(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونه پاڅه

[15.Mar.2018 - 13:07]

پښتونه پاڅه يوه چغه وکړه شور جوړ کړه 

ګوره چې غلی نه شې لوی وطن په زور جوړ کړه

 

یاره پنجاب څه کوې لوی افغانستان اباد کړه

پردي کورونه پرېږده خپل کلی او کور جوړ کړه

 

د دې ولس دسوکالۍ په اړه فکر وکړه

نور پرې داغونه مه ږده زړونو ته ټکور جوړ کړه

 

خپل پېښور او خپل کابل ته رڼاګانې ورکړه 

له خړ خیبر او کندهار د سترګو تور جوړ کړه

 

ته خو غلام نه وې بدنام نه وې ګل خان نه وې

پښتونه پاڅه رقیبانو ته پېغور جوړ کړه

 

زه تور پنجاب نه غواړم زه هغه شاعر نه یمه

زما په سينه باندې د لوی وطن انځور جوړ کړه

                    لعل الدين عاطف

-
بېرته شاته