ د ســـتــورو
اوږدیـــــږی شــپې د دی خــــــلا نــــه زمـــــونــــږ
شاعر ؛ عبدالوهاب سرتیر - جرمني
-------------
څلوريزه :
د پــښــتون په بــې وســئ وو ژړيدلـــــــې
تل په درد د پښتــــــــــنو وو درديدلــــــې
ستورې هغه د پښــــــــــتو ادب ښاغلـــې
چې ثاني ئې بل ځائي مونږ نشو موندلې
(شاعر: فیروز خان اپریدی/ عربي امارات)
---------------
د کاروان ستوری
ســــتــوری د خــــدای د اســــــمــان سـتــــوری ؤ
ســـــتـــوری د ادب د جــــــــــهـــان ســــتــوری ؤ
ســــتـوری يــــــوښــکلا وه د پـــښـــتـــــو ژبــــی
ســــتــوری د پـــــښـتو د کـاروان ســـــتــوری ؤ
ســــتــوری ؤ د روښــانه ســـــبـاوون زیـــــری
څـه ښـــکلـــی د وخــــت تــرجمان ســــتـوری ؤ
ســـــــتــــوری ؤ ر ڼـــــــا رڼـــــــا هـر لوري ته
ســــــــتـــوری د لــــــربـــــر د افــغان ستوری و
ســـــتــوری ؤ يـــــو فـــکـــر د قـــــامي وحدت
ســــتـــوری پـه تـــــیــارو کـې روښـان ستوری و
ســــتـــوری د غــیرت او د نــــنـــګ نــــښـه وه
ســـــتـــوری پـه جـــــهــان مـهربان ســــتــوری ؤ
خــدمـــت دانــــســـانــــیـــــت تــــــه ملا تړلی ؤ
بـــس پــه حــقــیــــقــــت کــې انــــسـان ستوری ؤ
شاعر: غلام محمود شهاب/ پېښور
------------------
ځلنده ستورى
مـــئــيـــن مـــئــيـــن دى په پــښـــتو دى مئين
پــــه لــــــرو بــــــــــرو پــښـــــتــنو دى مـئين
دا خــــړ ريـــګــونــه يــــې رانـــجــه د سـترګو
پـــه دې دشــــــتـــونـــو او مــــېــرو دى مئين
تــــتـــه بـه نـه کــــــړي پــه زنــدان کــــې رڼا
د ســــــبا ســــتـــوري پـــه تــيـــارو دى مئين
بېلات هـغوى کړي چې څـوک ســر بچ کـوي
کـــــبــيــــر په دام دار او رســــــــو دى مئين
اجـــــــمل خـــټـک نه يــې الــــهام اخــيـسـتى
د ســـــــتــر بــابــا پــه فــــلــــســفــو دى مـئين
د ډيـــــورنډ کــــــرښــــه يـې ازغـى د ســـترګو
پــه کلک تـــــــړون د افــــــغــانــــــو دى مئين
د پـت غــــــــېـــرت په ورنــي مــــــور تـــړلـى
لـــکــــه پــتــنـګ په ســــرو لـــمـــبـو دى مئين
ســــتا په ســــيــنــه يـــې دي خـــړپـوسې کړي
کــــونــــړه ســـــتا په لــــــوړو غــــرو دى مئين
والله چـــــې غـــــېـــږه د مــــــورکۍ دې ګڼي
ســـــتا پـه خـــــاوريــــنو کــورکـــو دى مئين
د زړه زخــــمـــونه يـــــې ټــکــــور شــــي پکې
ســـــــــتــا په لـــــلــو لــــلــــو لــلـــو دى مـئـين
په مــــــــزار ســـــره ګــلـــــونه کــــر کړئ ورته
په ســـور بـــېــرغ ســــرو لــــوپــټو دى مئين
ځــلـــــنــده ســــتورى د اســــــــمــــان درانـــى
د بــــــاچـــا خـــــــان په نــــظـــريـو دى مئين
شبير خان درانى / پېښور
---------
پــــــښـــتــون کـــــبــــــیــر
د تاریخ په اوږدو کې چې د پښتنو په کور تل عمری چې د زور او اور د هڅو او ورکو، راوواهه او راکاږه، تالا کړه او ترغه کړه، لوړ شه، خنجر شه، ټوپک شه او لانچر شه، دې ورک کړه، زمکه ئې ورکه کړه، کلتور ئې له مینځه یوسه او فرهنګی شتمنی ئې د اورونو د لمبو خوراکه کړه. او بیا لا هم د غیرتی او پتمن قام په دې خپله خاوره سره د خپلې ژبې او کلتور څه ژوندی غوندې پاتې دی نو دا خو که معجزه نه وی نو کرشمه خو خامخاده.
