(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دفخرافغان ژوندون اود

[28.Nov.2016 - 10:12]

دخدای دمخلوق په خدمت کی دفخر افغان ژوندون او دخدایی خدمتګارو بی تاوه پاڅون  دریېمه  برخه 
لیک: رڼاګل اریوبزی
دپښتنو بچیانو دښوونی او روزنی له پاره مبارزه
دپاچا خان او دخدایی خدمتګارو دبی تاوه پاڅون موخه دخدای مخلوق یانی دټول بشریت خدمت وچی سیاسی،ایتنیکی(نژادی)او مذهبی پولی یی نه پیژندلی.فخر افغان لیکی چی:«دا تحریک په دی غرض شروع شوی دی چی مظلوم دظالم دظلم نه خلاص کړی او څوک چی په دنیا کی ظلم کوی،که مسلمان دی،که هندو وی اوکه پیرنګی وی،دوی همیشه دهغه دمخالفت کولو  له پاره تیار دی.»[عبدالغفار خان...۴۳۶»یانی داجمل خټک په قول:
چی نیشه داستبداد لری په سرکی    
ماته یودی که مغل دی که افغان

رښتبا دادی چی راجیو ګاندی دهندوستان فقید لومړی وزیرخان عبدالغفار خان سم پیژندلی دی چی«دعدم تشدد پیغام رسوونکی او دټول بشریت دازادی یو رښتینی عسکر»[اټر چند....۱۵۷م]یی بللی دی.خو پاچاخان په دی حقیقت هم تر ټولو ښه پوهیده چی دخدای په مخلوق کی دده خپل کام دنورو پر تله دزیاتو رنځونو، ربړونو،ستونځواو محرومیتونو سره مخامخ و.دلته نه یوازی دانګریز وحشی ښکیلاک واکمن و بلکی لکه څنګه چی اټر چند دپاچاخان له خولی لیکلی دی:«په موږ کی کورنی کینی،دسیسه جوړول،دښمنی،مضره دودونه،دعوی او شورش حاکم دی،پښتون چی هرڅه ترلاسه کړی دی ،په مضره دودونو او اعمالو او همدا راز په شخړو یی له لاسه ورکړی دی.....بله ستونځه دانتقام داخیستلو روحیه وه.»[اټرچند....۲۴م]مشهور انګریزی څیړونکی الفنسټون هم انتقام،حسد،حرص او سرسختی دپښتنو عیبونه ګڼلی دی خو له بل پلو یی دوی«دازادی لیوال،خپلو ملګرو ته وفادار،پر خپلو تر لاس لاندی مهربانه،میلمه پالی،زړه ور او زخمتکش»[اټرچند....۸م]بللی دی.پا چا خان باور درلود چی دپښتنو نیمګړتیاوی نه ددوی په خټه کی اونه یی دټاټو بی په جیولوجیکی جوړښت کی نغښتی دی بلکی تاریخی ریښی او لاملونه لری او هغه داچی چا په خپلو نیمګړتیاوو نه دی پوهولی،ددین او بدو رواجونو ترمنځ توپیرونه یی نه دی ور ښودلی په حقیقت کی دسمی دینی ،سیاسی او ټولنیزی ښوونی او لارښوونی نه بی برخی پاتی شوی دی.دی لیکی چی:«زما دابتدا نه داعقیده ده چی پښتون ډیر ښه قام دی،ډیر ژر اصلاح کیدای شی،په شرط ددی چی څوک یی پوه کړی.دا نن چی دی په داسی بد حا لت دی ددی وجه داده چی څوک یی غم نه خوری او نه یی پوهوی.»[عبدالغفار خان....۱۹۵م]
