(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یادونه

[25.Dec.2017 - 19:16]

یادونه  

لېک: قیصر اپریدی

د مختلفو ادبي تنظیمونو له خوا چې وخت په وخت لیکوالانو ته د اېوارډونو ورکولو کومې ډرامې شوې دي او لا اوس هم روانې دي جرس ادبي جرګې تل د هغې مخالفت کړے دے دې سلسله کښې د درې میاشتینۍ " جرس " په یو څو ګڼو کښې یوه زورداره مباحثه هم چلېدلې وه چې محرک ئې د دروېش دراني په مقابله کښې شاه جهان صابر ته د اېوارډ ورکړه وه، هم دغسې په کراچۍ کښې هم یو ادبي تنظیم د اېوارډونو په نوم یو لوې تعداد لیکوالو ته شېلډونه ورکړي وو،  دې کښې یو شیلډ د محب وزیر په نوم هم وۀ چونکې محب دغو ورځو کښې کلي ته تلے وۀ نو تسنیم د خپل شیلډ سره د محب وزیر شیلډ هم تر لاسه کړو،  څه ورځې پس محب وزیر راغلو نو زۀ او تسنیم کمرې ته ورغلو د خېر په خېر د مراسمو پوره کولو نه پس تسنیم محب ته شیلډ ورکړو او ورزیاته ئې کړه چې "" واخله خانهاوس زما سره سره تۀ هم د نیمې نړۍ دانشور شوې "

محب په خپل مخصوص خنده رویه انداز د تسنیم مننه وکړه او بیا ورو غوندې تپوس ئې وکړو:

"" نور ئې چا چا ته شیلډونه ورکړل؟ ""

تسنیم په برجسته مګر سوالیه جواب کښې ورته وائي:

"" باچا خان مرکز کراچۍ کښې هغه په کاونټر ناست بابا خو به مو لیدلے وي کنه!!  "

ما او محب ورته په اثبات کښې سرونه وخوځول،  ویلې

"" یو هغه بابا د اېوارډ نه محرومه پاتې شو نور خو د رېړو او د نسوارو د لنګریو خاوندانو هم شیلډونه یوړل "" د اېوارډونو په دې دومره تضحیک او تحقیر ما خو زر خلې ته له شرمه کتاب ونیولو صرف اوږې مې لیدے شوې چې د طاهر صېب د اوږو غوندې ششنېدې او د محب په خندا خو د چاکیواړې حشرات هم د سوړو نه راڅرګند شول

.........................

وصال مومند یو ځل چاته وئیلي وو چې قېصر د کتاب مطالعه داسې کوي لکه هډو لولي ئې نۀ،  دومره زر زر پرې تېر راتېر شي لکه د هوا چپه چې پاڼې واړوي راواړوي خو کله چې ترې په هغه مناسبت تپوس وکړې نو داسې اظهارِ خیال پرې وکړي چې سړے یو څو شېبو له حېران کړي.

همدغسې یوه خبره د تسنیم بېټک کښې هم راپېښه شوه،  تسنیم د خپل رپورتاژ ( بېډ ۲۸مسوده راکړه وې دا درسره کور ته یوسه وې ګوره او بیا ماته خپله مشوره راکړه،  زۀ ورته مسکے شوم ما وې ځه چاې راورسوه،  تر څو چې چاې پخېدې بیا راتلې او بیا مونږ څښلې زۀ د مسودې پنځوسمې صفحې ته ورسېدم او پکښې وخت په وخت به مې تسنیم ته خپل ملاحظات هم ورشړل تردې چې د رپورتاژ د متوقع تهیم باره کښې مې هم ورسره خپل نازرین خیالات شریک کړل ،  تسنیم به زما تعریف ډېر په شُومتیا سره کولو شاید مخامخ به د هغۀ رویه داسې وه خو په دغه ورځ ئې ماته سترګې راپورته کړې وې ئې:

"" عمرونه مو نیم ته ورسېدل،  په دې نیم عمر کښې مو ډېر څه بایللي دي خو ستا حافظې ته اوس هم ماشاء الله وایم ""