ځکه چې د دارا نه واخله تر ننه پورې په دې غیرتی هیواد د هرې خوا داور زور اووینو دریابونه راوبهیدلی شول څوک وائی ما ومنه او خپله خاوره راته پریږده څوک وائی د خپل تاریخ اوکلتور خبرې پریږده او زما دا خپل کړه څوک وائی زما سیاست قبول کړه زما فسلفه خپله کړه، زما مسلک راټینګ کړه او د خپلې ژبې څخه لاس په سر شه او زما ژبه خپله ژبه وګرځوه. خو ددې انسان دښمنه خلقو یکی یوه دسیسه پلمه، پروپیګنډه او هڅه کامیابه نه شوه ولې؟ ځکه چې ددې ننګیالۍ خاورې ننګیالی اولس هر سخته زغمی، د غلیم په مخکې هر یو وخت ډال کیږی سر ورکوی خو سنګر نه ورکوی ډیره په ګرانه ئې ګټی خو ډیره په ویړیا توګه ئې د خپلې ژبې په ساتنه پالنه او روزنه لګوی دغه وجه ده که وطن ئې هر وخت میوند میوند هم شی خو بیا هم دی بریالی پاتې کیږی او ولې نه چې زلمی ئې خو دی زلمی ، په وخت ئې باتور نظره پیغلو هم په سنګرونو بنګړی مات کړی او مورچلونه ئې راټینګ کړی دی دغه خو وجه ده چې :
د بـــابـر او د بـــــــادر خــــــــبــــرې لاړې
د افـــغــان قــیـــصه باقـی ده کـوهــسـتــان کـې
په دې وطن پاله زامنو کې یو پتمن زوی پښتون نامه د کـبـیـر ستوری په نوم پیژنی څوک چې لکه دایلم د غره اووه مخونه لری چې هر یو ئې د ځلا، ښکلا، نور، او حیا ډک او د ستاینی وړ دی ډاکتر کبیر ستوری په رښتیا چې ډیر اړخونه لری او په هر اړخ کې ښه کامیاب او بریالی دی ډاکتر دی ساه پوهه دی، دانشور دی، ادیب دی، شاعر دی، او یو سیاسی مشر هم دی نثر هم لیکی او نظم هم او دواړه ډیر ښه لیکی. د نورو ډیرو کارونو څخه پرته ئې د پښتو ادب په ګلستان کې لس اته داسې ګلونه لګولی دی چې که یو خوا ددغه ګلونو رنګونه جدا جدا دی نو داسی ئې خوشبویائې هم جدا جدا او ډیرې معطرې دی څه هم که موضوع ګانې ئې یوازې نوې بلکې ډیرې ګرانې هم دی خو لکه چې د لوئې افغانستان د لوئی کونړ، دا شهزاده د خپلې ژبې ، لهجې، اوپا کې او اسائی پښتو په راقابو کولو بریالی دی. نو دغه وجه ده چې دغه ګرانې موضوګانې ئې دومره اسانی کړی دی چې لوستونکی ترې خوند او فائده او چتولی شی.
دلته زه د لوئی کبیر په هغه لوئی فن اوارت بیرت میدان نه شم غږیدلی ، زه چې د ډاکتر صاحب د کوم شی نه ډیر زیات متاثره یم په هغې یو څو کرښې وړاندې کوم د ټولو نه جوت او غښتلی مقام چې ډاکتر کبیر ته په برخه شوی ؤ هغه پخپله خاوره خپله ژبه، خپل قام، خپل تاریخ او خپل کلتور یوه لیونۍ مینه وه. او هم دغې شیانو زه د ډاکتر صاحب مریدۍ ته چمتو کړی وم، ځکه چې دا د هغوی لوئی ارمان ؤ چې یوازې دا ساهو قام دې هسکه غړۍ نه وی ورسره دې د خپلې شتمنۍ ، د خپل سیاست، د خپل کلتور د خپلې ژبې او خپلې خاورې او خپل اختیار څښتن دې وی او دده نامه دی د نړۍ په قامونو کې ځلانده وی دغه وجه ده چې ډاکتر صاحب فقط د ارزوګانو او خواهشونو سړی نه ؤ د عمل د میدان شهسوار ؤ او په هر توګه ئې ددې قام خدمت، په ژبه، په قلم، په ګوندونو او غونډو جوړولو، په سیمینارونو، په مشاعرو، جلسو میلو، اتڼونو او پروګرامونو کړیدی. څه هم که د کور کلی او هیواد څخه په زرګونو میلونو لرې ؤ. خو دا وطن، پت اوپښتو ته ډیرنزدې ؤ او هیڅ کله ئې د وطن غمیزې او له دې بیاسرودانۍ څخه زړه اړولی نه دی کله چې به هم په بر هیواد اویا کوز هیواد کې د پښتنو د قامی وحدت څخه غونډه وه او که د ژبې او کلتور څه کانفرنس، سمینار او غونډه وه نو مونږ به لا د سوات نه پیښور ته نه وو