(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پاچا اشرف غني

[15.Mar.2018 - 15:02]

پاچا اشرف غني ته دی دا چانس په لاس ورغلی

چې دا ولې دی غلی؟

يو څه کله کشک خو دې دې خپل ټبر ته وکړي

پښتون سره که ښه کړي

د لر او بر پښتون د حق نعره دې حمايت کړي

پیدا دې برکت کړي

پښتون په ځان پوه شوی دی چې زور يې د ليوه دی

 د ټول پنجاب نه ښه دی

زمونږه دا د وچې تحليلګر دې لږ ساړه خوري

د بوسو بوساړه خوري

دوی وايي چې نعره د پښتون نه، د پاکستان ده

او موږ ته په تاوان ده

هلکه! تر پرونه دې پښتون پټهان بللو

او تا ګل خان بللو

چې نن پکې جذبه د ازادۍ ده پيدا شوې

او ښه برالا شوې

خو وکړه حمايت او دا لاریون يې بدرګه کړه

شروع قامي جرګه کړه

چې نه لر ورپرېدې او نه د بر په لار روان يې

د وچې ډوزمارخان يې

مرګرو دا مې واورئ دا لاريون به رنګ راوړينه

راتاو شه لونګينه

 
-
بېرته شاته