(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمـلالـې دپلارویـنااو دموسی شفیق وژنه

[17.Nov.2017 - 09:11]

د  مـلالـې د پـلار ویـنـا او د موسی شفیق وژنه
ډاکتر رحمت ربی ځـیـرکیـار
«پـښـتون سوشل دموکرات ګوند» د ۲۰۱۶ په مې کې د جرمني په فرانکفورت/ماین  ښار کې سمینار جوړ کړی و. ډېرو افغانانو پکې ګډون کړی و. له انګلیستان او افغانستان نه راغلو افغانانـو هم پکې ګټورې ویناګانې واورولې. ما په اینټرنیټ کې واورېدلې. په دغه ملي غوڼـډه کې د لرافغانستان د سوات دګلالۍ درې د منلې او مبارزې ملالې یوسفزۍ منور پلار ضیاالدین یوسفـزي په ملي احساس کوټـلې او په کلتوري لحاظ ګټوره انتقادي وینا واوروله. د مېـرمنې  نوم یې تورپېـکۍ دی. د ده نامتو او روڼ آندې (منورې) او مبارزې لور غوښتل چې په سمینار کې برخه واخلي، خـو د ازموینو (امتحا ن) له امله غوڼــډې ته رانغــله. دا هغه ملالۍ  ده چې یو جهالت طلبه پاکستاني طالب د ۲۰۱۲د اکتوبر په ۹ نېټه ښوونځي ته د تللو په مهال د ماشینګن په فیر کلکه زخمي کړې  وه. اسلام  بایــد  د جهـالـت او تورتم لــوښی نشي، بلکې د هرچا (ښځینه او نارینه) انسان لپاره د لاس ډيوه شي. نړۍ په پوه چلېـږي، نه په ناپــوهۍ!
ملاله د سوات په میـنګـوره کې د خپل پلار په ښوونځي کې
د ملالې پلار وویل: «زه هغه خوش قسمت پښتون یم  چې په لور پېـژندلی شم! ما ته په  دې لـوی ویــاړ دی.» پوښتنه دا ده چې «په لر او بر کې پښتون -افغان ته څه ستونځې دي او د هغوحل څه دی؟»: پښتون-افغان که په لر دی  که په بر دی، د یوې بد امنۍ سره مخامخ دی. د پراکسي وار[وکالتي جنګ] او د ستراتیجیک جنګ تیاتردی. «د پښتون لویه ستونځه د پښتون تقــسیم دی. په پښتون-افغان کې د معاشرې غټ خڼـډ مـذهـبي لیونتوب دی. دی یې له خـپل  ملته او خپل قامه شـلـولی دی.»  د سوات شاعر روغاني ویلي  دي:
ای د اعتدال دشمنه ځان دې خواروزار کړ....ســتا  د انتهـا  مسلـې سـپورې وخـتې
پښتون  په دواړو خواو[لراو بر] کې مري؛ په اوسني اسلام  کې زه په دواړو خواو کې وژل  کېـږم. کله چې پخپله د پښتون سره زیاتی  کېـــږي، نه پرې خفه کېـږي. د  مذهب[دین] ړوند تقـلید دومره  ړوند کوڼ کړی دی  چې نه  د  ځان لپاره ګـټـور دی، نه د اسلام لپاره! مېـرمنـې به  مو د کور د تمــبو شاته ساتي. د پښتنو په ټولنیز ژوند کې مېـرمنې بې برخې ساتل شوې دي. په یویشتمه پېـړۍ کې پښتون د نارینه سوچ[فکر] د قبایلي نارینه تصور په لټ کې نښتی دی. نن په ۲۱  پېـړۍ کې خلک ړندو او چاړاګانو ته  تعلیم ورکوي. خو پښتون  خپلې روغې خوراو لـور ته تعلیم نه ورکوي. کله چې ځوی  ناروغه مور ډاکتر ته  بوځي او ډاکتر پوښتنه وکړي چې نوم  دې څه دی؟ ځوی یې جواب ورکړي چې د ریـدي ګل  مور! یا د سپين ماماښـځه! په سوات کې  عثمان ولسیار نومې شاعر داسې ویلي وو
 
