(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عدم تشدد، انقلاب،پشتون قام

[17.Feb.2018 - 16:15]

عدم تشدد، انقلاب او پشتون قام 

لېک: عصمت وزير

د کوم وخت نه چي د شهيد نقيب ماسيد د شهادت خبر په ټولنېځو رسانيؤ خپور شوې د وطن د هر کس په زړه کښې ېې د انقيلاب اور بل کړی دی زکه چي د يو ډېر د غم نه ډک او دردناک خبر وؤ خو مومهيمه او د خواشې خبره د ده چي نقيب شهيد ډير خوش نصيبه او نيک انسان زکه وؤ چي د شهيدانو نه خو د پښتون افغان هره کوسه،هر کلې، هره مقبيره ډکه ده او د پښتون افغان وطن هره انچ انچ خاوره د خپلو بچو په وينو رنګيدلې او سره شوي ده، مګر د قام غړيالې او توريالې د بې وسي او بې فکرې په خوبونو خوبياولې، چي آخر کار د رب کرېم ناڅاپه يو فضل د شهيد نقيب په شکل کښې، چي د پاکستان تر ټولو لوې ښار کراچې کښې د يو ظالم او انسان دشمن ايس ايس پي ملير راؤانوار دلاسه شيهد کړل شو او بيا يي په ډير ظليمانه انداز د شهيد لاش په چهپا خانه کښي هيسار کړې وؤ، چي د وطن په مينه مست د پښتونخوا ملې عوامې ګوند يو نه ستړيدونکې ملې مبارز هاشم خان مندوخيل چي د ټولنېځو رسانيؤ بيداره ځوان دی او د خپلے بيدارې او ملې مبارزے يو ژوندې مېثل د وطن د هر غړې او د وطن هر ګوټ ته ورساوه او د خپل شخصې فسبکې ايکونټ نه د تل په شان په ژوندې بڼه نيغ په نيغه هغه ټول مناظر شېر کړل چي په ټوله نړي کښي يي ډير کم ميثالونه په نظر راځې.

د ټول هغه سه دی چي د ليکنې په اوګدو کښي به يي څيړؤ، خو اول راځو د سر لېک پر لور تذکيره کړل يي زه يو موهيم ګام بولم او د شهيد نقيب د شهادت سره يي لينک کول د وخت ضرورت او غوشتنه يي ګڼم، څنګه چي نن هر باشغورا او د وطن په مينه مست ملنګ ته معلومه ده چي زموږ د خاورې او وطن سره سه راوان دی؟، ولې راوان دی، او د سوک دی چي يي د لوبا راوانه کړې ده،مګر بيرته به لګ دا تاريخ په پاڼو لګ نظر شو او دلته د يادګيرنې په طور د تاريخ هغه پاڼؤ ته ځو چرته چي مونږ د تاريخ تر ټولو لوې غلطي کړي ده عدم تشدد په نوم په غلطي سره غولول شوي يو زړه مې غواړي چي چرته يو وار بيا هغسي تاريخي غلطي چيرته ترسره نکړو او چرته يو ځل بيا د پرادو د پراپيګنډو شيکار نشو جوړ….که مونږ واګورو کله چي په هندوستان کښي د اذادې تحريکونه شروع وؤ ګاندي د هندوستان د اذادې خبره کړۀ او بل خوا ته فخرے افغان خان غفار خان د هغه ملګرې وؤ او د عدم تشدد پيرو کار وؤ، زمه مقصد کله هم دا ندي چي باچا خان بابا نه پوهيده يا خداي ماکه باچا خان دی دا غلطي وه چي د عدمي تشدد فالو که نه نه زمه د لېکلو هېڅ داسي غلط يا د باچا با با په شان کښي ګستاخې مقصد نه دۍ مګرد اصلاح په نيت د عدمي تشدد ذکر زکه کړم چي مونږ د تل په شان يو وار بيا هغه موکه له لاسه نکړو ور کوم وخت خان شهيد اودل صمد خان په او باچا خان دواړه په جيل کښې وؤخو باچا خان ته خلکو وايل چي با باظالم فيصله کړي چي د سر ټيټاول غواړي ، تاريخ فيصله کړي چي د سر جګاول غوړي ، اوس ته فيصله وکه بابا مونږ کم خوا راوان شو ، سر ټيټ کړو او کنه موږ په ظلم ستا په شان شود دي غني خان بابا د هغه خط آخري برخه کم خط چي غني خان فخرے افغان باچا خان بابا ته ليکلې وؤ او د لر او بر د هغه وخت ټول حالات يي ورته بيان کړۍوؤ او غني خان بابا پښکره د عدم تشدد مخلفت زکه کړې وؤ چي په ټول وطن کښي ظلم او زياتي راوان وؤ او بل خوا د فخرے افغان په عدم تشدد دمره کلکه عقيده وه چي تر نن ورزے يي پښتون افغان د ظلم نه نشي خلاسيداي، که د تايخي غلطي فخرے افغان ناوي کړې کيداي شول چي نن مونږ هم د آذاد قامونو په شان خپل ځان ته د انصاف په تله خپل انصاف ورکړي واېي، شايد مونږ نن د نقيب شهيد قتل نيوولي وايي….!!!

