(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

رخنه ګر

[24.Feb.2018 - 12:32]

رخنه ګر د ملک پرې مه ږده په خپل ملک کې

په حکمت په زور په زر په لښکرونه

 

يا کشتي د زورورو سره مه کړه

يا د دوى غوندې پېدا کړه مړوندونه

 

د هغو په مرګ ثواب ګټلى بويه

چې يې سيزي د شومته غاړې غرونه

 

څو په تورو په توبريو په نېزو شي

صد چندان شي په تدبير په هنرونه

 

هغه کار چې په نرمۍ تر سره کيږي

څه حاجت چې رسوه شي تر جنګونه

 

په مېدان کې تويې ښې دي د سر وينې

نه چې ډکه سينه وړې له ځيګر خونه

 

يا د مرد غوندې شمله د دستار پرېږده

يا په سر کړه لکه ښځه مېزرونه 

 

د سردار د رياست ونه په وينو

په لېړشنو د اعداء کا ثمرونه

 

دوستانو د خوشال بابا دغه شاعرانه افکار ښه په غور ولولئ ..د دنيا د يو قام مفکر شاعر داسې تصورات نه لري.. هغه انګرېزان دي که روسان..عربان دي که هندوان.. او يا ددنيا بل يو قوم...دا زه لاپې نه ولم ..دا زما ايمان دى..که څوک زما د دعوې نفي کوي..تکړه دې شي ..په دليل دې خبره وکړي ورسره اوبۍ منم...

 

اکبر سيال اسلام اباد

د پوسټ حق لرم...

-
بېرته شاته