(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ميرات شوي ګودرونه

[26.Jan.2018 - 12:49]

ميرات شوي ګودرونه !؟

زموږ:مېنې، ښارو ؛ سيمو کې ويرونه !

پهبامونو ،  درمندونو   بل  اورونه !

 

د  جګړو ناتار لمبې  سرې  ګرځولي ؛

نړېدلي  او  شړ شوي  خړ  کورونه !

 

ځوانان،پېغلې:نيمه خوا،ميندې شوې بورې!

خاورو لاندې شول ، له شمېر وتي سرونه !

 

ګل څېرې  او  ګل تنې  جنګو  خوړلي !

په سلګو دي: خويندې، ميندې او پلرونه!

 

بهرنيانو په لاسپوڅو تخريب کړي !

په  سيندو باندې : بندونه او نهرونه !

 

ونې، بوټي؛ګلان ژېړلکه شړشم ټول!

ګاونډيانو   مو   سپړلي    زيارتونه !

 

هغه ميندې کوچېدلي، شيروارنشته ؛

جوړول يې چې:مستې،کوچ ؛پنېرونه!

 

د « افغان»په نوم وحشي ورمعلومېږم !

بهرنيان  راکوي  مونږ ته پيغورونه !

 

زندانونه د پردو پرمونږه ډک شول!

خپو،لاسوکې مو:ولچک اوزنځيرونه!

 

کُلالان، لوښي خټين،منګي جوړئ نه!

پېغلې نشته ! ميرات شوي ګودرونه !!

 

چينې  وچې  ،  سربندونه   نړېدلي !

تورپېکۍ سره صِرف پاتې تېر يادونه !!!

۵/۸/۲۰۱۷ م.کال

تور پیکۍ ولي قاضیزاده

کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات

-
بېرته شاته