(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د تاريخ پوروړي

[11.Feb.2017 - 16:14]

د تاريخ پوروړي
لیک: شهرت ننګیال

د وروستي صدر اعظم شهيد محمد موسی شفيق د سيمينار په څنډه کې؛
دا د هغه مهال خبره ده چې د افغانستان پر تاريخ او مشاهيرو غټه چليپا تېره وه. اخوانيانو د افغانستان تاريخ او نوميالي د خپلې ايډيالوژي، ډلو او تنظيمو د جوړېدا له وخته را نښلولي وو. له دې دمخه د جاهليت زمانه ورته ښکارېده چې ډېر به ښه شول نو څوارلس سوه کالو ته به يې د افغانستان تاريخ وغځاوه. پر پنځه زره کلن تاريخ وياړ يې د کفر او جاهليت پر زمانه وياړ او کبيره ګناه يادوله. چا چې د پنځه زره کلن تاريخ خبره کوله، سر يې د کټ کولو و. «ووژنه، که نه ووژل شه» د وخت تر ټولو غوړ او تود شعار ګرځېدلی و.

د چنګاښ د ۲۶مې جمهوريت یې اولين کودتای کمونستی در افغانستان باله. په تنظيمي کليزو کې يې د چنګاښ ۲۶مه په تورو کرښو په نښه کړې وه. نه د زمري ۲۸مې په کليزو کې ځای درلود، نه د نجات ورځې يادونه کېدای شوای، د وږي د نهمې ياد سور کفر ګرځېدلی و. نه پر ملي سرود خوله چوله کېدای شوای، نه ملي بيرغ چا پورته کولی شوای.

اعليحضرت غازي امان الله خان او شهيد سردار محمد داود خان د رټنو او ترټنو په سر کې ځای درلود، د دوی غندنه موډ او فېشن ګرځېدلې وه. په پخواني پاچا پسې د تورونو او جعلياتو توپان په غرغړو و، د ده حکومتولي د ثور کودتا او شوروي يرغل سره په يوه تله او کاڼي تلل کېده.
محمد زمان مزمل خپله لومړنۍ قلمي پنځونه د نادري کورنۍ پر ترټنه له چاپه را اېستلې وه. سړي په ګرانه ددې توپير لګولی شوای چې دغه کتابګوټی کابل کې انقلابي ملګرو چاپ کړی، که په پېښور کې انقلابي وروڼو له چاپه را اېستلی دی؟
کابل کې انقلابي ملګرو پخوانی پاچا او کورنۍ يې سلب تابعيت کړه، پاکستان کې انقلابي وروڼو له اسلام څخه اېستلې وه. سيد جمال الدين افغاني يې پر سيد جمال الدين اسلامي اړولی و، د وحدت اسلامي ورځپاڼې يوه ګڼه يې په دې سانسور کړه چې چلوونکي يې پر تندي د علامه اقبال «ملت افغان در آن پيکر دل است» قطعه چاپ کړې وه.

د افغانستان د تاريخ د دفاع څوک نه وو، د افغان نومياليو پل نشوای موندل کېدای، که ياد يې کېده، ښايي د غندنې او رټنې په ټکو شوی وای، که نه اسلاميت، تقوا او ايمان يې تر پوښتنې لاندې راتلل، ځکه خو د وارداتي ايډيالوژيو تر درانه بار لاندې د ملي ارزښتونو ملا کږ، بلکې بوټه ماته وه.
يواځنۍ خپرونه چې ذهن او فکر ته پرتې زولنې ماتولی او د تنظيمي استبداد او اختناق پر وړاندې د راپورته کېدو هنګامه تودولی شوای. د ولسمل افغان مجاهد او مجاهد ولس و چې د ملي مبارزې ملي کرښه يې تېره او د شوروي تيري تر څنګ يې له تنظيمي اختناق او کوربه استبداد سره مبارزه توده کړې وه.