رررسیدلی چې ډاکتر به سره د خپلو ګلالو او پتمنو زامنو ا غیرتی ملګرو د پښتنو په پیرس پیښور کې موجود ؤ او دا پکې لا بله ، چې میلمه به دې ؤ او په ډیره پښتنی مینه او د موسکا نه په ډکه خله به ئې غاړه تر زما چا پیره او پخیر به ئې راته ووئیل د ډاکتر صاحب لکه چې په عام ژوند کې خوږه خله ئې د مسکا ډکه ، مینه ئې له امو پراخه او دمازغو کاسه ئې لکه د اباسین ارته بیرته وه چې پخپله لویه سینه کې ئې ډیر سیندونه، خوړونه، چینې او ابشارونه رایو ځائې کړی وو زړه ئې د هر پښتون ، ددمې کور ؤ او هر ه خبره ئې د پوهې او شعور ډکه وه. بې شکه د لوئی زړه څښتن ؤ د زمری هومره زړه او تاتری هومره حوصله ئې درلودله او بغیر د څه ویرې تر هې، لالچ او دسیسې خپله خبره په ډاګه کوله که هغه به په سټیج وه او که قلم په ژبه دغه وجه وه چې لويی کبیر د هر پښتون او بیا خاص کر دلیکوالو په زړه کې ځان ته د مینې،محبت او احترام یوه لویه پلازمینه جوړه کړې وه او د هر چا به دا خیال ؤ چې کبیر هم فقط د ده دی. د کبیر سیاسی هلوځلو د پت پښتو ډک مزل د هغه نه د قطب ستوری جوړ کړی ؤ چې ماغوندې ډیرو ډیرو پرې خپل منزل ته د مزل لاری ټاکلی. ما ورته په پیښور کې د زامنو په مخ کې د ډیورنډ په دې ورستی پروګرام کې جولۍ وغوړوله چې ډاکتر صیب که زما سره سوات ته زما جونګړې ته لاړ شې په دې نه یم چې ستا میلمستیا به وکړم په دې یم چې سباله به تاریخ دا خبره یادوی چې دا جونګړه که هر څو خواره و زاره ده خو بیا هم د فخرا اواقتخار وړ ده ځکه دې ته د پښتو لوئی پښتون، لوئی فلسفی ، لوئی دانشور کبیر ستوری دراتلو شرف بخښلی ؤ یو شیبه ساکوته غوندې شو وئیل شاهین صاحب نوره خبره به وروستو وکړم خو زما دا غټ ارمان دی چې د شاهین صیب په شان مې د خبرو کولو چل زده کړی وی دا د هغوی لوئی پیرزوینه وه ګنې زه د هغوی په ډیرو شاګرانو کې یو کمزوری غوندې شاګرد وم خو هغه د چا خبره که خاورې هم اخله نو د لوئی ډیران څخه ئې اخلی او کله چې بیا ما د هغوی د کوچ سپیره خبر واوریدو نو بې هوشه شوم دغه وخت د کور کلی ډیر لرې په ګلګټ کې وم چې هغې درنې جنازې ته ئې رارسیدل هم یوه ناشونې خبره وه او دغه شان زما دا سپیره خونه، سپیره پاتې شوله. بره کرښو کې لکه چې زکر شوی دی چې دهغوی د لیک او کار ډیر اړخونه دی خو زه ئې د قام پرستۍ د جذبې نه ډیر متاثره یم حالانکې ډاکتر صیب دې لړ کې متعصب نه دی انسان دوست دی ، د هر بشر وده او ښه غواړی.
زه د جــهـان یــوه ټــوټــه یم بـیـلــیـدلی تـرې نـه شم داسې بـه کـړم چـې هم ځـما هـم د جـهان خوښـیـږی
:پښتون چې د ډاکتر صیب د وینا او هلوځلو مرکز دی وائی
پــښـــتـو، پــــت، ښــیـــګـــړه، تـــــوره او وفــــا ده
چې ور زیـات کـړی نـنـګ پـښتون تر ینه جوړیږی
چې د پښتون څوک غور کوی او غم ئې خوری د کور به ورله د مخکې نه ارومرو غم کوی کبیر وائی.
د ســبـا ســــــتـوری شـــــه رڼــــا جــــــوړه کــــړه
چــې ئــې پــښــتــون نــو پـــښـتـونــخـوا جوړه کړه
او ددې لپاره د یو سوچه قامی وحدت ضرورت او اړتیا ده بغیر له دې څه نه کیږی ځکه خو کبیر صیب وائی.
پـښـتون قـامی وحـدت په لـوری ســتـوري سره ځمه
دا لاره کــه اوږده ده خـــو مــــزل ئـــې لـــنـــډوي
د قام ، قامی وحدت د پاره یوه نره ، کلکه ، مامور او شتمنه ژبه ډیره ضروری ده. خوپښتنون اولس خپله ژبې څخه لویه بې غوره کړې ده هسی چغې سوری وهی عملی ګامونه نه اخلی.
