(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سوچه ژبه

[09.Jan.2018 - 11:39]

سوچه ژبه

ليک: ډاکټر محمد علي ديناخېل

په انګرېزۍ ژبه کښې وائي چې A pure language is a poor language يعني سوچه ژبه ډېره کمزورې او غريبه ژبه وي ۔ د دنيا تهذيبونه او کلتورونه د يو بل نه اثر اخلي او ژبه د کلتور برخه وي نو بيا به ژبه څنګه په يو حال پاتې شي ۔ خو نۀ پوهېږم بعضي خلق په دې حقله د جمود نه زيات د رجعت پسندۍ ښکار دي او دا غېر فطري شعوري کوشش کوي چې ژبه سوچه اوساتلے شي ۔ نۀ خو د دې د پاره د داسې قسمه خلقو سره څه ضابطې وي او نۀ يوه واضحه پاليسي او طريقه کار وي خو بس چې څه يې زړۀ اوغواړي هغه کوي او بيا نوم ورته د ژبې دسوچه ساتلوورکوي او که څوک ددوي د نقطه نظر سره اختلاف لري نو دوي بيا دغه اختلاف هم نۀ شي برداشت کولے ۔  د ژبې د سائنسي مطالعې خپل يو علم دے چې لنګوسټکس يا ژبپوهنه ورته وائي د هغې خپل اصول دي خو داسې قسمه کوششونه غېر ژبني ارزښتونه لري ۔ د دې په شا مذهبي، سياسي او يا داسې قسمه نور عوامل وي چې د ژبې د فطري ترقۍ لار نيسي او ورته پکښې بې ځايه خنډان جوړوي ۔ د مختلفو سماجي علومو پوهان په دې خبره يوه خوله دي چې په دنيا کښې هيڅ يو ثقافت يا هيڅ يوه ژبه سوچه نشته ۔ بلکې د نورو ثقافتونو يا د نورو ژبو نه به يې خامخا اثر اخستے وي ۔  ژبپوهان په دې خبره باور نه کوي چې دا سوچه ژبه ده او دا ملاوټي ژبه ده يا دا غوره ژبه ده اودا غورزېدلې ژبه ده ۔  دوي  د ژبې ټول اړخونه په يو خاص دور کښې دننه ګوري او دا وائي چې ژبه د خپلې ارتقا يو مکمل تاريخ لري ۔  هره ژبه په هر دور کښې خپل يو جدا شکل لري چې د هغه دور د ثقافتي، مذهبي او سياسي عواملو نه متاثره وي ۔ که مونږ موجوده پښتو ته اوګورو نو دا د مينځني دور د پښتو نه ښۀ ډېر توپيرونه لري او دغه رنګ د مينځني دور پښتو د اول دور د پښتو نه ځانله ډېر توپيرونه لري ۔ اوس مونږ دا نه شو کولے چې د يو دور پښتو معياري او ټاکو او په ځائے اودرېږو ۔ ځکه دا خو د ارتقا يو فطري عمل دے ۔  هره ژبه چې د ارتقا د مرحلونه تېريږي نو د نورو ژبو او لهجو نه اثر اخلي ۔

د ژبې د سوچه ساتلو دعوه کونکي دا وائي چې په پښتو کښې دې د نورو ژبو الفاظ استعمال نۀ کړے شي ۔ خو په دې خبره د چا سر نۀ دے خلاص چې د نورو کومو ژبو الفاظ دې استعمال نه کړو ۔ ايا د اريائي ژبو الفاظ دې استعمال نه کړو که د غېر اريائي ژبو ۔ او که کله مونږ د پښتو نه د نورو ژبو الفاظ په مکمله توګه لرې کړو نو بيا به قيصه بالکل بدله وي ۔ په پښتو کښې ډېر الفاظ داسې دي چې مونږ دا وايو چې ګني دا د پښتو خپل الفاظ دي خو کومو خلقو چې څېړنې کړې دي هغوي ته دا پته لګي چې دا الفاظ د کومو ژبو نه پښتو ته راغلي دي ۔ 

د ژبې د سوچه ساتلو دعوېدار د خپل انفرادي ذوق او فکر مطابق چې څه کوي هغه په نورو خلقو په غېر فطري توګه مسلط کول غواړي کومه چې د ژبو د فطرت او د انساني فطرت خلاف ده ۔  انفرادي ذوق او فکر خو د هر چا مختلف کېدے شي نو بيا ولې يو سړے خپل ذوق اوفکر په بل مسلط کوي ۔ په داسې موقعو بائد مونږ د ژبې سائنسي مطالعې طرف ته راشو او د ژبې د ارتقا فطري اصول اولټوو ۔ 