د حسن البناء، سيد قطب، مولانا مودودي، شريعتي د افکارو او سياسي نړۍ ليد تبه سر ته ختلې وه. که چاته به دې د شريعتي د فلسفي او روانشناسي تحليل په پرتله د علامه صلاح الدين سلجوقي د «تقويم انسان» د قدامت خبره کوله، در پورې خندل يې، ددغسې يوې خبرې زړه او جرأت په ګرانه کېدلی شوای، ځکه خو يې په شهيد پيغام مجله کې پر علامه سلجوقي پسې سپورې ستوغې خپرې کړې، دده پر ليکنو، څېړنو او تحليل يې ملنډې وهلې وې او علامه يې پر فساد ان بېلارۍ تورن کړی و.
له ميوندوال تر موسی شفيق ټول پوهان او سياستوال پر همدغه تله او کاڼي تلل کېدل.
ويل يې د ذکر يا ملاتړ له سره د قورمې بوی خېژي چې د شهيد ميوندوال آثار خپروي، دده په ياد د ګوند اړوند اخبار راباسي…
د شفيق هېڅوک نه و، په رښتيا هم ميراث و، په تمامه مانا ميراث، نه لوی ننګرهار و، نه د کامې درک لګېدای شوای، نه د کامويانو پل موندل کېدای شوای، نه د شفيق د زومانو پته وه، نه د لمسيانو، خورينو، د نننيو ټولو مدعيانو ادرسونه ورک ول.
سخت دريځه تنظيمونه پرېږده، د پير صاحب د تنظيم خپرونو کې يې هم د ياد او نمانځنې ځايګی نشوای موندل کېدای.

لويديز مېشتو بيروکرېټ افغانانو به چې کله قلم را واخيست، نو شفيق يې فېشني صدر اعظم معرفي کاوه چې په الوتکه کې يې له جرمني د نوي ماډل موټر را لېږدولی و، په فرانسه کې يې د درېشۍ جوړولو دوسيه پسې را اېستله د هلمند اوبو پر خرڅلاو يې پړ پېژانده.
زما په ياد دی چې يوه ښاغلي د سلطنت په نسکورېدو د شفيق له بندي کېدو د خپلې ماناداره خندا په کټ کټ يې ويل: کودتاچيانو د شفيق د ښکلو وېښتانو د خرېيلو امر کړی و. نايي په وچو وېښتو چاړه تېروله، شفيق هيله وکړه چې وېښتان يې لامده کړي، خو کودتاچيانو ورته وويل، صدر اعظم صاحب! اوبه نشته، اوبه خو تا پر ايران پلورلې، اوس تاته اوبه له کومه راوړو؟

بېکسي او ناکسي دومره چې د شفيق ورور محمد هارون څرخي پله کې زنداني و، د ولسمل صاحب په خبره اوه مياشتې يې يوه جوړه جامې هماغه چې پکې راوستلی يې و، په تن وې. له چا مې پوښتنه وکړه چې هارون جان يې زندان ته راوستلی په همدې يوه جوړه جامو کې يې ګورم. ويل پايواز نه لري، يوازې دی، څوک يې پر پوښتنه نه دي راغلي، جامې چا نه دي ورته راوړې.
ولسمل وايي، دغه سړي ته مې وويل، ورته ووايه چې که بده يې نه ګڼي زه به يو جوړ جامې ورکړم. ويل، ته خپله ورته ووايه خو ما ددغې خبرې لپاره هارون ته مخامخ نشوای کتلی. وايي، هغه سړي چې دغه خبره ورته کړې وه، هارون جان ورته ويلي وو، ولې به یې بده ګڼم، ولې يې نه اغوندم…
هارون له زندان په خلاصېدو د مهاجرت پر لار په سروبي- تنګي کې د حق د لارې مجاهدينو له موټره کوز او تری تم کړ…
د پرديو او وارداتي ايډيولوژيو لوخړو او بړبوکيو ټول تاريخ لاندې کړی و، له څو جهادي مشرانو او لسو- يوولسو اخوانيانو چې اعدام او زندانو کې تري تم وو، په نورو ټولو شخصيتونو خاورې اړول شوې وې.