رښتیا دادی چی خان عبدالغفار خان په ډیر ځوان عمر کی په دی پوه شوی و چی همدا نه پوهول،نه يوهیدل، دپوهی او سواد نه بی برخی پاتی کیدل دربړونو،ستونځو،مصیبتونو اومحرومیتونو تر ټولو لویه سر چینه ده.په ډیرو کلیوکی دکوچنیانو دزده کړی له پاره حتی لومړنی ښوونځی هم نه ول او که کوم یو به چرته جوړ شوی و نو ملایانو به څوک نه ور پریښودل نوځکه دپښتنو بچیان بی زده کړی او بی سواده لوییدل. دفخر افغان خپلواک او روښانه فکر،نرم زړه او کلکی ارادی د خپل ولس دژوند دا بهیر زغملی نه شو او لاس په زنه ورته کښیناستلی نه شو.په شل کلنی کی د بی سوادی او نا پوهی په ضد دمباریزی عملی ډګر ته راپورته شو او دپښتنو دبچیانو له پاره یی په ټول ملک کی دمدرسو په جوړولو لاس پوری کړ.لو مړی مدرسه یی په۱۹۱۰م کال کی دمولوی صاحب عبدالعزیزپه ملتیا  داتمانزوپه کلی کی جوړه او پرانستله،«او دنورو مدرسو دجوړولو له پاره مو په نورو علاقو کی دوره شروع کړه دخلکو توجه می دعلم طرف ته کړه او دپښتنو په زړونو کی مو دعلم دضرورت احساس پیداکړ،او دغه شان مو ورو وروپه مختلفو علاقو کی دمدرسو جوړول شروع کړل او په لږ وخت کی موډیری مدرسی جوړی کړی.»[عبدالغفارخان....۶۲ــ۶۳م] پاچاخان یوځل بیا په تینګار وایی چی:«پښتون یوژوندی قام دی،دقومیت او قربانی ماده هم پکی شته،خوراویښول غواړی.قومونه خو تش په کف اوچف نه رابداریږی،دقومونو د دژوندی کولو او بیدارولو  دپاره داسی کسان په کار دی چی بی غرضه وی،دیانتدار وی او ایمانداروی او دخدای دپاره دخپل قوم خدمت ته تیار وی.»[عبدالغفارخان....۶۳]
دخدای له پار ه دخپل کام خد متګارانو ته برټانوی استعمارچیانودسرسخت دښمن په سترګه کتل او دکړاوونو او وحشتونو نه ډ کو جیلخانو کی یی زندانی کول.په خپل هیواد(بریټانیا)کی یی ولسواکی وه،دپوهنیزو او تخنیکی لاسته راوړنو پریمانی وه،خو په نورو(مستعمره)ملکونوکی یی بی کنتروله زورواکی چلوله او داهم تردی چی دماشومانو دلیک او لوست دزده کړی مخه یی هم نیوله.انګریزان په دی پوه شوی وو چی دخان عبدالغفار خان خیال،فکر او اراده تر کنترول لاندی نشی راوستلی،دولس د تنویرولو او دښوونځیو د جوړولو یی نشی منع کولی، نو په کورنی یی زور راوست.د صوبی چیف کمشنر سر هملټن ګرانت په خپله د پاچا خان دپلار نه په کلکه وغوښتل چی خپل زوی د مدرسو دجوړولو او د خلکو دبیدارولو نه منع کړی او دنورو په شان کرار کښنی.پلاریی هم عبدالغفار خان ته وویل چی زویه هم ځان په مصیبت اخته کوی او هم سرکار خپه کوی چی نور څوک یی نه کوی نوته یی څه کوی.ده په ځواب کی« ورته وویل چی ښه ده بابا چی ته وایی مه یی کوه،نه به یی کوم،ډیرو خلکو خو لمونځونه هم پریښی دی،زه به یی هم پریږدم،خو ته به بیا ماته نه وایی چی لمونځ ولی نه کوی؟بابا می راته وویل چی لمونځ خو فرض دی.ما ووی بابا دا علم خو هم فرض دی.بابا وویل ښه نو ځه کوه او بیا چیف کمشنر ته ورغی ورته یی وویل چی صاحب موږ ستاسی دخوشحالی له پاره خپل دین نشو پریښو دلی»[عبدالغفار خان....۱۷۲م]