ســتـوریـه پـخـپـله مـونـږه پړه یو پردی ګرم مه ګڼه
پـــښـتــو پـخـپـله مـونـږ ځـپـلـې مـلامـت خــپـله یــو
پښتون تل خپله ژبه د خپل منصب او خپلې چوکۍ د سره ځار کړیده چې د بخت او تخت وغورځیږی او ریټایرډ شی نو بیا ئې قام، ژبه ، وطن ، کلتور رایاد شی خودی بیا پنچر سانیکل وی د هیڅ کولونه وی ځکه خو کـبـیـر وائې
چــې د بــل لــه ویـــرې خــپـلـــه ژبــه پـــریـــږدی
کــه افــسـراو یــا سلـطــان شـــي خــوښ مــې نـدی
د ملا چې په پښتنې نړۍ کې کوم رول دی او پښتو ورله څومره اوچت مقام او حیثیت ورکړی دی دا په کلهمه نړۍ کې بل چر ته نشته نو دا خو اوس په ملا صیب ده. چې د ښو جواب په ښو ورکوی او که په بدو ځکه خو چا وئیلی دی چې:
هــر شـی چــې لـنـګـیــږی راوړی د ځـــان په ځــیـر
لـــنــګـه چــې نـیکـی شـی یــا بــدی راوړی یـا هـیـر
ډاکـتر کــبـیر د پښتون ملا نه هم په هر ډګر د پت، پښتو، امانت او دیانت غوښتنه کوی ځکه چې دی د پښتون د کور ملا دی کبیر ډاکتر د ملا په دغه رول ژور نظر لری ځکه خو وائی.
چـې زر محل ته سجـده نکړي صرف کعبی ته ئې کړی
داسـې زاهــد داسـې امـــام داسـی مـلا غــــواړم
ددی بره ذکر شوو کارونو سره چې د پښتون کلتور او بیا ټنګ ټکور نه وی نو د پښتو دکلتور کړۍ شلیدلی ښکاری ځکه خو کــبـیـر دغه اړخ ته هم ښه نظر لری وائی: .
مـنـګی ربـاب سـره چې مـل شی نو حجره توده وي
په خـاص کـونـړ کې دا د ســتـوری د مسـرو ژبه ده
په زړه ئې د وطن د بیارغونې ، ښکلا او ځلا څومره ارمانونه دی لکه څومر ښه وائی:
پــاکـــه ربــــه ښــــاد ابــــاد دا پـــــښــتـانــه کـــړې
د نـــړۍ پـــه اولــسـونــــو کــــــې درانـــه کـــــړې
د بـخـــت ســـتـوری ئې روښـان کړې په اسمان کې
خــپـل وطــن کـې ئــې واکــمـن او کـوربـانـه کـړې
ددې دریم بت لیکه دا شعرونه چې سړی په غورولولی نو یو خو ډیر اسان او د ساده ګۍ د ښکلی ژبې ډک د او د پښتون د سوکالۍ و خوشحالۍ څومره خوشبو ترې راځی. خپلو او پردو لوئی او نجیب وطن په شریکه وران کړی دی دارانه واخله تر پيرنګی پورې هم په دې زمکه څو څو واره اورونه بل شوی دی او ټولی خونی ړنګی شوی دی خو چې په افغان کې په حیث د یوافغان ژوندی احساس موجود ؤ او ټول قام که هغه افغان ؤ پښتون، ترکمنان، ازبک، پشه ای او نورستانی ، هزاره ؤ یو افغان ؤ نو دوی پخپل ایمان، توره او پت دغه ټول یرغلګر مړه او ورک کړل خو دا وار لانجه ددغه ټولو څخه زیاته ورانه ښکاری ځکه چې دا وار افغانان/ پښتانه ځان پخپله غرقوی او د یو افغانیت ، د پړې څخه سر اوباسی دا وږی باز د بل په لاسونو کیښنی او خپل وطن ورانوی خو دا خبره د یاد لرلو ده چې که افغان/ پښتون پاتې نه شوی نو غرق به شی اوورک به شی او لکه د مولو ټیپرو به په چنیګه کې دننه خرڅ شی، دا چې د تاریخ په اوږدو کې د دومره ډیرو زور ګیرو نه خپله خاوره خپله ژبه،خپل تاریخ او کلتور په امان کړی او د ورکیدو څخه دې بچ کړی هغه فقط یو افغان وی ستا دله خاورې د مصر بازار ګی نه ؤ جوړ شوی چې ورور به پکې دورور سودا کوی.
ډاکتر کبیر دا هر څه وینی ، ډیر ښه ترې خبر دی، نو دا باتور نظره دانشور او د افغان د ښې ورځې او شتمنۍ نه نا امیده نه دی ځکه خو وائی
سـتـوریـه ! ستا د هـیلو او امـیـد غــوټـۍ غـوړېږی جـوړ بــه د قــامي وحـدت سـازونـه سـرودونـه شـی
محمد پرویس شاهین / منګلور - سوات
-----------------
ډاکتر کبیرستوری رایاد شو
لیک : تارېخپوه علي خان محسود
ما ته ښه یاد دي چې د سردار محمد داؤد خان دحکومت په وخت کې د ډاکتر نجیب پلار اختر محمد کاکا په پيښور کې افغان وکیل تجار (کمرشل اتاشي) اود داؤد خان اعتباري سړی ؤ.
