Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د معرفت جوهر
[28.Jul.2022 - 15:54]سید عبیدالله نادر
کال ۲۰۱۷کلفرنیا
د معرفت جو هر
په ځپل احساس څـوک پوهولی ، نشم
چــاته دردمـــن زړګی ،ښـــودلی نشم
په زړه لـــــرمه ،ناويـــيلی قــیصـــی
غـوټي د زړه چــاته ، ســـپړلی نشــم
یم لاروی ، د بــیدردۍ ، د کـــاروان
دا خپل احســاس ، چـا کې لیدلی نشم
دی انســاني احســاس په زړه راسـره
خـپـل انســاني احسـاس وژلـی نشــم
هـــومــره حـالاتــــو،کــــړولی یمــــه
چي په آرام زړګـــي ، ژړلــی نشـــم
چي وي جـــوهر د مــعرفت ورســره
یو صـاحـــبدل دلتــه،میــــــندلی نشـم
چي پري ماتیږي د دردمـــنو ،زړونه
داســي یو حرف چــاته، وييلی نشـــم
د زړه ســـکون ، رانه حـــالاتو وړی
ځـکه په ډکـه خــوله خنــــدلی نشــــم
چي چیرته و نشـي احســـان له لاسـه
اغـــزي د چــا مـخ ته کرلی ، نـــشم
....................
(د یو ایرانی سندرې د شعر متن په پشټو ژباړه چې تعلیمی ، انتباهی ، اخلاقی او تربیوی اړخونه او بڼې لري)
سید عبید الله نادر
ای د مینې سپوږمۍ لږ وغوړیږه!
شاهان ټول ولاړل او قصرونه ، پر ځای پاتي شول
شا او ګدا مړه شول ، خو دنیا پرځای پاتي شوه
ای د عشق سپوږمۍ ، لږ وغوړیږه
او ته ای دمینې بارانه ووریږه
ای د محبت لمره، وسوزه دا بنیاد د ننګ او کینې
ای خلکو راشئ دا د نفرت او کینې غبار پریمنخئ
دا دومره حرص او تمه د څه د پاره؟
آخر دا دنیا د چا سرای دی؟
شاهان ټول ولاړل، او قصرونه ، پر ځای پاتي شول
شا او ګدا مړه شول،خو دنیا پرځای پاتي شوه
ای د عشق سپوږمۍ ، لږ وغوړیږه
او ته ای د مینې بارنه ، ووریږه
چا د دي دنیا نه یوه ذره مال د ځانه سره وړی؟
چا دا ژمنه کړی ، چې سبا سهار به وویني؟
کله چې انسان په یوه ورځ فنا کیږي
مړ کیږي، او روح یې له بدنه جلا کیږي
نو دا جنتګ او جګړه د څه د پاره ده ؟
هغه چې په دې دنیا کې پاتی شوی ، هغوي څوک دي؟
شاهان ټول ولاړل ،او قصرونه پرځای پاتي شول
شاه او ګدا مړه شول ، اودنیا پرځای پاتي شوه
انسان ولی چې واک ته رسیږي ، ځان ورکوَي؟
او دارنګه ظلمونه کوی،ډیر ژر به دا لنډ عمر ختم شي
اود خاورو، مړۍ به شو،نیست و هلاک او نابود به شو
شاهان ټول ولاړل،او قصرونه پر ځای پاتي شول
شااو ګدا مړه شول،خو دنیا پرځای پاتي شوه
ای د عشق سپوږمۍ لږ وغوړیږه
او ته ای د مینی بارانه لږ ووریږه
څیښتن تعالی ،مونږ د انسانیت ، په لور بللي یو
د خدای د حقیقت نور مونږه غوښتي یو
په مینه او محبت، نه په قهر او په کینې
مونږ د خاورو یو ، او بیا به خاورو ته ځو
نه مطلق پاتي کیدونکي یو، او نه د آسمانونو چت یو
شاهان ټوله ولاړل، او قصرونه پرځای پاتي شول
شاه او ګدا مړه شول،خو دنیا پرځای پاټی شوه
ای د مینې سپوږمۍ لږ وغوړیږه
او ته ای د مینې بارانه لږ ووریږه