دښوونځیو او مدرسو په جوړولو او ساتلو کی دترنګزو حاجی صاحب دپاچاخان سره ډیره مرسته کوله. ده په ډیو بنډکی لوړی زده کړی سر ته رسولی وی،لوی عالم،مشهور روحانی   اووتلی هیواد پال شخصیت و.ټول عمر یی دبرټانوی ښکیلاک په ضد دخپلوا کی له پاره مبارزه کی تیر کړ.مدرسی خو دولس په مټو او مرستو جوړیدلی خو دترنګزو حاجی صاحب په نامه یی ځکه یادولی چی له دی لاری یی تریوی اندازی دملایانو خولی بندولی.خو دا مدرسی او ښوونځی په هیڅ صورت هم دانګریزانو تر سترګو نه پټید لی او پیرنګیانو دپښتنو بچیانو له پاره دزده کړی موسسی کله زغملی،نو دځینو ملایانه، میاګانواونوابان په ملاتړ یی بندولی،ورانولی او دهغوی استادان او مرستندویان یی جیلخانو ته اچول اوپه له انسا نیته لری جزاګانویی محکومول.پاچاخان او ملګرو یی دا ټولی ستونځی او کړاوونه زغمل،په ځان منل،خو له خپلی موخی نه راګرځیدل.دی بیتاوه پاڅون د پیرنکیانو له خوا تړل شوی مدرسی بیرته پرانستلی، ویرانی شوی یی بیر ته ابادولی او دولس په بیدریغه مرسته یی نوری  نوی نوی هم جوړولی. دجوړوونکو او ورانوونکو تر منځ په دی سیالی کی زور او وحشت د حق اوعدالت په مقابل کی پاتی راغی،ځکه چی پخوانی وختونه تیرو و،په پښتنو کی سیاسی شعور رابیدار شوی و اودا ولس دپوهی اوزده کړی په مانا او ارزښت پوهیدلی و،په خپلمنځی بدیو تربګنیو او دښمنیو بری ته رسیدلی و،را پاڅیدلی و او يه تش لاس ،خو په سیاسی هوښیاری اوفو لادی اراده یی دخپلو بچیانو له پاره دپوهنی ډیوی بلولی او دزور په نیلی سپور،مکار اوتجربه کار استعماری امپراتور له دسیسو اوفتنو یی ساتلی.اهریمنی ځواک،دا دانګلیس شیطانی واک،دهغه دوزخی زندانونه
،حتی ماشینګڼی او غټ غټ توپونه دبی تاوه پاڅون دارادی په ماتولو او دمدرسو په له منځه وړلو کی پا تی راغی.خدایی خدمتګارو دخپل ولس په ملتیا په ټوله صوبه کی دمد رسو یو جال جوړ کړ چی مرکزیی داتمانزو های سکول و.څیړنوال عبدالرحیم بختیانی خدمتګار لیکی چی:«دا یو سکول نه و،دا یوه یو نیور سیټی وه،دی کی دینی،مذهبی،تاریخی او دنیاوی ټول علوم ښودل کیدل او هم پکی سیاسی شعور پیدا کیده»[دسولی او ازا دی مشال......۱۰۶م]
فخر افغان خان عبدالغفار خان دد ی ښوونځیو میو ه په خپل ژوند کی ولیده.ستر سیاستوال،پوهان ادیبان او شاعران لکه ماستر عبدالکریم،خان غنی خان،عبدالروف قربان،خان ولی خان،اجمل خټک،سعادت خان اونور له دی تعلیمی مو سسیسو نه را ووتل اوځلانده مبارزینو په توګه دازادی غوښتونکو په لیکو کی ودریدل.د پاملرنی ټکی خو دادی چی ددی مدرسو او ښوونځیو دجوړولو پلانونه په کومو وزارتونو یا دولتی قصرونو کی نه ترتیبیدل او مالی لګښتونه یی هم ددولتی بانکونو له خوا نه تمویل کیدل بلکی په حجرو، جوماتونو او حتی په جیلونو کی یی پلانونه جوړیدل او دانکریزی استعماری واکمنی دغوښتنی او ارادی په خلاف دولس په مټو او مالی مرستو په عمل کی پلی کید ل. باید هیر نشی چی په دی مدرسو کی نه یوازی هلکانو بلکی جونو هم زده کړی پیل کړی.په دی توګه خدایی خدمتګارو دپښتنی جو نو او میر منو په ژوند کی هم نوی دوران پرانست چی ددی لیکنی په څلورمه برخه کی به تر څیړنی لاندی ونیول شی.

 

-
بېرته شاته