(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

فتنې

[27.Feb.2018 - 11:19]

دا چې خلک ورپسې دي کلیواله

دا د دې دور فتنې دي کلیواله

 

دا چې لارو کې پرتې دي کلیواله

د یو لاس دي، د بل پښې دي کلیواله

 

مړا پوه یم، یاري راسره نه کړې

دا بهانې خو دې بهانې دي کلیواله

 

خوښه ستا ده چې په دې څښې، په دې څښې

دا پیالې دي، دا کاسې دي کلیواله

 

دا پېنڅې د پړکو* د پاسه ټیک دي

دا جامې خو دې اوږدې دي کلیواله

 

ما خو وې چې تهٔ به کور ځان له ودان کړې

دا خو جوړې څه مورچې دي کلیواله

 

حق حیران یم، په غاړه کې دې ټوپک دی

او په لاس کې دې تسبیح دي کلیواله

 

خدای خبر چې دا به څه رنګه سمېږي

د ژوند لارې مو کږې دي کلیواله

 

څه خبرې چې کؤمه نو وېرېږم

په اوږو مې پرښتې دي کلیواله

 

د بلها ولس خبرې را پهٔ سر دي

ډېر یې ستړی کړم، درندې دي کلیواله

******

پړکۍ* = پړکه، پنډۍ، کونډۍ، د زنګون او ښېنګرۍ په منځ کې د پښې برخه

بخت زاده دانش

-
بېرته شاته