زۀ ځان سره مسکے غوندې شوم جوړ تسنیم هم زما د متوقع مګر نامعلوم ردعمل د پاره ساوے غوندې شو ما ورته کړۀ:

"" ددې مطلب دا دے چې نن زما د ژوند اخري ورځ ده، وي که نۀ وي نن به ماته په سړک ټرک ډغره راکوي ""

تسنیم ټک ټک په خندا شو وېلې:

"" مسلمانهما خو د نیم عمر خبره کړې ده هغه نیم خو لا پاتې دے ""

ما ورته کړۀ 

"" نه '  ' تسنیم نن زما ستاینه کړې ده او په دې کښې ماته د قیامت علامې ښکاري ""

زمونږ په دې خبرو کښې د تېرو دوه نیمو لسیزو د تعلقاتو یو داستان پټ وۀ ځکه په دې موقع د هغې خوند هم صرف مونږ دواړو محسوسولے شو .

...............................

عادت ډېر عجیبه څیز دے،  چې نۀ وي نۀ وي، چې پېدا شي بیا ورکېږي نۀ،  ترڅو چې د هغې متوازي یو بل عادت پېدا نۀ کړې.

ښو شعرونو ته بدې او بدو شعرونو ته ښې معنې ورکول دا زمونږ عادت وۀ او په ما او تسنیم کښې ددې عادت کرونده روښان یوسفزي کړې وه،  روښان به زمونږ په وړاندې د ځینو شعرونو داسې اپوټه معنې راویستې چې په اوله کښې به ئې په مونږ د خجالت نرۍ نرۍ خوله راوسته خو وروستو ورسره نۀ یوازې بلد شوو بلکې زمونږ په خپل "تنقیدي " صلاحیت کښې ئې هم ځان له ځاې پېدا کړو،  مثلًا د رحمان بابا دا شعر 

ما له ډېرې ناچارۍ و یار ته شا کړه

ناروا د ضرورت په وخت روا شي 

ددې شعر به روښان ډېره بې رحمانه تشریح کوله، خپله خو به ئې د کوزڼۍ د خلې هومره وړه خلۀ زر راټوله کړه خو ما او تسنیم به تر ډېره د خندا نه وازې خلې نیولې وې.

په دغه ورځ روښان نۀ وۀ،  تسنیم ماته د کراچۍ د یو شاعر شعر واورولو چې په هغې کښې ئې د خپلو اوښکو تذکره ډېر په آتشین او پرسوز انداز کړې وه،  تسنیم ماته وائي:

"" په دې شعر ستا راې غواړم ""

ما د څو لحظو د پاره سر ځوړند کړو او بیا مې تسنیم ته په سنحیده موډ سره سترګې راپورته کړې،  ما وې

"" یا هلکه ریاضه!  ..... تۀ ئې په ایمان ووایه ..... چې ددې سړي ........... چې ددې سړي په دې سپورو او چغمټو سترګو کښې به په تېرو شلو کالو کښې چرته اوښکه راغلې وي؟؟

ما لا هغسې ځان په جعلي انداز سنجیده کړے وۀ او تسنیم د خندا نه خلۀ راټولوي خو راټولوے ئې نۀ شي، ما پرې بیا غږ کړۀ :

"" وایه ........... په ایمان ئې وایه ""

تسنیم د لاس په اشاره راته وائي "" وار کوه،  وایم درته خو چې ساه راخپله کړم "" 

چې ساه یې راخپله کړه نو وېلې 

"" ظالمهستا دې ارا خو زما په دوو پښتیو کښې دوه سوري وویستل خو که شاعر صېب خبر شي نو د هغۀ په یو زړۀ کښې خو به څلور سُرنګونه وباسي ""

...............

د یو سړي ځینې واړۀ واړۀ عادتونه هم یو معقول پس منظر لري خو څه موده پس دغه پس منظر تېر شي او هېر شي او عادتونه وروستو د کتو تر حده بې رشتې غوندې پاتې شي.