نه هزار زلـمي ورغلي تـر کـماله 
 نـه یـوه  نـره مـلالـه مـیـونـدوالــه
ضـیاالـدیـن یوسـفـزي د عثمان ولـسـیــار له دغه  شعـرنــه خــونــد او پـنـد اخـیـستـلی و چـې: «کـه لـور مې وشــوه مـلاله نوم به ورکـوم.» که  په ۱۹ پېــړۍ کې د میوند ملالۍ ولس د یرغلګر انګریز په وړاندې د خپل هېواد دفاع ته هڅولی و، د سوات د مینګورې ملالۍ هم په تنکي عمر کې د خپل کړېــدلي  پښتون-افغان ملت د نېـکمرغۍ لپاره د ۲۱پېـړۍ د عِـلم او ټکنالوجۍ ډګر ته په مېـړانه ورودانـګل اوپه نړۍ کې د علم(پوهنې) ځوانه نامتو مبارزه  شوه. ملاله په نړۍ کې تر دې دمـه، د نوبل د جایزې تر ټولو ځوانه جایزه ګټونکې ده!
په بر افغانستان یو ډېرغریب او کم لوستی،خو ډېر ځیرک شاعر و. خپل شعرونه به یې هغسې لیکل چې ویل به یې. نوم یې ملنګ جان و او په ۱۹۵۷م کې مـړشو. که هغه ژوندی وای، د زړه له کومي دُعا ګانې به یې ملالې ته کړې وای! له ملنګ جان نه واورئ:
الهي راولې باران د علـم.... چې پرې ودان افغانستان شي
********
د وطن خدمت دپاره اوزګار نه شوم.....خدمتګار د هریو خان به یم تر کومه؟ 
په کرلو او رېـبلویې پوهېږم...نالایـق د دسترخان بـه یم تر کومه؟
********
خان ملک زما په غم  کې د رشوت دی......شېـخ صاحب مې راته وایي جوړ قیامت دی
ومې نه لید په خدمت کې خدمتګارګډ......کاشکې نه وای د دې دهر په  بـازار ګډ
***********
لوګی شمه له تانه پـتـنګ دې یم پتنګ.....زما پـښتـونسـتانه ملـنګ دې یـم ملـنګ
کوم خوند چې شته جنت کې زه یې اخلم ستا د غرونه....زما جنت نشانه ملنګ دې یم ملنګ
مجنون ته که لیلا وه خو پښتون ته ته لیلا یی......لیلا خولالیلایې چې زموږ ننګ اوحیا یې
محبوب د ملنګ جانه ملنګ دې یم ملنګ
************
ارواښاد محّمد آمین ملنګ جان نېـکمرغه و چې که د ۱۳۵۷لمریزد ثور له ۷ نېټې(۲۸ اپرېل ۱۹۷۸) راهیسې تر نن  پورې د ټول افغانستان روانې غمیزې(پرولیټاریات، مولاټاریات،طالبـټـاریات، او د ۲۰۰۱ له اکتوبر را هیسې ډالرټاریات) یې لیدلې وای، نو ډېـرې تـرخې نغـمې به یې  لیکلې وای! د افــغانــستان د ویـښ اوشاعـرصـدراعــظـم شهــید محّـمـدموسی شفـیق  (۱۹۳۲تر۱۹۷۹؟) لکه چې دغو غمیزو ته پام و! هغه محّـــمــد (ص) تــه وایــي:
درنه ځارشم سـر راپورته کړه یو ځلې ..... په اشنا جامو کې ورک یې ستا پېـغام کړ
په اسـانه پکې سـاه  وېـستل  محال دي.....هـومـره تنـګ یـې ستا هغـه پراخ نظام کړ
ولولئ: ډاکتر رحمت ربی زیـرکیار(راوېستونکی)، ملنګ جان د بې درباره ملي ژبـې ملي شاعــر. خپرنـدوی: ټـول افغــان. کــلیفـورنیـا. ۱۹۹۵فـبــروري(کـــب۱۳۷۳لمریــز/روژه ۱۴۱۵سپوږمیز).

صدراعــظم  مـوسـی  شفیـق
پـرچمي جګـړن خـلیل خان چې په عسکري کې  په  «خلیل سګـباز» هم مشهورو، لاندې اشخاص یـې وژلي وو: محّمد رحیم پنجشیری، امین الله نجیب(رئیس شرکت هوایی اریانا)، جـنرال عبد القدیر خلیق، صدراعظم محّمد موسی شفیق. «موسی شفیق را ضربه کردم به روی درخـندق افــتید و شتلک میزد، بلاخــره جاغور اخــری را سرش خالی کــردم.» د موضوع  د  تفصیل لپاره ولولئ:
« اظهارات شخصی که صدراعظم  سابق موسی  شفیق  را بدست خود  به شهادت  رسانیده»
Dawatmedia24.com (13 November 2017)
[email protected]
 
۱۶نومبر ۲۰۱۷

-
بېرته شاته