زه د منم چي کم انقلاب چي د شهيد نقيب د شهادت سره په پښتون قام کښې را اوچت شوي او د هغه قتل د نيولو او د پنسي ورکاولو يا د چي د انصاف په تله کښي دراولو د پاره کم لاريون او اختجاجي ناسته د پاکستان تر ټولو لوې ښار کراچې کښې راوان دی يا دا چي کم لاريون او اختجاجي چي دا وزيرستان نه ټانک،بيا ډېره اسمعيل خان ، بيا بنو، کرک ، کرم، اورکزي، او د خيبر د لارې دا پښتون افغان وطن تاريخي ټاټوبي ستر او لوي ښار پېښاور ښار د لارې به د پاکستان پايتخت او پلزميه اسلام آباد ته راځي او دي پاکستان دی واکدارانو نه به شهيد نقيب د شهادت حساب او انصاف غواړي او پښتون قام د تاريخ خپل اوليني لوي دا خپل حقوقو لپاره ريکاډ کاوي او په اول ځل دويي يو داسي منظم سياسي کارکاوي په تير شوي تايخ کښې په خاصه توګه د افغانستان د ثور انقلاب نه پس په پښتون افغان وطن او بيا په تيره په لنديني يغي کوزه پښتونخوا وطن کښي ډير غټ او ېو ډير لوي بدلون دی، د يو داسي بدلون دی چي هيسوک يي مخنيوايي نشي کړي، دا دیي يووشتمې پيړي بدلون دی ، دي بدلون ته ټولنېځ بدلون ويل کيږي کم چي د ټولنېځو رسانيؤ له لارې را مېنځ ته کيږي ….!!!!!

د ټولنېځو رسانيؤ له لارې را مېنځ شوي په پښتون افغان وطن کښي د انقلاب دلته په اول ځل وؤ چي يو عملي او په زړه پورې ګام او شکل يي واخيستو، مګر په نړ کښي د انقلاب دعرب سپرينګپه نامه ياديګي چي په اول ځل د مصر نه شروع شه يا که مونږ واګورو د آمريکي په صدارتي انيخابات کم چي په کال ۲۰۱۶ کښي وشول دي انقلاب خپل ځان راسرګند کړوپه ټولنېځو رسانيؤ نه خو د چه زور رسي او ني سوک مخنيوايي کولې شي، نو مونږ پښتون افغان ته په کار ده چي زني ګټي پورته کړو او د خپلو مقاصدو او خپل وطن د ګټي د پاره يي وکارا وؤ او شهيد نقيب د شهادت په شان چي هره کمه بده ورز په مونږ راځې په شريکه يئ مخنيوايئ وکړو

-
بېرته شاته