اختر محمد کاکا ډیر پوهه، هوښیاراودسوړ سوچ لرونکی انسان ؤ،مګر افغان کونسل جنرل شاه محمد دوست ،چې بیا وروسته د ببرک په وخت کې د بهرنیو(خارجه) چارو وزیر شوډیر چالاک او موقع شناس سړی ؤ
مونږ په 1974 عیسوي کال کې د خوشال خان بابا ورځ نمانځله نو له دوۍ نه موغوښتنه وکړه چې افغان حکومت دې د خوشال بابا د پوهنیز (علمي) سمینار لپاره پوهان (عالمان) او د موسیقۍ لپاره میرمن قمرګله او استاد ناشناس راولیږي. افغان حکومت سمدستي عمل کړی ؤ، د پوهانو او عالمانو یو لویه ډله (وفد) ئي پيښور ته راولیږله چې مشري ئې باختري صیب کوله او په هنر مندانو کې میرمن قمرګله،استاد زاخیل او سپین بادام ؤ، چې ددوۍ مشري زما په خیال دخدای بخښلي سیلاب ساپي په غاړه وه.
په دغه وخت کې د پښتنو ضد (مهاجرواو پنجابي) پروفیسرانو د انټلیجنس ادارو ته وویل چې پې ایس ایف (پښتون سټوډنټس فیډریشن) پاکستان ورانوي او پيښور په کولتوري توګه د لاهور پر ځای د کابل سره تړي، چې دغه د پښتونستان دجوړیدو لپاره اول قدم دی.
په دې شپو ورځو کې په لاهور کې اسلامي کنفرانس روان ؤ، د افغانستان د ډلې (وفد) مشري ښاغلي عبدالرحمن پژواک کوله چې په کنفرانس کې ئي د پښتونستان ربړه یاده کړي وه، نو بهټو ډیر زیات په قار(قهر) ؤچې د مصر ریس جمهور انور سادات ئي منځ کې شوی ؤ.
دغه کانفرانس ته ښاغلی قدافي هم راغلی ؤ نو د پښتنو ضد پروفیسرانو (مهاجرو او پنجابیانو) د بهټو حکومت ته دغه مشوره ورکړه چې د افغاني کولتوري برید (حملې) د مخنیوي بهترینه طریقه داده چې کرنیل قدافي پیښور پوهنتون (یونیوړسیټۍ) ته راوستی شي.
مونږ په لومړی سرکې د قدافي د راتګ مخالفت وکړو، خو وروسته په دې راضي شولو چې قدافي به د افغانستان او سردار محمد داؤد خان په ضد هیڅ خبره نه کوي.
کله چې قدافي پیښور پوهنتون ته راغی نو په عربي کې ئي څه مات ګوډ تقریر وکړو، دومره بې نظمي وه چې هیڅ حد ئې نه وو. قدافي لاړو مګر د قمرګلې اثرات پاخه پاتې شول.
د خوشال بابا د پوهنیز (علمي) سمینار او کولتوري ماښامي نه پس مونږ د پاکستان حکومت له خوا د پوهنتون (یونیورسټۍ) په حدودو کی یوقسم نظر بند او د څارنې لاندې شولو.
په دې منځ کې اجمل خټک صیب یو لیک د زبیدي بي بي په نوم راکړو (زبیده بي بي د میرمن نسیم ولي خان مشره خور وه) او ویل ئی چې دغه لیک ډیر مهم دی دغه کار تاته سپارم .
زه د لنډې مودې لپاره د چڅوبي(تیراه) په لاره خیبر ته کوز شوم او په پټه افغانستان ته لاړم .«پدې لاره خوشال بابا هم تللی ؤ».
د 1974 عیسوي کال د جون په میاشت کې مې د افغانستان د جمهور ریس سردار محمد داؤد خان سره لیده کاته (ملاقات) وکړو او بیرته واپس راغلم ،څو ورځي پټ وم بیا په 17 جولاي 1974 کال کې د پاکستان د حکومت له خوا ونیول شوم په هغه وخت کې زه د پیښور پوهنتون (یونیورسټۍ) لاکالج ، د خیبر ستوډنټس یونین مشر (صدر) وم،زما دنیول کیدو (ګرفتارۍ) غټه وجه دغه وه چې ما د پيښور په چوک یادګار کې په یوه غونډه کې د ډیورنډ لاین مخالفت کړی ؤ. افراسیاب خټک هم د پاکستان د حکومت نه پټ (انډر ګراونډ) شوی ؤ، مګر د سي ائی ډي والو زمونږ ځایونه مالوم کړل او مونږ دواړه ئي ونیولواو د پیښور مرکزي جیل ته ئی ور دننه کړو. ورچانی یاني د باندي پښتون سټودنټس فیډریشن پي ایس ایف مظاهري کولې.
په کال 1975 د جولائي په میاشت کې خلاص شوم او په پټه بیا افغانستان ته لاړم. له افغانستان نه په 16 اپریل 1976 عیسوي کال کې لومړی تاشکند ته بیا ماسکو ته لاړم او له ماسکو نه په اورګاډي کې مغربي برلین ته راغلم. زما د سفر لارښوونه ډاکتر شاه جهان چې نن سبا د پيښور پوهنتون (پشاور یونیورسټي) د ژورنالیزم ډیپارټمنټ مشر دی کوله.
