(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نېم ړانده دي،نېم

[15.Nov.2016 - 11:24]

داکټر ایمل خان شهيد ل ه خپل شهادته دوه اونۍ مخکې داويرکرښې ليکلې وې

نیم ړانده دي،نیم کاڼه دي ،پښتانه دي
ژوند لري خو لکه مړه دي ،پښتانه دي

د بیلتون کرښه یې منځ کي غځېدلې
لر و بر ورته پراته دي،پښتانه دي

دا چي سر ته یې ولاړ چاړه په لاس دي
دا چي لاندي تر چاړه دي،پښتانه دي

ستر بابا یې د ډیلي په تخت باچا و
خوار لمسي یې بې کاله دي،پښتانه دي

سیال قومونه یې ټول ویښ دي او روان دي
دوی پیتاوي ته ویده دي،پښتانه دي

لېوان ټول د دوی په غوښو ماړه شوي
رمه ګرځي بې شپانه دي،پښتانه دي

چي پسوللي تل د علم په ګاڼه وي
پښتانه دي ،پښتانه دی،پښتانه دي

-
بېرته شاته