تسنیم به په عام وېنا کښې هم ( په څنګل وهل یا څنګل اړمولمحاوره ډېره کاروله،  ترڅو چې زما د دېرینه یادونو او فسادونو تعلق دے نو دا د هغه وخت خبره ده کله چې زۀ او طاهر اپریدے عالمي پښتو کانفرنس کښې د شرکت د پاره کوېټې ته تلي وو د کانفرنس کال خو رانه هېر دے بهرحال کله چې مونږ کراچۍ ته راستانۀ شوو نو ورځ پس رانه تسنیم پوښتنه وکړه

 "" ښه څنګه وۀ؟  کانفرنس څنګه وۀ؟  سفر څنګه وۀ او په سفر کښې طاهر صېب څنګه وۀ؟؟ ""

د سفر او کانفرنس احوال خو ما ښۀ په سنجیدګۍ سره ورکړو البته په سفر کښې د طاهر صېب د څرنګوالي ځاې ته چې راورسېدم نو په شونډو کښې مې د مذاق خارښت راوخوټکېدو،  طاهر صېب ته به مونږ په مذاق کښې "همزولے " وئیل ،  ما وې 

""سفر والله ښۀ وۀ او طاهر صېب هم په سفر کښې ډېر دلچسپه سړے دے خو یو عادت مې ئې خوښ نۀ شو ""

تسنیم یو دم الرټ او په سترګو کښې په شرارت امېز انداز مسکے شو،  وې ئې 

"" ښه '' هغه څنګه؟ ""

ما وې 

"" په سفر کښې چې خبرې کوي نو د سړي پُښتیو ته څنګل اړموي "" تسنیم یو دم خړت وهلې او تر څو چې ما دا خبره کوله:

"" یو وخت کښې خو نزدې وه چې زۀ ئې د سیټ نه ښکته غورځولے وے ""

په خندا خندا د تسنیم سترګې د اوښکو نه راډکې شوې،  هغه ورځ ده او نن ورځ ده چې څنګل اړمول یا په څنګل وهل د تسنیم پوخ عادت یا پوخ تکیه کلام وګرځېدۀ البته رنګ به ئې طنزیه ورکولو.  

.......................

 

تنقیدي موضوعات چې د اظهار له پاره د کومو کوټلو منطقي الفاظو غوښتنه کوي که دا الفاظ نۀ وي یا کم وي نو سړے به وئیل یو څه غواړي او د خلې نه به ئې بل څه راتُوکېدلي وي.

 د " روشن پاکستان " اخبار په دفتر کښې د جرس ادبي جرګې اجلاس وۀ،  ما د ادب په ماهیت یو لېکچر ورکړو،  وروستو په هغې د ملګرو د رایو،  تنقید او اختلاف مرحله شروع شوه د څو ملګرو د خبرو نه پس رحمان بونیري صدر مخاطب کړو وېلې:

"" صدر صېبزۀ خو د ښاغلي قېصر د لېکچر سره اختلاف لرم ""

هغۀ چې په کومو الفاظو زما د لېکچر سره اختلاف کولو د هغې نه داسې ښکارېده لکه هغه په ناخبرۍ کښې زما د نظریې تائید کوي،  جوړ د تسنیم ککرۍ ورته یو دم راوجوشېده،  د صدر د مخاطب کولو غېر پرې راسُور شو وې ئې 

"" تاته پته ده چې اختلاف څه ته وائي؟ خانهتۀ خو لګیا ئې د اختلاف په نوم هم هاغه څه وائې څه چې قېصر وئیلي دي ""

په دې وخت کښې رحمان خرش خرش په خندا شو او تسنیم ته ایله رایاد شول صدر ته ئې مخ ورستون کړو وې ئې 

"" صدر صېبمونږ ته په دې خبره فوکس ساتل پکار دي چې په لېکچر کښې کوم سوال راوچت کړے شوے دے دا سوال درست او که غلط دے او دا هم چې آیا په ادب کښې تر دې وړاندې چا داسې سوال راپورته کړے؟ دے؟؟ ""

که څه هم خپله د تسنیم سره د ټوس منطقي الفاظو عمومي ذخیره ډېره کمه وه خو په دغه ورځ ئې خپله هم د خپلې غصې په برکت په ناخبرۍ کښې ټوس منطقي الفاظ وکارول

.......................

