(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مولد النبي الشریف

[07.Dec.2017 - 11:04]

مولد النبي الشریف

‌‌‌‌‌‌لیک: ‌‌‌‌‌‌ډاکتر فاروق اعظم

بسم الله الرحمن الرحيم

إن الله و ملئکته یصلون علی النبی. یاایهالذین آمنوا صلوا علیه وسلموا تسلیما(صدق الله العظیم)

د خير البشرمحمد (ص) د مبارک میلاد یادونه

د مولد النبوي الشریف ذکر اوس تر هر بل وخت ضروري دی. موږ تر پخوا ډیراوس د رسول الله (ص) د پیغامونو او تعلیماتو را په یادولو ته ضرورت لرو. تاسې وګورئ اوس په إسلامي نړۍ کې څه حال دی؟ د نړۍ اکثریت جنګونهاو ناآرامۍ د اسلام په قلمرو کې دي او پرې تپل سویدي. څومره وینې پهأفغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، سومالیا، کشمیر، یمن، فلیپین، برما اوفلسطین کې توئیږي؟ هره ورځ په عالم اسلام کې په زرګونو د قرانکریمحافظان او د رسول الله (ص) د دین حاملان شهیدان کېږي. هغه ښځېشهیدانې کېږي چې ښایی ټولنې ته یې مهم علماء وړاندې کړېوای. هغهنارینه شهیدان کېږي چې که پاته وای ټولنه پرې آبادېدای سوای او انسانیتته یې خدمت کولای سوای. په ګوانتانامو، بګرام، پلچرخي، کندهار، ابوغریب،لتویا، استونیا، رومانیا او نورو دولتي او شخصي بندیخانو کې یوازې دأفغانستان په زرګونو بېګناه انسانان همدا اوس ناست دي. په ملیونونومسالمانانو د استعمارګرو طاقتونو او د هغوی د لاسپوڅو له لاسه خپل وطنونهاو کورونه پرې ایښي او په نورو وطنو کې بې هویته دربدره سرګردان ګرځي. تاسې د مینمار (برما) د مسلمانانو حال وګوری چې څه ورسره کېږي. انسانیضمیر دومره بېچاره، مرعوب او کرخت دی چې حتی مسلمانان یې په مکه کېږغ نه سي پورته کولای. د أفغانستان د مسلمانانو سره څه کېږي؟ د دولتیمراجعو په قول هره ورځ تر دوه سوه پورې عسکر مړه او زخمیان کېږي. پههابله خوا کې تلفات ددولت په قول په څو چنده دي. دا هرځوان چې مري دیوې کورنۍ غړی دی؛ ښځه، أولاد، مور و پلار او خور و ورور لري. د کاڼو او بوټو نه دي پیدا. دا قتل عام ولې؟ ترهګر هم دوی دياو ګوډاګیان هم دوی. همبور دی او هم بدنام

آباد او مرفه عراق او لیبیا څنګه سول؟ چا وکړل او ولې یې وکړل؟ په سوریهکې چا خلک وهڅول چې د بشار اسد ظالم او بېدین رژیم ته پورته سي. هغوی چې پورته سول او مقاومت ېې وکړ، څنګه ېې پر نیمه لار پرېښوول. دغهنړیوال منافقت او دسیسې ښائسته سوریه تباه کړه. دا ولې وسوه؟ یمن چا پهوینو ولاړه؛ چا د جنګ اور پکې بل کړ او چا یې بېګنا خلک له لوږې او مهلکوناروغیو قتل عام کړل؟ داسې نور ډیر مثالونه درواخلئ. نن تر بل هروخت دمولود شریف د تجلیل ضرورت دی چې د تجاوز، ظلم او بېعدالتی په مقابل کېاواز جګ سي

