(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اجمل خټک یاد

[09.Feb.2017 - 21:33]

خوار خټک ته ګوره چې نظمونه په اوبو ليکي!
لیک: نوربادشاه يوسفزی

که څه هم زما عمر او علم دومره نه دی چې زه د اجمل خټک په شاعرۍ، ژوند او سياست علمي او تحقيقي ليکنه وکړم خو زما په ژوند کې اجمل خټک ړومبی سړی دی چې زما ژوند يې بدل کړی، د هغه کتاب او شاعرۍ زه دې ته اړ کړې يم چې هر څه ته فکر وکړم، تاريخ مطالعه کړم، پښتانه او د پښتنو تاريخ وګورم، په لنډو ټکو چې د اجمل خټک کتاب زما په ژوند کې انقلاب روستۍ وو.

زه به چې کله هم د کلي نه بازار ته لاړم نو که څومره ضروري کار به مې هم لرلو خو د ټولو اول به د کتابونو دوکان ته ورتلم چې ځانته ترې د کيسو کوم کتاب واخلم، يو ځل مې دا ” دا زه پاګل وم ” په نوم کتاب په نظر شو، زړه مې پرې وراغۍ. کتاب مې رواخيستلو، په ټوله لار مې تادي وه چې کور ته به څه وخت رسم چې دا کتاب ولولم، کله چې کور ته ورسيدلم نو دا زما عادت وو چې کتاب به مې په يو ځای لوستلو که هر څومره وخت به يې اخيستلو، دا کتاب مې چې کله ختم کړه نو په زهن کې مې د فکرونو طوفان راغی، ما د اجمل خټک په اړه هيڅ نه پيژندل ځکه چې زه په 6 جمات کې وم او زمونږ د تعليمي نصاب په اړه خو هر چاته مالومه ده.

اجمل خټک ” دا زه پاګل وم ” کې ليکي:
د هاړ ګرمى ده. د خښتو او سيمټو حوالات باندې نمر لګى او دننه هم نمر راننوځى، تنور ئې ترېنه جوړ کړے دے او د پاسه پرې دا خبره لا بېله چې لکه مخکښې مې ووې دا فېصله مې کړې وه چې نۀ به اوبۀ څښم او نۀ به روټۍ خورم. نو تاسو خپله اندازه وکړئ چې يو خوا د ګرمۍ دا حال وى او بل خوا سړے اوبۀ هم نۀ څښى او ورسره کمزورے شوے هم دومره وى چې د هډوکو پنجره وى نو د هغۀ به څۀ حال وى.

غرمه د حوالات دننه سُور اور شوې ده او زۀ تندې داسې اخستے يم چې ځيګر مې سوے دے؛ د هغۀ نه هم د ساه سره لُوګى راوځى. ژبه مې ازغى ازغى ده او حلق مې اوچ دے. پروت يم د بدې ورځې اړخ نۀ شم بدلولے. مازغۀ مې چکرونه هم خورى او چوى هم. کله مې کپرۍ کښې سيلۍ راشى شغار پکښې جوړ شى، کله پکښې شپېلۍ وهلے شى، په ځيګر، مزغو او کُولمو کښې مې عجيبه تماشه جوړه ده او زۀ اېغ نېغ پروت يم ځان ته مې فکر دے.

دې کښې څۀ وينم چې ځان راته څۀ بل بل شان غوندې وښکارېدو. وايم چې ساعت په ساعت ورکوټے کېږم. چې ځان ته مې ښۀ فکر وکړو نو رښتيا راغونډېږم. د ځان په تماشه شوم. لوږه، تنده رانه هېره شوه او چې څومره وخت تېرېږى زۀ ورکوټے کېږم. کېده کېده چې وړوکے کېدم، وړوکے کېدم، وړوکے کېدم، ان چې د ماشى هومره شوم او چې لږ ساعت نور تېر شو نو لاړم غېب شوم.