ارواپوهنه وائي چې کوم سړے ډېر خاندي د مینې تږے وي،  د تسنیم په شاعرۍ کښې خو د مینې دا تنده ډېره په عروج ښکاري خو هغه به زیاتره په عملي ژوند کښې هم داسې خبرو ته لېواله وۀ چې دۀ ته خندا راولي.

مونږ سره به چې کله کله د خندا هیڅ سامان نۀ وۀ نو دۀ به راته ووې:

"" ښه ځه کنه، هغه د محمد اقبال اقبال د نثر پېښې خو راته وکړه ""

ما به ورته ووې 

"" ګوره تۀ په خلقو پسې پروپېګنډې کوې زما د خلې دا خبره به چرته کوډ کړې او ټول مردان به رانه خفه کړې ""

په دغه ورځ راته وائي "" نه،  نۀ وایم،  هیچا ته نۀ وایم،  په پیربابا درته قسم خورم ""

ما وې 

"" زۀ په پیربابا عقیده نۀ لرم،  ټیک ټاک په دېوانِ عبدالرحمان راته سوګند پورته کړه "

وې "" ښه ځه په هغې مې قسم وي ""

ما نثر شروع کړو 

"" فلاني خان فلاني ځان د تخم د دانې غوندې په ځمکه کښې ښخ کړو،  هغه د ځمکې تل کښې د نوي سره زرغون شو، واپس د ځمکې په سر کښې راوټُوکېدۀ، تېغے شو، تنه شوه، ونه شو په دې ونه کښې څانګې او په څانګو کښې د پاڼو غوندې راشین شو ""

خو کله به چې ما دا آخري فقره لوسته 

"" او په اخره کښې هم هاغه د تخم د دانې غوندې په ونه کښې راڅرګند' شو ""

نو تسنیم به لاس اوچت کړو زما د آواز سره به ئې خپل آواز شامل کړو او دغسې په غبرګو آوازونو به مو فقره تکرار کړه او بیا به د ماشومانو غوندې کړس کړس په خندا شوو .

......................

د هند په یوه ډرامه کښې مې د دوو بنو یو څو منظرونه کتلي وو چې هغوي به یوې بلې ته په خلۀ څه نۀ وئیل خو په زړۀ زړۀ کښې به ئې د یوې بلې خلاف منصوبې جوړولې خو دواړو به د یوې بلې د زړۀ پټ غږ اورېدو.

زما او د تسنیم مېنځ کښې به هم کله کله دغسې یو پټ ډېپلوماتېکي جنګ چلېدو او د یو بل د متوقع طرزِعمل نه به مو د خپلې دفاع تدابیر تړل.

د کوېټې د جهاني کانفرنس بلنې ما او تسنیم دواړو ته راغلې وې، زمونږ هوائي ټکټ هم شریک وۀ او ددې ټکټ کاپي تسنیم ځان له ترلاسه کړې وه، د ټکټونو خاص خبره دا وه چې د دواړو د اصلي نومونو په ځاې قلمي نومونه پکښې درج شوي وو،  ما چې صورتحال وکتو نو زۀ د تسنیم په متوقع ارادو خبر شوم،  د هغۀ اراده دا وه چې قېصر باید خپله راته ټیلي فون وکړي بلې خوا ما دا تاثر ورکولو چې ماته د خپل ټکټ هیڅ علم نشته یعني تسنیم ماته باید د تکټ اطلاع راکړي البته دا کار مې وکړو چې د عارف تبسم نه مې ټکټ په ایمېل راوغوښتو او په چپه خلۀ مې د هغې کاپي ترلاسه کړه، هفته اتۀ ورځې پس زۀ سحر مهال ایرپورټ ته لاړم او د حفظِ ما تقدم په طور مې خپله شعري مجموعه لاس کښې راواخسته، امیګرېشن کاونټر ته مې اول ټکټ بیا شناختي کارډ وړاندې کړل او ورپسې مې دا شتۍ هم ورلړه کړه چې ټکټ د شناختي کارډ په نوم نۀ دے،  افسر سترګې راپورته کړې چې دا سړے متضاد ولې غږېږي؟  چرته دماغي بې ځائیګي خو پکښې نۀ ده واقع شوې خو چې زما سترګو کښې شریفانه تبسم ته ئې وکتل جوړ هغه هم په دوستانه غوندې تبسم وویشتم:

