(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

څه غواړم

[24.Feb.2018 - 12:19]

څه غواړم؟

 مولوي محمد یونس خالص

 نوم یې په نومو کې اخستی نشم وېرېږمه

خدایه! ته خو پوه یې چې ارزو مې څه ده، څه غواړم؟

څوک را خبر نه شي له خپل ځان سره بنګېږمه

هغه چې یې نور خلک غوښتي شي، هغه زه غواړم؟

 

ماته مې کاسه شوه په شرابو مسته مځکه شوه

خوار شې ای کلاله! له دې ماتو کنډولو سره

زه لا خراب نه وم چې خړوبه هلته مځکه شوه

وچولی می وداغئ، له هسې قسمتو سره

 

هله ساقي زر شه شراب راوړه ګنې لوېږمه

څوک را خبر نه شي له خپل ځان سره بنګېږمه

تېر کړه دا خزان چې د ګلونو سره غونچه غواړم

خدایه! ته خو پوه یې چې ارزو مې څه ده، څه غواړم؟

 

بوی راځي د عطرو خو چې وېنم تورې خاورې دي

ښایي ددې خاورو لاندې سور چمن د ګلو وي

وخت د پسرلي دی، خو هر ځای کې یخې واورې دي

ورک به حرارت دلته له لاسه د مغلو وي

 

وایم مغلواله د مطلب څخه تېرېږمه

نوم یې په نومو کې اخستی نشم وېرېږمه

ظلم او تعدي او د بل حق اخستل نه غواړم

هغه چې یې نور خلک غوشتی شی، هغه زه غواړم

 

ژبې لاندې وایمه، ظالمه ظلم بس کړه نور

څو به دا ظلمونه ستا، زمونږه په کورونو وي

وګټه بهادر شه خپله پانګه یو په لس کړه نور

څو به دې بل کړي دا زمونږ په سر اورونه وي

 

ته لرې موټرې او زه لوڅې پښې ګرځېږمه

څوک را خبر نه شي، له خپل ځان سره بنګېږمه

خر، غوایه خو نه یم، چې به ستا څخه واښه غواړم

خدايه! ته خو پوه یې چې ارزو مې څه ده، څه غواړم

 

ستا د قصر رنګ زما د پلار د رګو وینې دي

ماته ښه معلومه قرباني د پلار نیکه شوله

هر سړی پوهېږی چې غوا توره پۍ یې سپینې دي

سره او سپین یې ستاسو او زما برخه سکه شوله

 

خوله ښوروی نه شم او که نه خو ښه پوهېږمه

نوم یې په نومو کې اخستی نه شم وېرېږمه

نن وي که سبا اخر به حق د پلار نیکه غواړم

هغه چې یې نور خلک غوښتی شي، هغه زه غواړم

بېرته شاته