په کال 1976 د مئ د میاشتي په لومړۍ نیټه مې رحیم ځدران، ارواښاد قدوس تندر،رحمت ربي زیرکیار، نظام، انور ظفري او ارواښاد کبیر جان لعل په فرانکفورت کې ولیدل «کبیر جان وروسته د لعل نه ستوری شو، لعل محمد خان یوسفزی ئي د والد صیب نوم ؤ».
په هغه وخت کې په لودیځ المان کې یوازي افغاني پوهیدوني(محصلین) ؤ او نور څوک نه ؤ.
دا افغاني پوهیدونکي (محصلین) په څلورو ډلو ویشل شوي ؤ، د نورمحمد تره کي صیب ډله، د پرچمیانو ډله، دافغان ملت ډله او د ماویستانو ډله چې ماویستان تقریبأ په سلو کې 95 پارسي ژبي ؤ.
د تره کي صیب په ډله یانې خلق کې تقریبأ ټول پښتانه ؤ
د پرچمیانو په ډله کې په سلو کې د 15 نه تر 20 پوري پښتانه او تقریبآ په سلو کې 30 هغه نسلي پښتانه و چې کولتوري او ژبني پارسیوانان شوي ؤ. په پرچم کې زیاتره د غوړو کورنیو هلکان او جنکۍ وي.
د افغان ملت ګوند لږ هلکان ؤ خو په خپلو کې سره وران ؤ، د پښتو متل دی چې وائي «د کونډې دوه غوایان و،یو غوجل ته ننوتو نه او هغه بل وتو نه»
او ډاکتر کبیر خان ستوری سوچه او نیغ پښتون ؤ.
کله چې د کوزي پښتونخوا پښتانه ډیریدل (سیواکیدل) نو په همغه اندازه د کبیر جان تله درنیدله.
په سیاسي لحاظ د کوزي خوا پښتانه د برې خوا پښتنو څخه مخکې ؤ، ځکه د برې خوا پښتنو محصلینو تیوري ګاني لوستې وې د اکتوبر انقلاب، لینن، طبقه او فیوډال نه به اخوا دیخوا کیدل نه او د کوزي خوا پښتنو عملي (پرکټیکل) او ټاکټیکي سیاست کړي او په سیاسي بحث کې پر دوئ برلاسې ؤ
د هغه وخت مطابق ځمونږ د غورځنګ دورچانې سیاست (باندیني یا خارجه سیاست) د شوروي اتحاد (سویټ یونین) د سیاست سره سمون خوړو نو مونږ به امریکه، مغرب او چین غندل ځکه چې برتانیه او امریکا ضد پښتون او د ډیورنډ کرښې په حق کې ؤ نو ځکه مونږ انټي امریکا وو،مګر په سیاسي لحاظ مونږ په ډیرګوندیزه پارلماني ډیموکراسۍ او په اقتصادي ډګر کې په ګډ اقتصاد باور درلود نو دغه منطق د برې خوا چپیانو لپاره ګران ؤ چې سر ئي پرې خلاص شي.
زمونږ ټول بحث او مباحثي به د ورولۍ په فضا او د سړیتوب په چوکاټ کې وي. دوۍ به ویل شوروي اتحاد ملي ګټو ته نه، بلکه نظریاتي ګټو ته اهمیت ورکوي. مونږ به ورته ویل چې دغسې نه ده د روسیانو په خوله طبقه ده مګر په عمل کې خپلې ګټې لري، خو چې روسته روسیانو کومې لوبې وکړې دوۍ بیا هله پوهه شول.
بلخوا پرچمیانو دغه درک کړې وه چې د ښه کمونسټ نه زیات د روسیانو ایجنټ کیدل ډیر معتبر دي نو همدغه وجه وه چې روستو خلقیانو وهل وخوړل.
په 1976 عیسوي کال کې مونږ د المان د فرانکفورت په ښار کې د پښتنو او بلوڅو د ازادۍ ملي غورځنګ جوړ کړ، چې د لري او بري پښتونخوا د هر سوچ پښتانه پکې ؤ.
کله چې په کال 1978 د اپریل په میاشت کې د خلق ډیموکراټیک ګوند په قدرت راغی نو خلقیانواو پرچمي په خپلو کې جنګ پیل کړ او لدې وروسته خلقیان د امین او تره کي په ډلو وویشل شول او بالاخره ئي د تره کي له منځه ویوړ او ورپسې روسیان راغلل.
د روسیانو د یرغل وروسته په 1981 عیسوي کال د فرورۍ په 27 مه نیټه مود ډاکتر کبیر خان ستوري تر مشرۍ لاندې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (پشتون سوشل ډیموکراټیک پارټي) جوړ کړ، چې لر او بر پښتانه پکې راټول او د ګوند غړي شول. مونږ ټولو په ګډه کبیر خان ستوری د ګوند مشر وټاکلو.