په تنظيمي- اخواني او جهادي اعتقاداتو کې کمونېزم او د ثور کودتا د دوی له ناکاميو، ناغېړيو او کاواکيو د افغانانو غاړې ته لوېدلې وه.
ما په قيام حق مجله کې د شفيق هغو څلوريزو ته ځای ورکړ چې د مناجات په جولې کې يې را نغښتې او له الله تعالی سره يې د افغان انسان راز و نياز ته مخه پرانستې وه.

د شفيق د شعرونو ټولګه «پيغام» مرحوم استاد پسرلي راکړې وه، هرې ګڼې ته به مې درې څلور قطعې ترې د م. شفيق تر نامه لاندې غوره کړې وې.
۱۳۶۷ کال مې د شفيق پيغام له سره چاپ کړ، خو نه يې کومې خپرونې يادونه وکړه، نه يې مخکتنې ته د چا اوبه ځګ شولې، يواځې ولسمل صاحب له ناروې په مجاهد ولس کې پرې مقاله خپره کړې وه.
زما دروند دوست فايض صاحب شاهد دی چې يوه تنظيمي مشر د پيغام په ليدو څرنګه غبرګون ښودلی و؟ ددغه مشر غبرګون دومره توند و چې د ملګرو زړو کې يې زما ژوند ته اندېښنه ټوکولې وه. غبرګون په دې هم سخت و چې د کتاب پر ټايټل مې شفيق ته شهيد کښلی و او شهادت لکه دين او جهاد ځينو خپله ټېکه پېژندله.
پر پيغام سربېره مې د شفيق د نورو شعرونو لټون پيل کړ، د ايشيا سنټر کتابتون کې مې له کابل مجلې، زيري او نورو مهالنيو مې دده شعرونه وموندل. په ۱۳۷۹لمريز کې مې دده د شعرونو ټولګه «دا په ياد د محبت درسره واخله» چاپ کړه. د سريزې په (۷۱) مخونو کې مې د شفيق پر ژوند، شخصيت، ادب، سياست، دپلوماسۍ او حکومتولۍ خپلې موندنې او څېړنې را ټولې کړې وې.
دغه ټولګه دانش په ۱۳۸۶ کې له سره بيا چاپ کړه.
بيا داسې وخت راغی چې کنګالونه ويلې شوي وو، ځکه خو له يوه او بل ځای د شفيق د خپلوۍ مدعيانو سرونه پورته کړل، دده پر ميراث يې د ترکې ګونډې ووهلې، پر وېش يې نژدې وه خپلو کې ګوتې او هډونه مات کړي وو.

د جلال‌اباد پر غونډۍ د شفيق مېنې ته يوه او د قرغې ته بل خېټې خيشتې کړې وې، د کامې جايداد بل په بډه ګرځاوه، خو د شفيق ادبي او علمي ميراث ته د چا پام نه‌شوای اوښتلی.
ما ټول ننګرهار او کامه ګز و پل کړه، خو د شفيق په نامه مې کوم لښتی او وړوکی پل ونشوای موندلی.
څه موده دمخه چا راته کړه ولسمشر د شفيق د خدمتونو د نمانځنې په اړه د سيمينار حکم ورکړی او څلور ميليونه افغانۍ يې ورته منظورې کړې دي.
ډېر غوره ګام، خو يو څوک هله د کوم شخصيت د درنښت جنډه لکه ساتي چې له ياد سره يې ګټې پېيلې وې، ولسمشر، صدر اعظم، وزير يا سفير شوی وي؟
پوښتنه دا ده چې محمد اشرف غني د شفيق پر ژوند او ادبي سياسي شخصيت له دې وړاندې د کومې ليکنې او مقالې اړتيا ته نوک نشوای نيولی، د سلګونو مقالو په لړ کې دده لخوا د شفيق په اړه د کومې ليکنې او يادونې درک لګېدای شي؟
ښاغلي غني چې د ناکامو، کاميابو، مشروطو او محرومو حکومتو په اړه درنې څېړنې کړې چېرې د شفيق د ريفورمونو او کارنامو کومه يادونه کړې ده؟