ډېر خلق دا کوشش کوي چې د زړو متنونو نه متروک الفاظ راوباسي او په موجوده پښتو کښې يې د داسې مروجه او عام فهمه الفاظو په ځائے کېږدي ۔ اوس سوال دا پېدا کيږي چې دا قسمه الفاظ چې کوم وخت په متنونو کښې راغلي دي او بيا متروک شوي دي او د دوي په ځائے نور الفاظ د هرې ژبې نه چې راغلي وي خو چې عام فهمه وي او مانوسيت لري نو هغه دې ولې جاري او نه ساتلے شي ۔  او بيا په زړو متنونو کښې هم مختلف لفظونه راغلي دي نو بيا به موجوده مروجه الفاظ د زړو متنونو په کومو الفاظو بدلوو يعني کوم چې ډېر زاړۀ دي او يا هغه کوم چې زمونږ زمانې ته نزدې دي ۔  په دې حواله حبيب الله تږي يو مثال ورکړے دے  ۔ هغه وائي چې د شرق او غرب په ځائے باندې د ختيځ او لويديز الفاظو استعمال په دې اساس شروع شو چې کلاسيکي شاعر ښکارندوي په کلام کښې دا لفظونه بياموندل شول خو بل طرف ته خوشحال خان خټک د دې الفاظو په ځائے د وخوت او پرېوت الفاظ استعمال کړي دي  ۔ د هغه داشعر د نمونې د پاره وړاندې کولے شي ۔

تر وخوته تر پرېوته څو ښځې پېدا کيږي

خو ديې په جهان واړه څلور ذاته حسابيږي

اوس خبره دا ده چې د ښکارندوي په نسبت خوشحال زمونږ دور ته نزدې دے نو بيا د خوشحال الفاظ دې ولې استعمال نۀ کړے شي ۔ متروک خو دواړه دي ۔ يا خو دې رائج الوقت استعمال شي او دواړه متروک دې پرېښودے شي او يا بيا دې قريب الوقت استعمال شي ۔ نو داسې څه اصول نشته خو د هر سړي د خپل ذوق خبره ده ۔  او دغه رنګې حبيب الله تږي دا هم ليکلي دي چې که په زړو متنونو کښې مونږ متروک الفاظ خامخا استعمالول غواړو نو بيا پکار ده چې د کميس په ځائے دې "خت" استعمال کړو ۔ خو خبره بيا هغه شخصې ذوق ته ځي چې دا د ذوق خلاف دے ۔  او د ليکوال زړۀ چې څه غوښتي دي هغه يې کړي دي ۔ 

دلته که يوه خبره د نظر لاندې اونيولے شي نو کار به اسان شي هغه دا چې د ژبې بنيادي کار دا دے چې مونږ د يو بل په خبره پوهه شو اوس دا پوهېدل د ثقيلو، نامانوسو او متروکو الفاظو په ذريعه ښۀ کېدلے شي اوکنه د رائج الوقت مستعمل  او په فطري طريقه د راغليو الفاظو په ذريعه ښۀ کېدلے شي ۔ 

په يوه ژبه کښې د نورو ژبو د الفاظو د استعمالولو لار بالکل فطري ده او په دغه فطري لار چې کوم الفاظ راشي بائد مونږ ئې قبول کړو ۔ او کوم خلق چې دا خيال لري چې د دې سره به ژبه عدم وجود ته لاړه شي نو دا غلط فهمي ده ۔ اصل مسئله ژبې ته د نورو الفاظو راتلل د کلتوري اثر وجه وي ۔ يو طرفته مونږ کلتوري اثرات قبلوو او هغې ته جديديت او د وخت ضرورت وايو او بل طرف ته په غېر فطري توګه د ژبې د سوچه ساتلو کوشش کوو او د رجعت ښکار يو ۔

لکه څنګه چې وړاندې ذکر شو چې د بعضي خلقو دا خيال دے چې که د ژبې دسوچه ساتلو خيال او نۀ کړے شو نو دا ژبې به بېخي ختمې شي لکه د مثال په توګه د بعضي خلقو داخيال دے چې په پښتو د فارسۍ يا اردو اثرات به د پښتو نه فارسي يا اردوجوړه کړي ۔ په دې حواله د حبيب الله تږي وېنا ټکي په ټکي نقل کول ډېر مناسب ګڼم ۔  او هم د حبيب الله تږي په دې وېنا به دا خپل ليک پاي ته اورسوم ۔

" کله که پښتو نه پارسي يا اردو جوړه شي ، دا نۀ د پښتو په ژبني ارزښت کښې هيڅ کوم ټيټوالے راولي او نه ژبه له مينځه اوړي ۔ پارسي او اردو د خپل ژبني څه، چې د ثقافتي ارزښت له نظره هم تر پښتو کښته او ټيټې ژبې نۀ دي ۔ دا چې اردو يا پارسي ته زيات خارجي عناصر ورداخل شوي دي نه يې د نوموړو ژبو په ارزښت کښې کوم ټيټوالے راوستے او نۀ يې له مينځه وړې دي ۔ کله که دا کار کېدلے نو انګرېزي بائد د نړۍ يوه ډېره ټيټه او فاسده او مړه يا ورکه ژبه وے ۔ په انګرېزۍ کښې د انګلو ساکسون ژبې د کلماتو له جملې نه تر دېرش فېصده زيات څۀ نۀ دي پاتې ۔"

-
 بېرته شاته