(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مشاورین

[26.Jan.2018 - 13:06]

د نا اشنا مشاورينو تومار!

زموږ د ولسمشر هم بلا مشاورین دي

نا اشنا مشاورین دي

د دوه شلو نه زیات د عبد الله مشاورین دي

نا اشنا مشاورین دي

دا یو یې د طوفان بل د باران د وریدو دی

دا بل یې د کتو دی 

دا یو یې د پیشو بل د موږک بل د تو تو دی

د ا بل په کې د خرو دی

سړی ورته حیران شي څه بلا مشاورین دي

نا اشنا مشاورین دي

دا یو په کې د خټو بل د ګټو بل د بل دی

دا یو په کې شادګل دی

دا یو یې د نتکۍ بل د پيزوان بل د چارګل دی

ا تا چې ښوده بل دی

څه نه ویم خفه کیږي د لالا مشاورین دي 

نا اشنا مشاورین دي

دا یو یې د سیندونو بل د باد بل د بریښنا دی

دا یو په کې لالا دی

دا بل په کې د ښځو بل د نر بل د خنثی دی 

دا یو په کې ایجړا دی

ته مه خانده له دې نه هم سیوا مشاورین دي

نا اشنا مشاورین دي

دا یو چې ننوځی ګوتي ووهي په ځان

خرش پرش کې وی روان

دا بل وای زه راغلمه زه لاړم خدای په امان

غلام دې یم قربان

بابا ورته خوشال دی د بابا مشاورین دي 

نا اشنا مشاورین دي

راپاتې دا لړۍ له یو پاچا نه بل پاچا ته

اړتیا لري سلا ته

یو دوه شلې خو ورسید په دې کې عبدالله ته

حاجت نشته دی تاته

شاعره خوله دې نیسه د پاچا مشاورین دي 

نا اشنا مشاورین دي

نوټ: دا شعري تومار د ستر نعيم افغان په لاس تر اکاډمۍ راورسېد!

-
بېرته شاته