(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه به پېښورشم

[21.Dec.2016 - 10:08]

وخت به ددې خاورې د سينې داغونه وسپړى
خدائې به مې ريدى کړى او په ما به باران راولى 
زه او ته به اورو د رامبېل د سپينې خلې قيصه 
خدائې به په دې اوچو اوچو تړو دوران راولى 
تاله به راوړمه يو ګلاب د سپرلى زيرى کښې 
خدائې به په دې غنو کښې مستى د خوبان راولى 
خلاص به کشمالو د قاف د حکم د قبضې کړمه 
خدائې به په ما داسې په پښتو کښې پيريان راولى 
دواړه به د لرى وطنونو نه راټول کړو ځان 
خدائې به د سپرلى جامو کښې ماله جانان راولى 
کلکه به دې لاسو کښې لاليه زه منګل کړمه
بيا به دې په شونډو او په دواړه مخه ښکل کړمه
دواړه به يو بل ته داسې حال د زړونو ووايو 
زه به د درد سړيکه شمه تا به ئې بلبل کړمه
زه به سترګې سترګې د وطن د پرهرونو شم 
تا به په دې غنې غنې څانګه کښې يو ګل کړمه 
ځان به د درنو درنو ښاغلو سره مل کړمه 
تا به د ملالې ميخکې کړمه چارګل کړمه 
زه او ته به داسې د زخمونو تصويرونه شو 
زه به پيښور شمه او تا به لوئې کابل کړمه 
خدائې به د کونترو سيل په وينې افغان راولى 
خدائې به راکښې روح د لړزيدلې ارمان راولى
نورالبشرنويد

 

-
بېرته شاته