(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بیداري

[07.Mar.2017 - 12:50]

پګړۍ دي ټيټوي او په ټوپۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

کورونه درله ړنګ کړي وایې تاسو ډیر نران یئ
زلمي درله قربان کړي وایې تاسو غیرتیان وایئ
ملا په منبر کښیني وایې تاسو جنتیان یئ
په چل ول کې په توره ورورولۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

د ده مړې شهید شي پښتانه غریب هلاک شي
په ټي وي او ريډیو کې د ده هر مرې چالاک شي
بس ګټه یې د دوي وي پښتانه د جنګ خشاک شي
جنت ته د ورتلو په جذبه ګۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

لاهور کې دهماکه شي د تورخم دروازه بند شي
واګه دروازه خلاصه وي بس کوئټه چمن خنډ شي
بیا هیڅ بې هیڅه دلته هم قامي کارډونه ځنډ شي
په دغه قام دښمنه پالیسۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

که څومره د وحدت او د ملت کړې ته غمونه
هم دومره به وي ستا په ملا د جبر ګوزارونه
هم دومره به غوڅیږي په دې خاوره ستا سرونه
په خپله جوړه شوي نغمه ګۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

ستا ژبه د دوزخ ده دلته دا عمل روان  دے
ستا ږیره د وحشت ده جاري کړے یې فرمان دے
ستا هر اتل غدار وو د یارانو دا بیان دے
د موره جنتیان په مکارۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دي لوبوي

پښتونه هم د دې خوبه به نور ستا ویښیدل وي
وطن به جوړول وي سوکالي به راوستل وي
نړۍ سره په هر میدان کې ستا به ودریدل وي
ویده يې ځکه دوي هم په نیستۍ دي لوبوي
پښتونه پنجابې په سپین سترګۍ دې لوبوي
نجیب زیرے

-
بېرته شاته