(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتنو تاریخ ولـولئ!

[13.Sep.2017 - 13:39]

پښتنو تاریخ ولــــــــــولئ! 

لیک:انجنیر ماڼو ساپی

دا څو لسیزې کېږي، چې د پښتنو په لویه خاوره کې ظلمونو او وحشتونو اور بل دی. او د دنیا د  زبر ځواکونو داسې وسله پاتې نه شوه چې په  دې خاوره کې  ونه   چلول شوه او د لکونو پښتنو په وژنه کې استعمال نه شوه.

په دې لویه  خاوره کې یې  د ګولیو باران  جوړ  دی، د هر کور نه  جنازې رواني  دي او د  هرې جونګړې څخه  د غمونو ،کړاونو ، ویرونو، فریادونو او کړیکو اوازونه  پورته کېږي  .نه  مو اسلامي نړۍ دغه بوږونکي اوازونه  اوري او نه  نوره نړۍ. که په روانو بدبختیو تم شم،نه به الفاظ پاتې شي او نه به قلم په دې وتوانږي چې  ټول د خپلې نوکې لاندې راولي.

 

اخر موږ  څنګه کولای شو چې د دغې غملړلی داستان او بدترین ناورین  څخه راووځو؟

یو ملت   چې   پنځه زره کلن تاریخ لري  او د نړۍ   په نوموتو کارنامو کې ثبت وي او داسې سترو دسیسو او ښکېلاکګرو په  جال  کې راګير وي.  او  د خلاصون له پاره یې هېڅ سعې او کوښښ نه کوي او د نړۍ د سیالو قومونو په قطار کې نه ودرېږي او د مخکې تګ پر ځای شاته تګ کوي…دا بدبختۍ ډېر  لاملونه  لري،خو زما په باور لوی لامل او سبب یې دا دی چې موږ لر او بر پښتنو خپل تاریخ هېر کړی او خپل  پنځه زره کلن تاریخ ته مو شا کړې ده او د خپلو تاریخي اتلانو او ویاړلو څېرو په پل  پل نه ږدو  ، په  خبرو  او ویناو  یې عمل نه کوو او دې سترې   حیاتې موضوع  ته یو زره  نه متوجع شوي یو او نه متوجع کېږو، د بېلګې په بڼه  ما هم په  ځینو  ناستو پاستو کې د ډېرو لوستو څخه هم اوریدلې  دي چې هغې څه کړی دی او دې څه کړی دی،حال دا چې دې لوستې ځوان یوازې د ازموینې په موخه د زرین تاریخ پاڼې اړولي  وي، نه د یو ژور فکر پر بنسټ، او دا خو لېرې خبره  ده چې د یو  ځانکړې ملي اتل کتاب  یې لوستی وې چې یوازې د یو څلی ژوند او کړنې پکښې یو په یو وي.

 

که  د یادې مسلې تل ته ښکته شو ،نو د لمر په څېر روښانه ده چې  فرنګي او د فرنګیانو لاسپوڅو او ګوډاګیانو دې ستر ملت د اسېرولو او په غاړه کې د غلامۍ د زنځير اچولو په پار  د خپلې ژبې او تاریخ څخه د لېرې کولو دسیسې کارولي دي او کاروي.

 

چې همدغې ټکي  ته په نغوته د وزیرستان یو ملي مشر وایي:

د خپلې ژبې قدر وکړئ! ،خپل تاریخ ولولئ! ،د خپل تاریخ ننګه وکړئ!

 

هغه قوم تل ازاد وي،هغه څوک غلام کولای نه شي،د هغې ‌‌ ذهن  څوک نه شي غلام کولای ،د هغې  قلم څوک نه شي غلام کولای. خو هغه قوم  چې خپله ژبه  هېره کړله، ، تاریخ یې هېر کړ،نو هغه قوم بیا تل غلام وي.

 

دا یو تریخ حقیت دی چې پښتون ولس  د خپل پلار او نیکه  په  لار روان  نه دی او  په ویښه خوبونه کوي او ورځ تر بلې د دوښمنانو په  دامونو کې نښلې چې په   دې اړه د عدم تشدد نړیوال مبارز او د   انسانیت سفیر  باچا خان  وایي:

 

پښتنو ویښ شئ  او یو شئ!

داسې وخت به درباندې راشي چې د چرګانو او چرګړو په څېر به وژل کېږئ او د پوښتنې به مو څوک نه وي.

 

که د بابا خبره پخوا منلي وای،په خپلو کې مو  په رښتیني توګه لاسونه ورکړې وای او د کرکې ،نفرتونو ،کینو ،بغضونو او د یو بل پښو وهلو نه  ډډه کړې وای او ډډه وکړو،نو بیا  مو د دغو ټولو دسیسو او شومو پلانونو ته د پای ټکی ايښي وې او د  پښتون دوښمنه عناصرو به  مخونه به تور او د  تېر تاریخ برم  به مو راژوندی کړي وای.  چې د پدې اړه د هېواد د ځلانده تاریخ  ځلانده ستوور څخه سلطان محمود غزنوي (رح) د پښتنو د یووالی په اړه وایي:

که  پښتانه  ټول سره یو ځای شي،نو په ټوله نړۍ لا زوال حکومت کولای شي.