هلته زۀ غېب شوم او دلته ناڅاپه څۀ وينم چې زۀ يم او زما نه کشره خور مې ده، ما سره لاسو کښې شوملې دى او هغې سره ډوډۍ ده. دواړه پلار پسې ډوډۍ مېرې ته وړو. زما عمر لس کاله دے او د هغې اتۀ يا نهۀ. روان يو، سخته ګرمى ده، خشکه مېره ده او لوئى مزل دے. چې څۀ مزل لاړو نو خور مې ستړې شوه او په ژړا شوه. راته ئې وې چې “داداګُله! پښې مې سوزى، زۀ نوره نۀ شم تلے”. ما وې “راځه دغه نزدې ونې ته ورسو هلته به دمه وکړو”. چې ونې ته ورسېدو نو څۀ ګورو چې د جان باز ماما يو پمن غوندې خر ولاړ دے. ما خور ته ووې “خورې! زۀ په دې خر سورېږم، ګورم کۀ ورانے نۀ کوى نو بيا پرې دواړه سورېږو او پلار ته ځان رسوو.”

خور مې راضى شوه خو چې زۀ په خر سور شوم نو خر دوه خپلې کړې، دوه پردۍ او په پويه شو. زۀ حېران شوم چې اوس به څۀ چل کېږى. چغه مې د خُلې نه وويسته خو چې ګورم نو زۀ ماشوم نۀ يم او زما د لاندې خر نۀ دے، زۀ زلمے شوے يم او رالاندې ښۀ تازى اس دے او ښۀ په مزه روان دے مزل کوى. اوس مزل هم د اکوړى په هغه مېره کښې نۀ دے، يوه سُوراړا صحرا ده چې تشې غنې، پلوڅې، کيکر، زوزان او کنجه غرکى دى پکښې، ولې مخامخ چې ګورم نو تک شين غر ښکارى او داسې معلومېږى چې کشمير دے يا جنت. چې ساعت تېرېږى او څومره غر رانزدې کېږى د غر شينکے، يخه هوا، ښکلې درې او ښائست راڅرګندېږى نو دومره اس هم اړتاوک خلاص دے او زما زړۀ هم وائى چې مارغۀ شوے او په يو شغ ورورسېدې، چې په يخو اوبو مې ځيګر يخ کړے او په خوږو مېوو مې ځان ښۀ موړ کړے. اس په خپل چال روان دے، زما زړۀ ته نۀ ګورى. دې کښې چې ما دغه خوا ته په ځير ځير وکتل نو د يو غر په څوکه مې هم هغه خور ولاړه ده، ما ته زر زر اشارتونه کوى؛ لکه چې د څۀ خوشحالۍ څيز دپاره مې غواړى. دې زما تلوسه نوره هم زياته کړه. ولې اس کۀ ډېر زيات تېز روان دے خو بيا هم زما د زړۀ د رفتار نه سست دے. ما ډېرې پُوندې ورکړې او اس غريب تېز هم شو ولې زما زړۀ ئې يخ نۀ کړو. زۀ وايم چې د سترګو په رپ کښې دغلته ورسېدې.

اخر ډېر ساعت پس د غرۀ لمنې ته ورسېدم. د غرۀ لمن نۀ ده د جنت د باغ ټوټه ده. هر قسمه مېوې، غټې غټې، تازه تازه په بوټو کښې داسې بلها اوېزاندې وې چې بوټى ئې رامات کړى وو او د يخو اوبو خوږې چينې روانې وې. زړۀ مې وې چې ورکُوز شوے او ځان مې ښۀ موړ او سېراب کړے، ولې چې خور ته ګورم هغه راته داسې اشارتونه کوى لکه چې د جهان نعمتونه دغلته کښې وى. زۀ په اس سور د غرۀ سر ته ورخېژم ولې چارچاپېره مېوو، يخو سېورو او خوږو اوبو ته نيم نۀ پاتې کېږم.

