(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل

[27.Feb.2018 - 11:11]

غزل

نا ، چې ورپیدا شي اندېښنه د ژوند 

مه کوه دې خلکو ته کيسه د ژوند

 

ساته ! کور وېجاړيه ، ودرېږه مه

ساته! شابه ستنې اړوه د ژوند

 

رادې کړ، پېروزو دې کړ او ومې کړ

خدايه ! دا سزا وه که  تحفه د ژوند

 

څوک دي چې دا ژوند ابدي نه ګڼي

مرګ خو يوه بله ده ، حصه د ژوند

 

خاوره  يم، په خاوره کې پروت ښه يمه

خدای که به لرمه حوصله د ژوند

 

تا نه وروسته هېڅوک زه نه پېژنم

ته نه ېې څوک راکړې مشوره د ژوند 

 

درد به وي ژړا به وي ، رستمه ای !

ځيني حقيقت خو نو منه د ژوند

فضل الربي روستم

-
بېرته شاته