"" ایسا کیسا ہوسکتا ہے؟  "" افسر ووې 

"" ایسا ہوچکا ہے جناب،  لیکن اس میں غلطی نہ میری ہے نہ آپکی "" ما د خپلې اردو دانشورانه فصاحت ور ګوش ګزار کړو 

افسر د لږ سنجیده تامل نه پس بیا راوکتل:

"" لیکن ایسی صورت میں آپ نہیں جاسکوگے "" افسر ووې 

"" جانتا ہوں جناب! ویسے آپکی تسلی کے لئے میں ایک پروف بھی ہمراہ لایا ہوں "" ما ئې په تجسس کښې بیا اضافه وکړه 

خپل کتاب په هغې زما عکس او ورلاندې په خپل قلمي نوم مې ورته ګوته تېره راتېره کړه، دې دوران کښې یوه زنانه افسره هم د مینې په دې مباحثه کښې راشریکه شوه او هم هغې په خپل نغمه انګېز غږ د تلو اجازت خو راکړو البته یوه ګیله ئې پکښې هم شامله کړه:

"" جانتے ہو؟  اس سے ہماری نوکری بھی جا سکتی ہے "" افسرې ووې 

ما ئې په سترګو کښې شکریه ادا کړه او خوشحال خوشحال روان شوم او تر انتظار ګاه مې دا ځان سره وئیل چې ریاض خانه! اوس وار ستا دے، ګورم چې تۀ څنګه د نکیر منکیر د سوالونو نه راتېرېږې انتظار ګاه کښې د تسنیم فون راغے،  وې تۀ چرته ئې؟ ستا ټکټ ما سره دے،  زړۀ کښې مې سوچ وکړو چې زما بن ماته اوس خبر راکوي چې فلائیټ کښې نیمه ګېنټه پاتې ده مطلب د فلائیټ نه مې هم پاتې کوي او خپل قسم ته هم جواز جوړوي ما وې

"" راځه راځه باتورهزۀ راننوتے یم د جنت دروازه ستا په انتظار ده ""

انتظار ګاه کښې د انتظار لمحې ختمې شوې، د فلائیټ دروازې هم بندې شوې او زۀ یو یو تن ته ګورم چې تسنیم خان څه شو؟  تر دې چې د الوتکې ټایرونو د ځمکې نه خپله رشته منقطع کړه خو تسنیم د جهاز په یو افق هم راښکاره نۀ شو  دا خو بیا وروستو پته ولګېده چې تسنیم په امیګرېشن پاتې راغلے دے،  بنارس ته تلے دے او ماښام مازیګر به بس کښې راسورېږي او زما بن به پرله پسې یولس ګېنټې د مکافاتِ عمل نه راتېرېږي.

 

کاش که دا د نوم کشاله ورته قبر کښې هم پېښه شوې وے او تسنیم یو ځل بیا خپلې شرارتي دنیا ته راستون شوے وے 

...................