کبیر ستوری سوچه نظریاتي او سیاسي پښتون وو. په سیاسي نظریه دده د ټینګ دریدلو دوه وجې کیدای شي ، چې یو خو دا د کونړ ؤ او برید (سرحد) ته نزدې ؤ نو د پښتون قوم تقسیم ته ډیر متوجه ؤ په نسبت د هغه پښتنو نه چې برید نه لرې میشته ؤ او بله وجه دغه کیدای شي چې کبیر ستوری د ستر خان غازي میرزمان خان د لور له طرفه لمسی ؤ، غازي میرزمان خان د افغانستان د ازادۍ په وخت کې ستر رول لوبولی ؤ او د غازي امان الله خان خاص او اعتباري ملګری او د افغانستان د ازادۍ د څلورمې جبهې قوماندان ؤ، کله چې د نادر خان کورنۍ ته واک ورکړل شو نو د ستر خان میرزمان خان کورنۍ او خپلوان ئی فراریان (شړونکې) کړل.
محمد شیرین ګردیوال چې نن سبا زمونږ د ګوند لومړی مرستیال دی، هم اړخ بدل نه کړو او تر نن ورځې پوري خپل سیاسي نظرئی او د پښتنو یووالي ته وفادار او صادق پاتې شو نو دغه وجه کیدی شي چې دی هم برید (سرحد) ته نزدې د ننګرهار ولایت د ګردي غوث دی نو دی هم د پښتون قوم تقسیم ته ډیر متوجه ؤ.
کبیر ستوری د زړه نه پاک، خوۍ خصلت نه ډیر درون ؤ، هوښیارتوب به ئي هله در مالوم شو چې دده کړه وړه به دې له نږدې نه وڅارل. دهوکه، چل ول او درواغو نه پاک ؤ. هیچا سره ئی بد نه کول، ډیر زیات زغم پکې ؤ. په لومړی نظر به ساده باده مالومیده، مګر دی د لڼد لید خاوند نه ؤ، بلکه د لرې لید خاوند ؤ. د بیلګې په توګه دده په مشوره اونظریه مو د ګوند خپرونې ته د پښتونخوا نوم خوښ کړ او د پښتونخوا په نوم مو مجله پیل کړه، د کبیر ستوري له وفات نه رورسته د پښتونخوا سوبه (ولایت) په رښتیا ونومولی شوه چې دغه دده د لرې لید دلیل دی.
کله چې روسیانو په افغانستان یرغل وکړ نو د المان د بن په ښار کې لومړنۍ مظاهره مونږ وکړه او د روسیانو د وتلو غوښتنه مو وکړه، د جرمني د ایف ډې پې ) (فري ډیموکریټیک پارټۍ) مشهور او وتلی سیاست مدار ښاغلی مولې مان چې هغه وخت کې هغه ځوان ؤ هم زمونږ په مظاهره (درب) کې ګډ ؤ.
مونږ په دې باور ؤچې روسیان به پوځي نه بلکه اقتصادي ماتې ضرور خوري.
پښتني/ افغاني جنګ هله ګرمیږي چې جنګ خلاص شي دا ځکه چې دوۍ خوش باوره او صادقان خلک دي، چې څوک ورته په خوله څه ووائي په هغې باور کوي او رشتیا ورته مالومویږي، او چې خبر شي چې په ویلو او کولو (عمل ) کې فرق دی نو بیا ئي نه پریږدي.
کله چې په کال 1838 کې پیرنګیانو زمونږ په هیواد یرغل وکړ نو ویل ئي چې مونږ نور غرض نه لرو اونور جنګ نه کوو صرف اوصرف د احمدشاه بابا د کورنۍ غصب شوی حق د محمدزو نه اخلو. خو څه وخت چې پښتانه/افغانان خبر شول چې انګریزان (پیرنګیان) نوري منصوبي لري نو په 1842 عیسوي کال کې د پیرنګیانو څه حال شو.
کله چې شورویانو په افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل ئي راوست نو روسیانو به هم دغه خبره کوله چې زمونږ نور غرض نه شته صرف د حفیظ الله امین د ظلم نه افغانان خلاصوو او خپل پوځونه بیرته وباسو.
په حقیقت کې ببرک کارمل یرغمل ؤ او هغه د چا خبره د روسیانو له اجازې پرته تشناب (ټټۍ) وی سی ته تللی نه شو.
زه نن د کبیر ستوري په یاد په دې لیکنه کې په ډاګه وایم چې مونږ پدې پوره یقین او باور لرو چې د افغانستان ربړه صرف او صرف افغانان حل کولی شي.
پښتون ملت په افغانستان کې ستر ډیره کی دی، تر څو پوري چي د پښتنو حقوق غصب او خوړل کیږي تر هغې پورې په افغانستان او سیمه کې امن او ټیکاو (سټیبیلیټي) نه شي راتللی.
روسیانو کوښښ وکړ چې اقلیت په اکثریت سپور(سور) کړي بریالي نه شول. امریکایان هم په دغه لار روان وو ، دوۍ به هم ناکام وي، ځکه چې پښتون ولس د افغانستان بنسټ ایښودونکی ملت دی. د پښتون ملت په مټ د افغانستان عمارت ولاړ دی او چې هر څوک دغه مټه لرې کول غواړي نو ټول تعمیر ړنګیږي.
