(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنه

[01.Feb.2017 - 10:56]

پښتنه (ازاد نظم)

زه چې نړۍ ته راغلم، چغې مې د نرو نه وې
د پښتون كور و، ګنګوسى و چې نجلۍ پيدا شوه
مور مې په خپله سپېره ټنډه وه، پلار وانخيستم
تا به ويل چې، له انسانه چرته سپۍ پيدا شوه
+++
خو زه نجلۍ وم، ما يو حق درلود چې وخوره! وڅښه!
او په بدل كې شپږو وروڼو ته كالي ومينځه
ورته اوتو يې كړه، كتاب قلم يې هم پيدا كړه
مور نه په پټه د ټوټو ګوډيانې ولوبوه
او په څلورو دېوالونو كې ساګانې واخله
له دې نه پورته يو خواهش هم، ما لپاره كفر
دغسې كفر چې سزا يې هم خاموشه مرګى
+++
له مودو وروسته زموږ كور ته خوشالي راغله
دا خوشالي زما په نفلي روژو، سوالي راغله
زما د لالا واده و، زه ډېره خوشاله ومه
ما په اول ځل كال كې درې جوړه كالي نوي كړل
زما د لالا واده و، زه ډېره خوشاله ومه
په اول ځل مې و سورۍ چمبې ته ځان ستړى كړ
نه ستړې نه وم، خو لالا راباندې ځان ستړى كړ
ويل يې ډمې! ته اوس پېغله شوې، لونډ غواړې
ته نور په دې كور كې، د خپلو وينو ډنډ غواړې
ما په دې كفر، خداى ته شل روژې پوره ونيوې
د خپل لالا زنه، پښې مې ورسره ونيوې
+++
داسې ورځ هم راغله چې ماته نجونو لاس سره كړل
دا ځلې ماته خندا نه راتله، ښه ډېر مې ژړل
ما ته لا هاغه د لالا د واده شپه ياده وه
خو دا شپه بله وه، په دې كې زما قدر وشو
په دغه شپه رانه، باور وكړئ لږ كبر وشو
نه كبر نه و، خو بس هسې خرامانه ومه
چې په ټولي د سهېليو كې روانه ومه
+++
زه د بل كور ناوې شوم، ورځ تېره شوه، شپه راغله
كوټه كې ځانته شوم بېخي ډېره غوسه راغله
په دې كې زما مجازي خداى راغى لړزې واخيستم
او هغه څه چې ما به كفر ګڼل، ټول يې وكړل
زه فكر يوړم، چې ځان مړ كړم كه روژې ونيسم!؟
+++
له دې نه وروسته مې نصيب عجبه چارې وكړې
د بل د كور لوښي مينځل، دوزخ پالل د خېټې
خوله پرانستل كفر، ژړل كفر، خندل هم كفر
دومره كفرونه چې مجبورا له انسانه وشي
خو خداى دې نه كړي، چې دې دا كفر له مانه وشي
ځكه زه مور يمه، بيا ډېرې روژې نه شم نيوى
دا د هغه امر دى، وايي چې بيا پۍ وره كوې!
كه زوى دې خوار راغى، نومخ به دې د سپۍ وره كوې!!
اوس زه مجبوره يم، چې دې كور ته خوښۍ راوړم
مجازي خداى ته، بايد كال په كال يو زوى راوړم

نورولي سعید شینواری

-
بېرته شاته