تسنیم به د ډرائیورانو او کنډېکترانو د رویې نه سخت ویرېدو،  اکثره به ئې وئیل "" د ظالمانو بچي داسې نېغې او تېرې تېرې خبرې کوي  لکه په خلۀ کښې ئې میزائېل ایښي وي " په دغه ورځ مونږ ته په بندر روډ د پلازې سګنل سره ښکته کېدل وو نو د اول نه د کنډېکتر خوا ته وروکشېدو،  کنډېکټر ته مې ووې "" هلکهپه دې سګنل مو وغورځوه "" کنډېکټر راته تېرۀ تېرۀ وکتل،  وېلې:

"" ګوذاره کوه ترۀخُوږ به شې ""

وړاندې له دې چې تسنیم رنګ وبایلي ما ورته په ظرافت امېزه لهجه کښې ووې:

مړه نو داسې مو مۀ غورځوه کنه چې خُوږه شُو ""

کنډېکټر هم ترکي به ترکي ځواب راستون کړو وې ئې:

"" ښه بیا څه درسره وکړم؟  ""

ما وې "" د مالوچو د بوجۍ غوندې مو پاستۀ وغورځوه ""

په دې سره کنډېکټر په ناوینځلې خلۀ په خندا شو او ګاډي ته ئې غرب ورکړو وېلې "" اشارې سره برېک شه غُنډله!  ""

تسنیم تر ما وړاندې په قدم کښې راښکته شو روستو چې د سړک په غاړه روان شوو نو تسنیم مخ راستون کړو وې ئې 

"" بیا هم ډرائیور وې کنه!! حمله دې ورله شاته ودیکله ""

ما ورته وې:

هسې که تۀ وے تا به څه کول؟  ""

وې ئې "" زۀ خو دې ظالمانو ته دا هم ډېر په ګرانه او ډېر په ویره وایم چې ودروه زۀ کوزېږم.  ""

............

په دې تېرو څو کلونو کښې ما محسوسه کړې وه چې د تسنیم په زنده دلۍ کښې خو څه فرق نۀ دے راغلے البته د  هغۀ په خندا کښې هغه د تېرې کریکې کېفیت کمزورے شوے وۀ،  د هغۀ د دې نوعیت د خندا یوه شېبه اوس هم زما په حافظه کښې کله کله انګازه جوړه کړي.

په دغه ورځ زمونږ تر مېنځه په څه خبره تکرار وۀ ما به باور ورکولو او دۀ به وې "" نۀ داسې نۀ ده،  بیخي داسې نۀ ده "" زۀ پوهېدم چې هغه هسې د خوند د پاره ما عذابول غواړي په اخر کښې راته وائي:

"" ښه ځه تېره کړه کلیمه  ""

 

ما وې "" تېره کړم کلیمه؟ ""

وې ئې "" هو تېره کړه ""

ما وې "" اعوذ بالله من الریاض التسنیم ""

تا به وې که د تسنیم د خندا تارونو ته یو دم بجلي راغلې وي د یوې تېرې کریکې سره ئې خېټې ته لاسونه ورکړل او مخ په ځمکه داسې ورځوړند شو لکه په ځمکه خلۀ لګوي خو چې په دې ئې هم ذوق اسوده نۀ شو نو پرلت ئې خلاص کړۀ او په شډل کښې د خندا نه په لوغړېدو شو، شېبه پس راپاسېدۀ سترګې ئې د لاس په ګېډه ومښلې وېلې "" واې واې مړ دې کړم ""

ما وې "" خانهمرګ دې خوښ وۀ کنه!!!

په اخر کښې راته وائي 

"" ښه ځه ' اوس کلیمه پوره کړه  هغه دوېمه برخه ئې هم ووایه ""

ما وې "" نۀ نۀ ' قابل اعتراض ده ' مفهوم ئې اپوټه راځي ""

وې "" څنګه؟  تۀ ووایه ""

ما وې "" ظالمهفرښتې ئې اوري کنه!!! طاهر والفهیم ( طاهر اپریدے او فهیم سرحديپکښې راځي ""

د طاهر والفهیم نوم څه وۀ چې په تسنیم بیا د خندا زورداره غوټه راغله،  دا ځل مونږ دواړو دومره وخندل چې د راروان کال د پاره مو هم کتهارسس وشو.

-
بېرته شاته