(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مبارکي

[15.Mar.2018 - 15:04]

مبارک دې شه پښتونه !

چې له ځانه دې خبرشوې

 

اوس پخپلودردو پوه شوې

له درمانه دې خبرشوې

 

چې گنډلى که شکيدلى؟

له گريوانه دې خبرشوې

 

خپل رقيب درته معلوم شو

له جانانه دې خبرشوې

 

تا تاوان گټه بلله

له تاوانه دې خبرشوې

 

درته خپل زورمعلوم نه وو

له خپل توانه دې خبرشوې

 

له قيام دې داسې پوه شوم

له آرمانه دې خبرشوې

الهام قيام

-
بېرته شاته