خو موږ نباید ټوله ملامتي پر نورو واچوو. په دغو مصیبتونو کې زموږ ونډه اوکردار هم د پام وړ دی. دا کردار څومره دی؟ دا ولې؟ چاره یې څه ده؟ د مولودشریف تجلیل او د رسول الله پیغام (ص) دغو سؤالونو ته جواب ویلای سي. یوکلا ته چې غله ورلویږي، هغوی یوه ډله وي؛ یوازې یو کس پر کلا نه وراوړي؛غله آئتلاف جوړوي. د کور بلدي سړی هم ورسره وي او یا یې دقیقه مشورهورکړیوي. غله ټول ځوانان وي، په صحت تندرست او مسلح وي. شل، شوټ اوناروغ په غلو کې نه وي. کله چې پر کلا ورواوړي، نو که په یوه خونه کې یو زوړسړی د مرګ پر بستر پروت او له ناروغي ټوخ وهي، غله غلا نه سی کولای؛وایی چې څوک ویښ دي. انتظار باسي چې ټول ویده سي. که د څو میاشتوماشوم په زانګو کې وژاړي، بیا هم غله غلا نه سي کولای او ټول یو تاریککونج کې ځان پټوي چې هسې نه د ماشوم په ژړا نور راویښ سي. غل اومتجاوز زموږ تر تصور ډیر ډارن دی. هغه په تاریکه کې او چې خلک ویده ويغلا کوي. که کور رڼا، خلک وی‍ښ او رویبار نه وی، غل نه ورځي. که تاسېټولنه رڼا کړئ، ولس بیدار وساتئ او د غلو سره د کور د رویبارانو مراقبواوسئ، غله ستاسې کور ته نه سي درلویدای. تاسې پوه سواست چې نن دمسلمان کور ته هرځای غله ولې لویدلی دی؟ د ځان بیدارول، څراغونه لګول اود پردو په خدمت کې داخلي رویباران ورک کول په کار دي. او دا د میلاد النبیپه تجلیل او د آنحضرت (ص) د پیغام په تازه کولو کېدای سي. د خندق د جنګ تاریخ وګوری چی آنحضرت (ص) د خپلو یارانو په تنویر او دښمن ته په بیدارۍ او تیارۍ څنګه په ډیر لږ تلفاتو فوق العاده نامتوازن جنګ وګاټه او بیا یی د داخلي رویبارانو (د مدینې یهود) سره چی د دښمن سره یی پټ لاس وو، څه وکړل؟ موږ باید جنګ، سوله، سیاست او د ژوند ټولی چاري د خپل پیغمبر (ص) څخه زده کړو. نو ځکه د میلاد النبي تجلیل ترهربل وخت اوس ډیر ضرورت دی.

هغه امت به ول‍‍ې نه ذلیله کېږي چې وایي مسلمان یم خو د اسلام پر لار اوقانون نه ځي. ځان په یو قانون پابند بولي خو نه یې عملي کوي. په یوه ټولنهکې چې قانون نه وي او یا نه تطبیق کېږي، همدغسې به یې حال وي لکهزموږ. خدای پاک محمد (ص) ته په اوله وحې کې د لوست او لیک د اهمیتخبره کړیده او تر هر بل دین په اسلام کې د علم د حصول او لیکلو تأکېد ډیرسویدي. دا ځکه علم رڼا ده. خو زموږ اکثریت له دغه نعمته محروم دی. تعجبدادی چی زموږ د ډیرو ملایانو لیک نه دی زده خو خپل په دغه کمزورۍ نهشرمیږي، بلکې پرې ویاړي. تاسې ولاړ سئ وګورئ زموږ په کلیو کې د ډیرودینی علماؤ حتی اولادونه د علم له نعمته محروم دي؛ د ښځو لیک خو بیخيناروا ګڼي. زما په کوچینوالی په جوماتونو کې د لیک زده کړه فن وو او د فنزده کړه د دینی علومو د زده کړې په وخت کې لغو (د وخت ضایع کول) کار وو. نو ځکه ډیرو ملایانو پخپلې بیسوادۍ فخر کاوه چې وخت یې په لیک زده کولونه دی ضایع کړی. دلته یې خپلې ناپوهۍ ته د قرآن او پیغمبر د ټولوسفارشاتو خلاف د دین جعلي جامه وراغوسته. د دین په نوم دغه بیدیني ټولقوم بیسواده وساتي؛ چې په نتیجه کې مو د علم او پوهې د حصول اندازهډیره محدوده او پر هیڅ شمار سوه. بلاخره پسونه راڅخه جوړ سول چې دادید لیوانو خوراک یو. د خپل قوم په ناپوه ساتلو موږ په حقیقت کې د پردیواهدافو ته کار کوو. هغه قوم چې رڼا په توره وهي، رڼا به نه ویني؛ په تیاره اوویره کې به ژوند کوي

نن تر هربل وخت ډیر د میلاد النبی د تجلیل ضرورت دی. د هغه رسول (ص) تعلیمات باید را په یاد کړو چې کله یې د بدر په جنګ کې بندیان ونیول، نو دهغوی د خلاصون لپاره یې یو شرط داوو چې که چا د مسلمانانو لسو هلکانوته لیک او لوست ورزده کړ، هغه به آزادیږي. خو موږ د خپل پیغمبر (ص) دارشاد او عمل په خلاف، ښوونځی بندوو، سوځوو یې، ماینونه ورته ایږدو اوپخپل دغه عمل فخر هم کوو. حتی حکومت چې ځان مسؤل ګڼي، د ښوونځیوپه تعمیرونو کې نظامی پوستې اچوي، د علم دروازه د وطن د أولاد پر مختړي او په عوض کې د بندیخانې دروازه خلاصوي. صحابه کرامو به دعاءکوله چې یا الله موږ ته په دین کې پوهه راکړه. خو زموږ دا دعاء اوس پر خولهنه راځي. موږ لمونځ کوو خو د پوهیدو تلاښ یې نه کوو. قرانکریم لولو خوپوهیدو ته یې وخت نه ورکوو. موږ هغه طوطیان یو چې څه لولو په مفهوم یې نهپوهیږو. دغه سبب دی چې د لمونځ کول او د قرانکریم لوستل زموږ په زړو کېکومه ولوله نه سي پیدا کولای. موږ له جوماته روح وایسته او تش کالبد موودراوه. خپله هم هسې لکه مجسمې پکې ولاړ یو. په داسې جومات او داسېجماعت څه جوړه ده؟ د عرفات پر میدان په یوه امام پسې په ملیونونهمسلمانان ولاړ وي، خو د هیڅ استعمارګر او ظالم هیواد سترګه نه ځینېسوځي. داځکه هغوی پوهیږي چې هلته تش کالبدونه سره راټول دي

