(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

منظور پشنین

[15.Mar.2018 - 13:17]

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین وايي، د جګړو، وژنو او ځورونو پر ضد د احتجاج پیلولو پر مهال یې ارمان دا و، چې کاشکې پنځلس- شل کلک، هوډمن ملګري ولرم، بس بیا کار کولی شم. خو په وینا یې د دومره ډېرو پښتنو ملګرو موندلو مې کله تصور هم نه و کړی.

ښاغلی پښتین بي بي سي ته د خپل ژوند او هلو ځلو په تړاو مرکه کې وايي، په ۲۰۱۴م زېږدیز کال کې چې د قبایلو د محصلینو سازمان مشر وټاکل شو، د قبایلي سیمې په ټولو محصلینو وګرځېد او یوازينۍ پوښتنه به يې همدا ترې کوله:

ایا ژوند همداسې وي، لکه زموږ د قبایلي سیمې پښتانه چې يې تېروي؟

نوموړی وايي، هغه مهال خلکو فکر کاوه، چې که د بې انصافۍ، ګواښونو، سیالۍ او سوله ییز ژوند غوښتنه وکړي، ښايي ووژل شي.

منظور پښتین وايي، په ۲۰۱۴م کال کې يې د خپلې قبیلې د ځورولو پر ضد د مسید ژغورنې غورځنګ په نامه فعالیت پېل کړ.

نوموړی وايي، دوی به د دې غورځنګ تر نامه لاندې اکثره وخت د پاکستاني پوځ د هغو بمباریو پر ضد احتجاجونه کول، چې هغوی به پکې د وسله والو د وژلو ادعا کوله، خو د ده په ټکیو تر ډېره به په دغه ډول بریدونو کې ولسي بې ګناه وګړي قربانیان ول.

پښتین او ملګرو ځوانانو یې د ماین چاودنې، د ولسي وګړیو تری تم کېدل او پر امنيتي پوستو د تګ راتګ پر مهال د خلکو ځورول هم په دې احتجاجونو کې غندل.

ښاغلی پښتین د ۲۰۱۴م کال د میرعلي سیمې د یوې پېښې یادوونه کوي، چې د ده په خبره د پاکستان پوځ د یوه ښوونځي د سر ښوونکي ثناالله پر کور بمباري وکړه او د هغوی ښځې او ماشومان يې ووژل:

موږ په سبا د دغې پېښې پر ضد احتجاج وکړ، د پوځ دغو عملیاتو پر ضد مو خبرې وکړې او بیا له نامعلومو شمېرو د زنګونو راتګ پېل شول، ویل به يې، تاسو ولې د پوځ پر ضد خبري کړې دي؟

 

د پښتنو منظور پښتین له کومه راغی؟

لیک او مرکه : خدای نور ناصر

د پښتین په خبره په همدې احتجاجونو کې یا له هغه وروسته به يې چې کله د پوځ او استخباراتو کسانو ته له دوی سره د شویو ظلمونو کیسې کولې او د پاکستاني پوځیانو تېری به يې وریاداوه، چارواکو به دغه پېښې د پوځ د حوصلې له ماتولو سره تړلې:

موږ چې به ورته دا کیسې کولې، هغوی به ویل په دې خبرو د پوځ مورال ماتېږي او هغه موږ په هېڅ بیه نه شو ماتولی.

منظور پښتین زیاتوي، د ثناالله پر کور تر بمبارۍ یوه اوونۍ وروسته بیا هم په میرعلي کې د فریدخان په نامه د یوه کس پر کور ورته بمباري وشوه:

د هغه د کور واړه، زاړه، ښځې او ماشومان، ۳۰ تنه ووژل شول.

ښاغلی پښتین وايي، بیا يې تر پخوانیو زورور او لوی احتجاجونه وکړل، خو چې کله به يې ماښام په رسنیو کې کتل، ددوی د سوله ييز احتجاج به هېڅ یادوونه نه وه.

د ده په خبره ځینې همدې پاکستانیو رسنیو به هغو خبرونو ته ډېر پوښښ ورکاوه، چې پښتانه به يې پکې ترهګر بللي ول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپلو خبرو کې زیاتوي، تر هغه وروسته چې په سیمه کې خلک د ده په فعالیتونو او د پاکستان پوځیانو د عملیاتو ضد په سوله ييز احتجاجونو خبر شول، مور پلار ته به يې اکثره وخت یو نه یو کس راتلو او دده له دې فعالیتونو د لاس اخیستلو به يې ورته ویل.

زموږ کور ته چې به څوک هم راغلو، زما پلار ته به يې ویل، د خلکو زامنو زدکړې بشپړې کړې او اوس په لویو لویو څوکیو ناست دي، یو ستا زوی دی، چې سیمې او ستا کور ته بدي راوړي.