 

که مونږ  خپلو شمله ورو  او ویاړلو مشرانو ته نظر واچوو داسې کوم ټکی به ترې نه وي پاتې شوی،چې د موږ د مخکې تللو او سیال کېدلو کې رغنده رول  ونه لوبوي. او د خلاصون او نجات  نېغه لار په کې په نښه شوې نه وي.

 

په تاریخ  باندې ننګېدل او د تاریخې اتلانو په  پل روانېدل د فکري  روڼتیا، د فکري محدودیته وتل  او د ویښتیا باعث ګرځي.دا چې موږ په یو فکري تنګتیا کې یو او د نړۍ د ښکېلاکګرو په جالونو کې نښتي یو او د راوتلو له پاره هېڅ لار نه وینو ،بس یوازې  د ژوند ناخوالو ته پراته یو  او داسې مرحلې ته رسېدلو یو چې د نړۍ هېڅ یو انسان  مو غږ نه اوري ،د نړۍ یو انسان راباندې نه دردمن کېږي او د مظلومیت نارې ته  مو څوک  لبیک نه وایي، او داسې  مالومېږي  چې موږ  نړیوالو  مړه فرض کړي یو،ځکه د هدېرې د انسانانو د عذابونو نارې انسانان نه اوري ….دا چې په درد او غم نه مو څوک نه دردمن کېږي ،ورځ په ورځ مو د محوه کولو پلانونه نوې کېږي او په  ملي ارزښتونو باندې  مو خاورې اړول کېږي او په  بېلابېلو لارو مو د پښتو ، پښتونولۍ او ویاړلي تاریخ نه  لېرې باسې،ځکه  دوښمنان  لدې  لارې غواړې  چې موږ د تل پاتې غلامۍ په لور بوځي.

 

خو اوس هم ناوخته نه دی  چې  موږ په غښتلي اراده او کلک عزم  باندې د دې تیت او پرک ولس د شعوري کولو له  پاره مټې راونغاړو  لکه  یو شاعر وایي:

 

نور دې د غاړې ټوپک لیرې کړه قلم واخله

پښتونه! ګـــــــــــام د نړیوالو سره سم واخله

بچوته ووایه !د مکـتب  په لور قدم واخله

پــښتونه! ګام د نړیوالو سره سمه واخله

 

پښتون ولس باید په یوه واقعې غږ  دې روانې کرغیړنې او ناکاره  جګړې ته نه ووایي، او  د نورو د  ناروا ګټو له پاره باید د خس او خشاک په څېر   ونه سوزل شي…پردی ټوپک د اوږدې څخه د تل له پاره ښکته کړې.

 

د  بزدله ،ډارن  ،شرخوښی او مضر دوښمن  هغه  ستره او نه جبرانېدونکي منسوبه   په جدیت  شنډه کړې او پرېنږدې  چې مخې ته ولاړه شي  چې د د کرښې هغې غاړې او دې غاړې ته   د پښتنو په سیمو کې   په زرګونه  ښوونځي بند کړی او د علم رڼاګانې زمونږ  د دروند ولس راتلونکي په وړاندې   مړې کړې  دي. دا باید موږ  ټول  پر خپلو غاړو  فرض   ومنو  چې   د بندو  او تړل شوو ښوونځیو بندې دروازې خلاصي کړو،  خپل ګلالي ماشومان د قلم ،کتاب او کتابچو سره  ښوونځیو اوزدکړیزو  ځایو ته   ور  ولېږو.هغه د یوه مشر د کاڼې کرښه ده  چې وایي:

 

په وژلو نه ورکېږو، په ناپوهۍ ژر ورکېږو.

که   په واقعې  او رښتینې  بڼه مو په لر او بر افغانستان ( لوی افغانستان) کې د علم  او پوهې  څراغونه ولګول ، د پښتون   ولس   پرسینه  به هغه  ژور زخم  او ټپ   چې د سلو څخه زیات  کلونه ترې وینه وڅېڅدله او څېڅېږي  په بشپړه توګه تداوې  شې. او د انګریز ښکېلاکګرو او شرخوښونکو انسانانو هغه فرموله (   Divide& Rule  )  یانې ويي ویشه او حکومت وکړه د منځه  ولاړه شي  او د لوی افغانستان پر خاوره  دامن ،یووالي  او پرمختګ یو واحد بیرغ   ورپي او د عضمتونو او ننګونو  تاریخ  به یو ځل بیا  په څپو راشې او احمد شاهي،میرویس خاني،باچا خاني او خوشحال خانۍ ته  بشپړه لاره هواره شي.

 

دا دازادۍ  خاوره دا د جګو غرو وطن

دا د ننګیالو وطن ،دا د ننګیالو وطن

ځاله د بازانو ده دلته کې زمري اوسي

دا دننګ بچیان لري دا پرګــــنو وطن

دا دننګیالو وطن،دا دننګیالووطن

 

https://thepashtunexpress.com

The Pashtun Express

-
بېرته شاته