د مولانا خانزیب پر مړینه
[14.Jul.2025 - 18:13]د ارواښاد مولانا خانزیب پر شهادت د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د غمشریکۍ څرکندونه!
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتون قام د دښمنانو له خوا پر ملتپاله ( قامپرست) سیاستوال، د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او د امن سالار مولانا خانزیب باندې د ترهګرو ناروا، غلچکی مرګونی برید په کلکه غندي.
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د شهید مولانا خانزیب مړینه د پښتون ملت، د امن د غږ او د نړئ په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانو لپاره غټه تشه بولي او د عوامي نیشنل ګوند مشر ښاغلي ایمل ولي خان، مشرانو، غړو او د شهید مولانا خانزیب د کورنۍ سره په دې دروند غم کې ځان شریک ګڼي اوشهید مولانا خانزیب ته د لوې خدای « ج » له درباره د جنت فردوس غوښتنه کوي
د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند (Pashtoon Social Democratic Party-PSDP) یو ځل بیا په پښتنو غږ کوي، چې د تاریخ په دې حساس وخت کې را بیدار او یوموټی شئ، د قام او وطن د دښمنانو موخې شنډې کړئ او د خپلو قامي اوسیاسي مشرانو پوره پوره ساتنه او ملاتړ وکړئ
په درناوي
علي خان محسود
د پښتنوټولنیزولسولیز مشر
Germany : 10.July.2025
——————
E-Mail:[email protected] [email protected]
—————
Web.:pakhtunkhwa.com
Mob./WhatsApp:00491621356202