(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ای لر او بر پښتنو

[01.Dec.2016 - 11:18]

ای لر او بر پښتنو

لیک: انجنیر ماڼو ساپی

سل ګونه کاله کېږي چې په لر اوبر افغانستان کې ګڼو ملي مشرانو ډېرېسپیڅلې مبارزې وکړې او هېله دا وه چې پښتون ملت د مرګ له خوبه راویښ کړي، د ویښتیا په حالت کې دوست او دوښمن سره بیل کړي ، خو مونږ ډېر بدبخته توکم یو چې ددې ټولو مشرانو خبرو ته مو نه یوازې غوږ کېنښود بلکې د ظالم دوښمن په ایشاره مو پرې ټاپې لګولې او د مرګ فتواوې مو پرې جاري کړي دي او یا دغه ویاړلي مشران مو وژلي او یا ترور کړي دي ، اوس ټول ددغه وېښتیا خوبونو برکت دي چې هره ورځ یې په ډېره بې رحمۍ سره وژل کېږو ،بې پته کېږو او په ترڅ کې زمونږ نړیوال هویت ته مو سخته ضربه رسيږي . که

د نړۍ په هر هېواد کې د پښتون نوم واخلې! نو مخاطب هېجاني کېږی او په ذهن کې یې سمدستي ترور ، بې رحمه وژنه، د زده کړو مخالف، ورور وژونکی .ډلیز وژونکی او قاتل راځي اوس پوښتنه پېدا کېږي چې ایا پښتانه د ځمکې

په کره کې د اوسېدو حق نه لري؟ که ځواب هو وي نو بیا دژوند لاره داسې وي کومه چې ده ؟

پورتینو پوښتنو ته کېدای شي هر افغان د خپل لېدلوري له مخې ځواب ورکړي

خو زما په اند پښتون ملت ،یو مړ ملت دی ځکه پښتانه تل په هدیره حساب کوي د هېڅ ژوندي قدر ورسره د هغه په ژوند نه وي نو دا څرګنده خبره ده

چې ژوندي ملتونه ژوندي لمانځي او برعکس مړه او ویده ملتونه مړه لمانځي. د پښتو ژبې یو متل دی چې وایې! پښتانه ښه ژوندی نه لري او بد مړی.

که مونږ پښتنو په ژوندو حساب کولی نو ضرور به دغه فرموله بدله شوي وای او په یو ژوندي ملت به اوښتې وای !

د پښتنو په سېمو کې به ښوونځي نه تړل کېدل، د پوهنې ځایونه به په بمونو نه الوزول کېدل ، نظامي تاسیساتو په څېر به د معصومو زده کوونکو په منځ کې لوی لوی چاودنې او انتحار نه کېده .همدې ټکو ته په نغوته خدائي خدمتګار باچا خان وایي!

 

اې پښتنو ورونو ! یو کافر خپل ورور وژني ؟

تاسو چې ځان ته مسلمانان وايئ بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژني؟

موږ چې ځانته مسلمانان وایو او پښتانه یو ، موږ دې خپل پښتون ورور وژنو ، شرموؤ اوپرمختګ ته یي نه پرېږدو.

 

خوشحال خټک بابا بیا د شعر په ژبه پښتون ولس ته وایي:

هره چـــــــار د پښتانــــه تر مغـــــل ښه ده

اتفـــــاق ورســــــره نشته ډېـــر ارمــــــــان

که توفيـــــــق داتـحاد پښتانه مومي

زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

 

د پښتون ملت لویه کمزوري همدا ده چې د هغه ناورین چې دوی ورسره لاساوګریوان دي د خلاصي لپاره یې هېڅ مبارزه اوکوشش نه کوي ،که چېرته داشلېدلی ملت په یوه غږ راپاڅي ددې بدمرغۍ روانې نسل وژنۍ لړۍ دبندېدا اواز پورته کړي، نو بیا به نه ساعت وي اونه ګړۍ خو پوښتنه دلته

راولاړېږي چې کله به دا غږ راپورته کېږي؟

 

دا هغه وخت شونې ده چې مونږ د ټوپک پر ځای قلم ته لاس کړو ، د خپلو ملي مشرانو په پل پل کېښدو د کمزوري کولو پرځای یي ملا ور وتړو او د ملي مشرتوب تشه ډکه کړو ، لکه پدې اړه ښاغلې محمود خان اڅکزی وایې:

که مشران تېروتنې کوي دا د قران ټکی نه دی، پښتانه دې کېښنې جرګه دې وکړي او نوی مشر دې وټاکي ،مشرتوب له اسمانه نه راځي ،مشرتوب د ولس له منځه زېږول کېږي.

لنډه دا چې د پښتون ټبر ستونزې زښته زیاتې دي او یوازې په دغه څو ټکو نه شي رالنډیدلی خو الله (ج)دې زمونږ په حال رحم وکړي ، ای الله (ج) ته زمونږ خالق او پېدا کوونکی یې ته مونږ ددغه وژنو څخه خلاص کړه ، د مونږ نه خو دغو شومو اوناکاره د سیسو لاره ورکه کړیده…

په پای کې خپلې خبري په دې لاندې بیتونو پای ته رسوم!

 

زمــــــــا په ستـرګو کـې لېمه پـــښـــتـــــــنـــــو

پــــه ټـول جهان خـــورو ورو پـــــښتــــــــــنو

خـــوښــــې دې راشـــــــــــي کـــــور په کـــور تــــاســــــــو ته

ســــــولــــه دې راشـــــي پــــــه هـــر لـــور تــــــــاســــــــو ته

لیکوال ماڼو ساپی

دی پشتون ټائمز

-
بېرته شاته