(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خان لالا ته دعقیدت

[19.Nov.2016 - 10:32]

د ارواښاد محمد افضل خان [خان لالا ] د لومړي تلین په یاد 

 

خان لالا ته دعقیدت پيرزوینه 

 

د سوات پښتنه سیمه کې لوی خان وو خان لالا

په ټولو پښتنو د زړه نه ګران وو خان لالا

 

ریښتیا چې مبارز وو د قامي وحدت لارښود وو

یو والې د پښتون یې لوی ارمان وو خان لالا

 

د لر او بر د ټولو پښتنو د زړه اواز وو

ښکاره لکه د لمر داسي روښان وو خان لالا

 

په هر څه بهادر وو او د خپل ولس خبر وو

ګټلی یې د امن ستر نښان وو خان لالا

 

ټو ټي ټوټي پښتون یې رابللو اتحاد ته

په دي لار کې د مال او سر قربان وو خان لالا

 

نقشه کې د نړي یې پښتونخوا نامه غوښتله

په هر ځای کې ښکاره کړی اعلان وو خان لالا

 

په ژوند یې  پښتانه د محبت په تار تړل خو

افسو س چې پښتانه خپلو کې وران وو خان لالا

 

بیدار کومه وياړ چې ښه ملګری مي د پلار وي

چې ستوری دي ملګری د کاروان وو خان لا لا

 

بصیر بیدار ستوری

 

-
بېرته شاته