فرض دوه ډوله دي؛ یو فرض عین او بل فرض کفائي. د فرض عین أداء پر هرمؤمن فرد لازمه ده؛ لکه لمونځ، زکات، روژه، حج. د فرض کفائی أداء پر ټولنهلازمیږي؛ لکه د جنازې لمونځ. د فرض حکم دادی چې په کولو یې ثواب، په نهکولو یې عذاب او انکار یې کفر دی. د مسلمانانو په یو کلی کې پر هرچا لمونځفرض دی. خو د جنازې لمونځ یوازې پر حاضرو کسانو فرض دید فرض عینپه کولو د بلچا غاړه نه خلاصیږي، خو په فرض کفائي مثلا د جنازې په لمونځچې د څو حاضرو کسانو لخوا وسي د کلي د نورو ټولو خلکو غاړه خلاصیږیکه په کلي کې هیچا د جنازې لمونځ ونه کړ؛ په کلي کې د ټولو غاړې بندېديهمداسې د علم موضوع ده. علم پر دوه ډوله دی؛ یو فرض عین او بلفرض کفائي. د دینی علومو ضروری برخه زده کړه پر هرچا فرض ده، خودعصري علومو زده کړه فرض کفائي ده. په یوه ټولنه کې حتمی نه ده چې ټولخلک طبیبان، انجنیران، زراعتپوهان، پیلوټان، ... وي. خو په ټولنه کې د هر فنخلک دهغې ټولنې د احتیاج په اندازه حتمی باید وي. که نه ټولو فرض ترکوهلي دي او د عذاب مستحق دي. دین هډ دی او دنیا پوست. که د چا پوستوسو، هډ ژوندی نه سي پاتیدای. نو ځکه موږ په هر لمانځه کې وایو چې یا اللهد دنیا او آخرت ښه راکړې (اللهم ربنا آتنا فی الدنیا حسنة و فی الآخرة حسنةو قنا عذاب النار). دین مونږ ته د اخرت تر ښېګڼې دمخه د دنیا د ښیګڼې لپارهدعاء راښوولې ده. داځکه دنیا مزرعه د اخرت ده. که موږ عصري علوم نه زدهکوو، نو نه یوازې ګناهکار یو، فرض مو ترک وهلي دي بلکې خپل  ژوند موهمخراب کړی او ځانونه مو د پردو احتیاج کړیدي. پر موږ ولې هرڅوک حملېکوي؟ له یوه غمه نه یو خلاص، بل غم ولې راباندې نازلیږي؟ علت یې دادیچې زموږ اقتصاد کمزوری او په عصري وسایلو سمبال هیواد نه یو، او داځکه چې موږ یې نه غواړو. موږ د دین ارشاداتو ته شا کړیده او نتیجه دادهچې د بل تر پښو لاندې یو، مشران مو نور راته ټاکي او نظام مو د بل پههدایت چلیږي. دومره بیغیرته سوي یو چې د سیند پر غاړه وږي تږي ناست یواو بل ته مو سترګې دي چې ډوډۍ او اوبه راکړي. أفغانستان د اوبو له لحاظهغني هیواد دی؛ خو موږ نه شرمیږو په کال کې په ملیونو ټنه غنم واردوو. داغنم په نورو هیوادونو کې په اوبو رسیدلي دي. ګویا موږ د سیند پر غاړه ناستاوبه واردوو، دا شرم ولې؟ داځکه وارداتی غنم حق السکوت دی چې موږغالمغال ونه کړو چې ولې د ډیرو اوبو په موجودیت کې بیا هم اوبه واردووموږولې خپل بندونه نه جوړوو؟ داځکه پردي یې نه غواړي او موږ ته خپل حقالسکوت راکوي. موږ هوښیار یو، خو پر غولدنګۍ مو ځان اچولی دی؛ ځاندینداره ښیو خو نه یو؛ د ددین په نوم بیدیني کوو. د عصریت په نوم د پردوګوډاګیان او رویباران یو. ربنا ظلمنا انفسنا، و ان لن تغفرلنا و ترحمنا لنکوننمن الخاسرین (یا الله موږ پر ځانونو ظلم کړیدی، که ته موږ ونه بخښې او رحمراباندې ونه کړې، موږ به تاوانیان یو). اوس د میلاد النبي (ص) یادونه ترهربل وخت ډیره ضروري ده چې سترګې مو روڼې او عقل مو سرته راسيچې موږ څه کوو او چېرې روان یو؟

درناوي

فاروق اعظم

۱۲ لومړی خور ۱۴۳۹ هق (۱۰ لیندۍ ۱۳۹۶هش/لومړی دیسمبر ۲۰۱۷م)

-
بېرته شاته