(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چپ شه ته لا ورکوټی یې

[12.Oct.2017 - 07:14]

 

چپ شه ته لا ورکوټی(کوچني) یې

لیک: انجنیر موسی خان ساپی

که حقیقت ته نظر کړو او لږ خپل دماغ پر سم فکر او سوچ مصرف کړو نو دا خبره به بلکل غلطه ثابته شي چې( مونږ باید د مشرانو لار تعقیب کړو) . دې ورځو کې زه دا خبره د ډیرو هغه خلکو نه اورم چې پوه، ښه شعور او ښه تعلیم لرونکي هم وي، خو له بده مرغه خپل مسولیت نه اداکوي او پدې خبره یې ضمیر مړ کړی وي چې خلک به څه وايي، د خلکو د څه ویلو د وجې هیڅ نوښت نه تفکر نه شې کولي. دا سوچ لرونکي خلک ترقي نه شي کولی دماغ یې ارتقاع او انکشاف نه کوي او له وجې یې ټولنه هم له ارتقا بې برخې کیږي او یو نوی نوښت ورته عار او شرم ښکاره کیږي. هر انسان پدې الله تعالی مکلف کړی چې د ښو او بدو تر منځ تفکیک وکړي او خپل ولس ته ښه او په ښو کې ښه ترین وښایې. الله تعالی فرمایی چې( الله تعالی هغه قوم ته تغیر نه ورکوي تر څو خپله ځان تغیر نه کړي....) دلته دا خبره په بشپړ ډول غلطه او بې بنیاده ثابته شوه چې تاسو د خپلو مشرانو  په لار ولې نه ځئ او دا خبره به د پیغمبر پاک علیه السلام په مقابل کې مشرکینو هم کوله کله چې هغه ورته روښانه او سمه لار ښوله، خو مشرکینو دا خبره ټینګه کړې وه چې مونږ د مشرانو لار تعقیبوو. راځم اصلي نقطې ته که څوک وایي چې مونږ باید د مشرانو لار تعقیب کړو بیا خو پکار ده چې له اوله مو باید دا کار کړی وای. زمونږ مشرانو باید د خپلو مشرانو لار تعقیب کړې وی او همداسې دا سلسله پسې مخکې تللې وای .. نتیجه به یې دا وه چې نن باید مونږ هماغه د کفر، وحشت او دهشت په دور کې وی. انساني ټولنه کې انسان پدې کلف دی تر څو پلټنه، تحقیق.... او تخلیق وکړي، دې سره انساني ټولنه ارتقا کوي، انسان او انساني ټولنه د تکامل پوړ ته رسي. دا هم نه وایم چې بلکل دې څوک د مشرانو لار نه تعقیبوي نه د مشرانو کړنې دې د مطالعې او تحقیق لاندې ونیسې ، ښه یې دې تعقیب او له بدو ځان او ټولنه وساتي . دا امکارن لري چې مشرانو مو داسې یو څه کړي وي چې هغه وخت او مکان سره یې کول مجبوري وه او بد هم نه خو د وخت او مکان بدلیدو سره هر څه بدلیږي نو کیدای شي چې دلته هغه کړنې بیا کول سم نه وي نو اجتناب ترې پکار دی او نه داسې کول پکار دي چې بلکل د خپلو مشرانو غلطي هم د ضد او عناد د وجې سمه تعبیر کړو او د چا انتقاد او نیوکې اوریدو برداشت ونه لرو. الله تعالی مونږ انسانانو ته عقل او شعور راکړې او په دې یې د هرقسم سوچ او فکر کولو سلاحیت راکړې ، نو پکار خو دا ده چې د دغه صلاحیته پوره ګټه واخلو او مخکې لاړ شو. زما په خیال دا د ټولو انسانانو مسولیت جوړیږي چې د خپلو دماغو پوره ګټه واخلي او د قام او خاورې د بچاو ، ابادۍ او پرمختګ لپاره مناسبې لارې چارې د خپل فکر سره سم ولټوي. د افغانستان په معلقه مسله او پکې دخیلو اړخونو او د دوی په اصلي شکل، موخه او مرام پوهیدل ځانګړي تحقیق او پلټنې ته اړتیا لري او دا صلاحیت د هر انسان سره شته، د حالاتو او جغرافیي دا تقاضا ده چې هر څوک پرې پوه او د غور لاندې یې ونیسې. دا مهمه نه ده چې د چا کوم مسلک دی، پدغه حالاتو پوهیدل د هر مسلک والا فرض جوړیږي. یوه خبره چې ډیره مهمه ده څوک که سره ده خپل مسلکه په دغه مسایلو پوه او ځان پوهولو په هڅه کې وي، زما په خیال دا یو ډول وړتیا ده چې دغه ډول خلک  یې لري ، هیله مې دا ده که څوک دغه وړتیا نه لري او د وخت د درلودو د وجې نه شي کولی پخپله پلټنه او مطالعه وکړي پکار ده د نورو د پوهې نه ګټه واخلي او ځان پوه کړي. یو شي ته چې زه ډیر متوجه یم ، زمونږ په خلکو کې یوه لویه ستونزه دا ده که کشر لږ څه د خبرې سړی شي، د یو څو کسانو مخکې د ودریدو، خبرو کولو وړتیا او څو کسو ته د ګټې رسولو وړتیا پیداکړي نو مشران یې نه زغمي او د محکوم کولو هڅه یې کوي او هماغه اصطلاح ورته کاروي کومه چې یې وړکوالي کې ورته کاروله( چپ شه ته لا کوچنی يې)، خو پدې خبر نه وي چې د دغه کوچني وړتیا دې نورو منلی خلک پرې حساب کوي. بله لویه ستونزه زمونږ په ټولنه کې دا ده چې مشران تل پدې هڅه کې وي چې خپل کشران محکوم وساتي او هغه فکر چې مشر ولرې باید کشر یې ومني، کشر ته دا اجازه نه وي چې خبره وکړي نظر وړاندې کړي او د خپل سوچ او فکر نه ګټه واخلي، دا هم نه وایم چې بلکل دې مشر کشر ته څه نه وایي خو کم تر کمه کشر ته باید د یوه سړي او انسان په سترګه وکتل شي . د هغه خبره ، نظر واوریدل که سمه وه تشویق او که غلطه وه ملاحظات ورکړل شي هغه هم په هغه انداز چې پکې د کشر د تشویق الفاظ وي. نو زما هیله له ټولو هیوادوالو دا ده چې کشرانو ته د خبرو کولو ، بحث کولو ، سوچ او فکر کولو وړتیا ورکړئ، تر څو په لویوالي کې د ښه شخصیت جوړیدو جوګه شي او په ښه جرات او ډاډ سره  خپل او د خپلو خلکو اواز پورته او حقوق وغوښتلی شي.

لیک: انجنیر موسی خان ساپی

-
بېرته شاته