مونږ پښتنو ته پکار دی چې ځان او جهان وپیژنو، ّ ځانونه منظم کړو، زده کړې (تعلیم)، کسب او سوداکرۍ (تجارت) ته مخه کړو، خپله ژبه کولتور، دود او دستور وژغورو، تر څو دداخلي دښمنانو نه خلاص شو.
په روستو پاتې هیوادونوکې ضروري نه ده چې غیر منظم اکثریت دی حکومت وکړي، اکثره اقلیت مګر منظم اقلیتونه حکومت کوي، دوۍ د خپل تعلیم پوهي او سوداګرۍ (تجارت) په زریعه او چل ول پوځي او سیول بیروکریسۍ باندې خیټه اچوي او دغه راز خپله ژبه او کولتور په غیر منظم اکثریت باندې سوروي، لکه په افغانستان کې غیر منظم اکثریت پښتانه د ورکوټي مګر منظم اقلیت تاجکانو نه په اور کې ولاړ دي.
ژبه دده، ښه نوکري دده، او د خپلې پارسي ژبې د تعلیم په وسیله ئي پښتانه ذهني وینځلي دی.
همدغه حال په پاکستان کې ؤ چې په سلو کې 8 هندوستاني اردو ژبې مهاجرو په ټول پاکستان اردو ژبه منلي ده.
همدا حال په مالیزیا(ملایشیا) او سري لانکا کې هم ؤ مګر هلته اکثریت را ویښ شواو اقلیتونه ئی ددې ناجائزې شوکې نه وشړل.
نن سبا ژبه سیاست دی، نوکري ده اقتصاد دی، نو ځکه په افغانستان کې ضد پښتون پارسیوانان د پښتو ژبې دښمنان دي، دوۍ ته مالومه ده چې که پارسي دفتري ژبه او معتبره وي دوۍ هم معتبر دي او که پښتو ژبه دفتري او معتبره شوه نو پښتون چې اکثریت دی معتبر کیږي.
په حقیقت کې ضد پښتون قوتونه غواړي چې پښتانه بې علمه پاتې شي. پښتون به شپون وی چې غوا لنګه شي کوچ، پیروي او شیدې دوۍ خوری، پښتنو ته تروې هم نه ورکوي.
ضد پښتون پارسیوانان پښتانه په دې ډاروي چې افغانستان به مات شي دغه کار د حقیقت نه ډیر لرې دی ځکه چې افغانستان د چا نه خاوره نه ده قبضه کړی چې بیرته به واخلي، بلکه د افغانستان نه خاوره قبضه شوې ده.
د افغانستان ماتیدل او ټوټه کیدل هیڅ امکان نه لري، او که چیري فرض کړو چې افغانستان مات شو نو په حقیقت کې به دوۍ په تاوان کې وي.
که پښتانه یو ځای شي نو یو د پېښور بودیجه (بجټ) د نني ټول افغانستا نه زیات دی، مونږ حاصل خیزه ځمکې لرو اوبه لرو، معدنیات لرو، کټواز کې تیل لرو، کوهاټ کې تیل او ګیس لرو، دبلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې ډیر معدنیات لرو او دغه راز په بیلا بیلو برخو کې دځمکې لاندې ډيرې خزانې لرو.
د ازبک، هزاره او تاجک به په خپلو کې داسې جنګونه پیل کړي او بی چې دغه غیر منظم اکثریت پښتون منظم نه شي او د دوۍ مزې چرچې ورانې نه شي.
حق په سوال نه اخستل کیږي، لراوبر پښتانه باید ویښ اومنظم شي خپل حق په زور واخلي تر څو د ضد پښتون پارسیوانانو او پنجابیانو نه د تل لپاره ځانونه خلاص کړو او که داسې ونه شي نو پښتون به تل د مذهب په نوم غولیږي، دغه نور به مزې او چړچې کوي.
د پښتو متل دی چې « چې څوک نن سپک شي، سبا بیا ورک شي». مونږ لر او بر پښتانه ددې پروسیس سره مخامخ یو
د پښتون ملت ځوان نسل چې د 20 کلنۍ نه تر 40 کلنۍ په منځ کې دي باید بیدار شي د ژبني، اقتصادي، کولتوري او سیاسي واک لپاره منظمه او کوټلې مبارزه پیل کړي او دسیاسي مذهب او روحاني مذهب تر منځ فرق وکړي، زمونږ کمزوري هم دغه ده چې په سیاسي اسلام او روحاني اسلام کې فرق نه شو کولی.
زمونږ ګوند (د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند) ئي د پښتون ملت نوې نسل ته په ګوته کوي چې زمونږ نوې نسل د خپل کور یانې د لوې افغانستان واکمن شي.
انګریزان وائی چې «نو یا نیور» خوشال خان بابا وائی چې « بله هیڅ لیدلی نه شي په دې منځ کې، یا مغل د منځه ورک یا پښتون خوار»
د پښتنو لپاره بله لاره پاتې نه ده «لا به یو کیږو ګنې ورکیږو».
د ډاکتر کبیر ستوري د اروا په درنښت
تارېخپوه ایډوکېټ علي خان محسود (مسېد)
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند مشر
-اوپرتال ،جرمني -