ښاغلی پښتین وايي، یو ځل بشپړه کال له همدې امله کور ته نه تلو، چې مور او پلار به يې له همدې فعالیتونو منع کاوه او ده ورته انکار نه شوای کولی:

ما ویل ټول عمر دې مور او پلار ته انکار نه دی کړی، اوس چې دوی بیا بیا درته ددې کار پرېښوولو خواست کوي، نو په ژبه به دې څنګه انکار ورته راځي؟ خیر دی کور ته مه ځه!

منظور پښتین تر ۲۰۱۰م کال مخکې پېر یادوي او وايي، دوی به اکثره بیا هم دا فکر وکړ، چې پاکستان يې خپل هېواد دی، د هغه پوځ يې خپل پوځ دی او استخبارات يې د دوی د سیمې د ژغورلو لپاره دي، نو ولې به له دوی سره داسې ظلمونه کوي.

 

د ښاغلي پښتین په خبره، دوی په لومړیو کې په دې باور و، چې له دوی سره کېدونکی زور زیاتی د پاکستاني پوځ د لوړپوړو چارواکو لخوا نه کېږي او هغوی په دې هیڅ خبرهم نه دي:

موږ به ویل، چې دا د جېټ الوتکې پېلوټ هم خبر نه دی، چې په بمونو باندې يې ماشومان، ښځې او بې ګناه پښتانه وژل کېږي.

نوموړی زیاتوي، خو کله چې د ۲۰۱۰م کال په مې مياشت کې د وزیرستان یو قبایلي مشر مولانا معراج الدین د ناڅرګندو کسانو لخوا په ډزو ووژل شو، نو دوی پوه شول، چې نوموړی يې په کومه ګنا وواژه:

چې زموږ له سیمې د پارلمان پخوانی غړی مولانا معراج الدین ووژل شو، اخااااا! بیا موږ پوه شوو، چې جنرالان او پارلمان خو ټول له موږ سره پر کېدونکي تېري خبر دي، خو هغه کس ووژل شو، چې دوی يې خبرول او په سیمه کې يې د سولې خبرې کولې.

د فبرورۍ مياشتې د اسلام اباد تر پرلت وروسته ښاغلی پښتین چې د لر او بر او نړۍ پښتنو پېژندلی، لاهم د پښتونخوا په بېلا بېلو سیمو ګرځي او د وزیرستان، قبایلي سیمو او د پاکستان مېشتو د هرې سیمې د پښتنو دردېدلې کیسې لري.

دغه پښتون زلمی چې اوس د پښتنو د ژغورنې غورځنګ مشري کوي، وايي، پلار يې کله هم دوی ته مېوه نه ده راوړې او د ښوونکي په توګه یې ټوله معاش په کتابونو ورکاوه.

ښاغلی پښتین هغه وخت یادوي، چې دوی کورونه پرې ايښي و او په خبره یې د پاکستان پوځ يې د تالاشۍ په پلمه د کورونو هر څه وسوځل:

هغه وخت به مې پلار تر هر څه زیات په کتابونو خفه و، ویل به يې هسې نه هغه زموږ په کور کې کتابونه ونه سوځي.

د ښاغلي پښتین په خبره، نه یوازې کتابونه او د کور ټول توکي يې سوځل شوي، بلکې کور يې هم ویجاړ شوی و:

مرګونه هم زور غواړي، خو دا زور د زغملو نه وي، چې کور ته ورننوځې او ټول کور يې درته ویجاړ کړی وي، هغه چې ویجاړ کړی يې وي، هغه پېژنې هم، خو څه ورته ویلی نه شې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر اسلام اباد او قبايلي سیمو وروسته په بلوچستان کې هم ولسي غونډې پېل کړې دي.

که څه هم تردې وړاندې به هم ملتپالو ګوندونو په ولسي غونډو کې د لر او بر یو افغان شعارونه ورکېدل، خو د ښاغلي پښتین په غونډو کې دغه شعارونه دوه برابره شوي او د پاکستاني پوځ پر ضد يې خبرې لا نورې سختې شوې دي.

منظور پښتين په ۲۰۱۷م کال کې د پاکستان استخباراتو دوې ورځې او یوه شپه بندي کړی هم دی.

ښاغلی پښتین وايي، تر نیولو وروسته ورسره د استخباراتو چارواکو دا ومنله، چې له دوی په ځينو سیمو کې پر بې ګنا ولس ظلمونه شوي:

هغوی راته ویل، کله چې موږ چېري کوم بې ګنا ووژنو، نو بیا وروسته ډېر خفه یو، چې دا مو ولې وکړل؟ ما ورته ویل، ښه تاسو یوازې خفه یاست، دا هغوی خو کورنۍ برباد شي او میندې ورپسې لېونۍ شي.

سرچېنه: بي بي سي پښتو

 
-
بېرته شاته