که ددغسې مقالو، نمانځنو او يادونو تابيا له پخوا شوې وای، زموږ ځوان نسل له خپلو نومياليو په لېرې پاتېدو ښايي د وارداتي ايډيالوژيو تر دغسې يرغل لاندې نه وای راغلي.
سيمينار جوړ شو، له سيمينار دمخه په سرکاري چاپي رسنيو کې مقالې خپرې کړای شوې، خو ددغو مقالو منځپانګه پر هماغو موندنو او پلټنو ولاړه وه چې ما د «دا په ياد د محبت درسره واخله» سريزې لپاره لټولي او راټول کړي ول.
که څه هم دغه نقل په ډېرو مواردو کې د اصل مطابق و، خو په مرجع او مأخذ يې ټولو ځانونه ناګاره اچولي وو چې د څېړنې خپرونې په چارو کې د درغلۍ څرګندوی بلل کېږي.
ناخبري دومره چې د انيس د جدي د ۱۸مې ګڼې د درېيم مخ يوه ليکنه کې يې د شفيق پر ځای د علامه سلجوقي د ځوانۍ تصوير لګولی و.
په سیمينار کې داسې کسانو هم په لومړي کتار کې لنګر اچولی و چې په پخوا کې يې پخپلو موندنو کې د شفيق اسلاف له لاهور سره پېيل، د خپلې خبرې په زبات او اثبات کې يې د شفيق په يوه څلوريزه کې «بکواس» ټکی خپل لاسوند ګرځولی و.

د څلورو ميليونو افغانيو په بيه درې ورځنی سيمينار دوو او بيا يوې نيمې ورځې ته را لنډ کړای شو، سربېره پر دې چې سيمينار کمپايني غونډې ته ورته ښکارېده، ټولې مقالې او ويناوې پر هغو تکراري او کليشه يي ټکو راګرځېدلې چې ډېرې يې «دا په ياد د محبت درسره واخله» کې راغلي ول، ځکه خو داسې کومه نوې موندنه او پرمختيا رامنځته نکړای شوه چې تر مخې يې د شفيق د کومې نوې ادبي پنځونې درک وګرځي. له خورو ورو مهالنيو دده د مقالو کومه ټولګه چمتو شوې نه وه.
له ولسمشر تر بهرنيو چارو وزارت او د سيمينار تر متصديانو ټولو ته شرم دی چې د څلور ميليونه افغانيو په بيه د يوه سفير، وزير او صدر اعظم د نويمې کاليزې علمي- څېړنيز سيمينار ته يې دده د ۲۲ کلنۍ د شعرونو له يوې وړې ټولګې پرته بل څه ونشوای موندلی. هغه ټولګه چې په بېوطنۍ کې ۲۸ کاله وړاندې يوه کډوال پخپل لګښت چاپ کړی و. د سيمينار چلوونکي دومره نه پوهېدل چې کله د مرحوم شفيق د ټولو شعرونو بشپړه ټولګه چاپ شوې، د نيمګړيو شعرونو چاپ څه کمال ګرځېدلی شي؟
علمي سيمينارونه تبليغاتي غونډې نه اوسي، په علمي سيمينارو کې د نویو موندنو او څېړنو لوری جوت وي شفيق پوهنه د ملي سياست پراخ مضمون او اکاډميک ضرورت دی، د دين او دنيا د همغږۍ د يوې بريالۍ تجربې شننه او مطالعه ده.

