(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګورکڼ

[15.Mar.2018 - 14:54]

(پښتانه پۀ وړومبي وار رابېدار شوي دي۔ پۀ هر پښتون لازم ده چې ملاتړ يې اوکړي، کنه د پښتون د هرې سيمې انجام به هم هغه وي کوم چې د سوات وۀ۔  پۀ سوات باندې د طالبانو د يلغار پۀ ورځو کښې ليکلے شوے نظم۔ پۀ دې هيله يې شريکووم چې کۀ اوس هم پښتون بېدار نۀ شو، نو د پښتون د هرې سيمې شاعر به هم دغه شان مرثيې ليکي) .

داسې ګورکن لټووم 

چې راله خخ کړي دا بې ګوره بې دفنه مړي 

غوښې ئې سخا ،جوسې ئې سوي لوي 

سرونه مات، ټوټې ټوټي هډوکي 

په ډير بد حاله شکل 

چې ترې بوئيونه خيژي 

دا بد نصيبه سواتيان 

څوک چې د خپل  بې اتفاقۍ د لاسه 

پۀ پټۀ خلۀ مړه شوي

دا بې کفنه بې دفنه خلک 

خخ کړي پۀ تور لحد کښې 

داسې ګورکن لټوم 

داسې څوک شته دے دلته؟ 

.

ما به ژړلي نۀ وے 

غاړې به نۀ وېلې ما 

په دا مړه شوو خلکو 

ماتم به نۀ کوو ما 

که چرے دغه خلک 

د دے ظالمو او وحشيانو خلاف 

چرته مړۀ شوي وے دوي 

لو لپه شوي وے دوئي 

او د سرکشۍ پۀ جرم 

د بغاوت پۀ ګناه 

د ازادۍ پۀ لار کښې 

د غلامۍ د سيوري 

.ځان ازاد کړے وے دوي 

.

پۀ تُوره ننګ مړانه 

د ابدي ژوند سره 

تر غاړه وتے وے دوي 

ما به ګورکن څۀ کوۀ؟ 

مرثيه خوان به نۀ وم 

نوحه کنان به نۀ وم 

که چرې دا لا شونه 

د جنګ په سُور مېدان کښې 

د ازادۍ پۀ خاطر 

د بې ننګۍ نه لرې 

د شهادت جامونه 

د ابديت پۀ نامه 

پۀ جمع څکلي وے دوي 

او خپل دا پاک روحونه 

د غلامۍ د بند نه 

بيا ازاد کړے وے دوي 

ګرځم ګورکن لټووم 

داسې څوک شته دے دلته؟ 

چې پۀ تقديرمئينان 

د حادثو په طمع 

ناست او پراته لا شونه 

دا بې دفنه مړي 

خخ کړي په زوړ لحد کښې 

داسې ګورکن لټوم 

داسې څوک شته دے دلته؟

همایون مسود

-
بېرته شاته