(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[27.Feb.2018 - 11:21]

غزل

ماته مالومه ده چې ته مې وژنې

ګني ثابته کړه چې نه مې وژنې

 

وژنه مې وژنه که جایز یې ګڼې

خو دومره وایه چې پر څه مې وژنې

 

اخر ما څه داسې ګناه کړې ده

چې مشران وژنې واړه مې وژنې 

 

پر لاس دې زما وینه له ورایه ښکاري

په ورځ مې وژنې که په شپه مې وژنې

 

کور دې کړو وران بې سرپناه دې کړمه

په لمر مې وژنې په ساړه مې وژنې

_______________

بوریوال کاکړ

پراګ ، چیک جمهوریت

-
بېرته شاته