په مصر کې د افغانستان سفير ښاغلي فضل الرحمن فاضل د شفيق صاحب عبقريان په چاپولو ځان ټيس مار خان را ايستلی. سربېره پر دې چې خپل اوه پښته وړاندې وروسته يې ټول په دغه زيار کې ګډ کړي، دا يې د عبقريان دويم چاپ ګڼلی، په داسې حال کې چې عبقريان دويم ځلې ما هغه وخت (۱۳۷۳) چاپ کړی چې فاضل په کابل کې تنظيمي جګړو، مرګونو، بې عفتيو او برباديو ته څڼې غورځولې. په درېيم ځل دانش خپرندويې ټولنې عبقريان هغه مهال چاپ کړ چې فاضل د برلين له کونسلګرۍ په امريکا کې د قوي کوشان اميد اخبار ته د افغانستاني او افغانستانيانو له دريځ قلم پورته کړی و.
شفيق چې په مصر کې د زده کړې پر مهال له ولسمشر جنرال نجيب سره د بهرنيو محصلانو په ډله کې په تورو ټکو کې د ليدو کتو کوم ادبي تصوير وړاندې کړی او ښاغلی فاضل يې د افغانستان مجلې په لومړۍ ګڼه کې پر درک لګولو له ځمکې ځمکې لګېږي، هغه په هماغه کال کابل مجله کې چاپ شوی چې د غوره ادبي رپوټينګ په توګه ما له سره ګودر مجله کې چاپ کړی دی، د حقوقو پوهنځي د څلورم ټولګي لپاره مې د مرحوم شفيق چمتو کړی «حقوق بين الدول» نوټ پرله‌پسې په ګوربت مجله کې چاپ کړی دی.

دغسې مې له حقوق، کابل، نياو او قضا مجلو دده ګڼې ليکنې دده د مقالو ټولګې ته را غونډې کړې دي.
په هغو ورځو کې چې ما د شفيق ليکنې له مهالنيو را اخيستې فوټوکاپي ته مې لاسرسی نه و، ځکه خو اړ وم دده مقالې، شعرونه له مهالنيو په خپل قلم را نقل کړم چې د هغه کړاو تريخ او خوږ خوند مې اوس هم د ژبې پر سر دی.
که څه هم فاضل پر عبقريان خپله ليکلې سريزه کې د پيغام د دويم ځلي چاپ يادونه کړې، خو دا هغه وخت و چې فاضل د حسن البناء، سيد قطب او نورو اخواني مشاهيرو د ليکنو او اثارو له ژباړې د افغان نومياليو ياد او نمانځنې ته نهشوای وزګارېدلی. موږ ته خپل مشاهير د ګټې او مقام له مخې پر زړونو اوري، کله چې ولسمشر شي، وزير او سفير شي بيا يې پر سيمينار څلور ميليونه افغانۍ ښندي، خو له خپل جېبه پرې کومه ټنګه نشي لګولی.

شربت ګله چې اوس يې د مهاجرت د بېوزلۍ سمول ګڼو او له بيت المال څخه اپارتمان پرې لوروو، د مهاجرت په ۳۸ کلنه موده کې مو له خپل جېب څخه سل ډالره ورته نيولي دي؟

د فاضل سترګو کې ښايي د مصر له سفارته د بهرنيو چارو وزارت او صدارت خوب غړېدلی وي، خو شفيق د برهان الدين، صلاح الدين، تازه دين، شکر دين او موزه دين پر مټ سفير، وزير او صدر اعظم شوی نه و، په ميراث يې دغه څوکۍ او مقامات نه وو تر لاسه کړي، د خپل استعداد په تکيه يې ګټلي ول.

تاسې به يې و نه منئ چې زه چا د شفيق سيمينار ته و نه بللم، دده په اړه زما د زيار او موندنو په ياد د چا خوله چوله نه‌شوه.
د مرحوم استاد الفت په خبره موږ خپل خدمتګاران نه پېژنو خو باداران ډېر ښه پېژنو!

-
بېرته شاته