دې کښې خدائے کول چې د غرۀ سر ته ورسېدم. څۀ ګورم چې نۀ مې خور شته او نۀ بل څوک. هلته د کاکا صاحب زيارت دے او يو ماشکى ولاړ دے يو يو کنډول اوبۀ هر چا ته ورکوى. چې زۀ ئې وليدم نو نورو خلقو ته ئې ووې تاسو صبر وکړئ او ما ته ئې يو ډک کنډول د يخو اوبو راوړاندې کړو. ما هم نور څۀ نۀ دى کتلى خو سترګې مې پټې کړې دى او شونډې مې په کنډول ايښې دى. چې ښۀ مې پرې زړۀ يخ کړے دے او ځيګر مې ټَنډه شوے دے نو د خداى شکر مې ويستے دے. ولې چې سترګې مې غړولې دى او ګورم نو نۀ زيارت شته، نۀ ماشکى شته، نۀ د هغۀ کنډول شته، نۀ زما اس شته، نۀ هغه شين د مېوو ډک غر شته، نۀ د اوبو چينې شته، نۀ يخ سېورى… هم هغه سُور تنور حوالات دے، زۀ پروت يم، پنځۀ شپږ سپايان رانه چاپېره ولاړ دى او يو تاڼېدار (خداے دې ئې خوشحال او عزتمند ساتى) ناست دے، ما ته ئې خُلۀ کښې يو ګلاس شربت دے کۀ دارو دى، کۀ يخ پئ دى، راړولى دى او بل ګلاس ئې ډک کړے دے هغه راته راکوى. چې ما سترګې پرانستې د هغۀ د خُلې نه ووتل “شکر دے هلکو! لر شئ چې باد پرې ولګى” او “هله فلانکى! پکے ورته زر زر ووهه.”

ما چې دا حالت وليدو نو حېران شوم او په چغو سر شوم. ما وې غرق دې کړم، دا ګلاس دې…، تباه دې کړم، زما دنيا دې ورانه کړه، هر څۀ دې راته تالا کړل… څۀ شو… څۀ شو… څۀ شو… هغه باغونه، هغه يخې اوبۀ، يخ سېورے، هغه مېوې، هغه اس مې، هغه… هغه… هغه… څۀ شو؟؟؟ لر شئ، لر شئ، تاسو زۀ تباه کړم، زما نه مو هر څۀ وتښتول… لر شئ… لر شئ.

تاڼېدار ما ته په سر داسې لاس راښکلو، وې “خان هيڅ مو درنه نۀ دى تښتولى، هن واخله دا يو ګلاس بل وڅښه چې طبيعت دې ټيک شى.”
ما وې “نۀ څښم، دا نۀ څښم، لر شئ… ما ته هغه د زيارت د ماشکى اوبۀ راوړئ. ما ته خپل اس راولئ. ما هغه ځائے ته بيا بوځئ”. ما دا شور جوړ کړے وۀ. تاڼېدار زۀ يخ سېورى ته کړم او څادر ئې راباندې واچولو، سپايانو ته ئې ووئيل “دې پرېږدئ چې لږ ارام وکړى”.

نور بحث او خبرې به پرېږدو خو نن ماته دا سوال پيدا کېږي چې ايا اجمل خټک د پښتنو د پاره دومره سختې او تکليفونو تير کړي هغه ته څه ګټه ترې ورسيده? د هغه دومره سختې او تکليفونه ولې ناکامه شو? خټک چې چاته دومره شعرونو ترانې وئيلې هغې ولې دې قام اثر ونکړو? خټک خو دار منلی وو، زندان يې منلی وه، يخ ګرم، وچه لمده منلې وه، خو په بدل کې ورته څه ترلاسه شو? هيڅ هم نۀ ځکه چې اجمل پيدا په يو داسې قام کې وو. چې تل خپل اتلان هيره وي، سپکوي.

خو زما د پاره اجمل خټک يو غر دی، يو ګورو او اتل دی، خټک يو لارښود دی، د اجمل خټک شعرونه د ټولنې عکاسي او د جذبات رپارولو دوا ده.

که ظالم مې ژبه غوڅه کړه تيره شوه
توره څومره چې تيره شوه لا خوږه شوه
وس که نر وي نو غوږونه دې خپل پرې کړي
چې زما نغمه سړه نه شوله سره شوه

-
بېرته شاته