(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دفخر افغان ژوندون او د خدایی ...

[13.Nov.2016 - 22:44]

د خدای د مخلوق  په خد مت کی  دفخر افغان ژوندوناو د خدایی خد متګارو بی تاوه پا څون. لومړی برخه  
لیک: استاد رڼا ګل  اریو بزی
له وړکتوبه دعدم تشدد تر مفکوری پوری
 
پاچا خان په خپل اثر«زماژوند او جد و جهد» کی لیکی چی:«په پښتنو کی ډیر لوی لوی
پاچا هان او مشران پیدا شوی دی،خو هیچا په پښتنو کی اجتماعی ژوند او داجتماعی ژوندفکر نه دی پیدا کړی.»[عبدالغفار خان:زما ژوند او جد وجهد،دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۲ کال،۲۷ مخ.]
هو !پا چا هان یاټولوا کان،ولسمشران او سرداران مو درلودل،خو دولس ریښتنی خواخوږی پکی ډیر لږوو. رښتیا دادی چی دی ټولواکانو او سردارانو دتاج او تخت دګټلو اوساتلو له پاره دخپل کام نه دیوه فزیکی ځواک په ټوګه کار اخیستی دی،خو کله چی موخی ته رسیدلی دی هغه یی په خدای سپارلی دی.نه یی اقتصادی او ټولنیزی ودی ته پام کړی دی، نه یی دکسب او تجارت سره بلد کړی دی او نه یی دزده کړی،ژبی او کلتور د ودی له پاره یو څه ځان ځورولی دی.تردی چی شاعر او ادیب مو هم د در بار او دولتی تا سساتو نه بهر په کلو او بانډو کی په خپل مسو لیت ،عزم او همت خپل مقام ته رسیدلی دی،نو ځکه یی په اشعارو کی هم د در بار او درباریانو له ستا یلو ځان ساتلی دی.د پښتون ولس او دهغه ددر بار یانو تر منځ پرو ت واټن دوخت په تیریدو سره  زیاتیده او دی حد ته ورسیده چی در بار یان د ژبی او کلتور په برخه کی هم دخپل کام نه پر دی شول،پښتو یی هیره کړه او د پښتنی کلتور  یا پښتنولی سره یی اړیکی وشلولی. در بار له ولسه دومره پردی شوچی د دواړو تر منځ د پو ها وی را پوهاوی«افهام اوتفهیم» له پاره در یمګړی«ژباړن» ته اړتیا پیدا شوه.کله چی دیو کام  ټولواک،پاچا، ولسمشر او یا په اصطلاح دملت بابا دخپلو پخوانیو باباګانو د خپل کام او یا دلمسیانو په ژبه نه پو هیږی دبشر په تاریخ کی کومه عادی پیښه نه ده،دا یوازی اویوازی زموږ په دربار یانو پوری تړل شوی هنر دی چی بیلګه یی د نړی دنورو هیوادو په تاریخ کی نه لیدل کیږی،نو ځکه ورته دانسان سالم عقل حیرانیږی.داسی ښکاری چی دپښتو غزل پلار حمـزه شـینواری هم دتاریخ دی بی ساری پړوکی ته په سوچ کی ډوبیږی او حیران پا تی کیږی چی داحمد شا درانی اولاده چی دبابا په ټا ټو بی کی لو ییږی ولی دخپل نیکه او خپل ولس په ژبه نه پو هیږی؟ّ همــزه دا پو ښتنه په شعری اوادبی  جما ل او کمال سمبالوی او لیکی چی:
ستا چی با ڼه سمی خبری نه کا
خود به کاږه وی چی کاږه پیدا شول
د پښتون زوی او دپښتو نه  خلاف
خاونده دا له څه نه څه پیدا شول
حمزه شینواری په دی پو ښتنه زموږ پاملرنه لومړی«څه»او دوهم «څه»یانی داحمد شا درانی او دهغه د بی پښتو او بی پښتونولی لمسیانو تر منځ تو پیر ته  راګرځولی ،خو کوم نوم او لقب یی نه دی ورکړی.دی کار ته بیا ډاکتر رحمت ځیرکیار  مټی رانغتلی دی او دا درباریان یی «داحمدشا بابا بی کماله لمسیان»بللی دی.زما په اند ډاکتر ځیرکیار د«کمال»ټکی  د انسانی شخصیت دسمی ودی او پرمختګ په مانا کارولی دی چی دخپلی ژبی او کلتور نه  منکر او بی خبره تری بی برخی پاتی شوی دی.دخپلی ژبی او کلتور زده کړه او په هغوی پوهیدل دهر وګړی دشخصیت او دهغه دمعنوی ودی  او کمال کچه راښیی او څوک چی ځان تری بی برخی کوی نو دشخصیت دسالمی ودی او کمال ځای نیمګړتیا ته پاتی کیږی اوبیانو دا تشه په هیڅ شی هم نه ډکیږی.خو که چیری دیوه کام او ولس سیاسی واکمنان ــ ټولواکان،ولسمشران، وزیران اونور خپلی ژبی او کلنور ته  شا کړی نو ځوروونکی اغیزی او پا یلی یی یوازی ددی ښا غلو دشخصیت جوړیدنی په روزنیز بهیر نه محدودیږی بلکی دکام او ولس له پاره تری غمناکی سیاسی،کلتوری او ټولنیزی لانجی را پور ته کیږی.‎، ځکه هغه واکمنان چی خپلی ژبی ته شا کوی،نو په مقابل کی یی د مسولیت احساس هم له لاسه ورکوی، په دی توګه ژبه دسیاست له پاملرنی بی برخی کیږی او د پر مختک لاریی تړل کیږی او داچی دپا چا خان په قول«په دنیا کی هیڅ قام بیغیر د خپلی ژبی نه ترقی نه شی کولی»[عبدالغفار خان..۳۳۳ مخ]نو دپښتون کام هم د ترقی اوپرمختګ نه بی برخی پاتی کیږی.
دژبی او کلتور پالل نه یوازی دیوه ولس  دپر مختک مهم شرط دی بلکی
دهر کام دهویت او په نړی کی د هغه داعتبار ساتلو ځواکمن بنست هم دی،نو خکه پاچاخان ټینګار کوی چی:«کوم قام ته چی خپله ژبه سپکه شی هغه سپک شی چی خبله ژبه تری ورکه شی هغه ورک شی.»[عبدالغفار خان...۳۳۳مخ] دی خطر هغه وخت سر را پورته کړ چی دپښتو ژبه  له درباره وایستل شوه،د دفترونو ،تعلمی موسسو او اخبارونو دروازی یی پرمخ وتړل شوی،په پښتو ژبه دلیک او لوست امکانات له منځه ولاړل او دپښتنو بچیان په مورنی ژبه دزده کړی نه بی برخی پاتی شول.په دی توګه د پښتون ژوند دپر مختګ دسیاسی چوکاټ نه بهر او په بدیا شو.پښتون له دی برخلیک سره په خپل هیواد افغانستان کی دپښتنو ټولواکانو ترسیاسی مشری لاندی مخامخ و،هلته په سرحدی صویه  کی لر پښتون دهند دنیمی وچی په شان دانګریزی ښکیلاک سره لاس او ګریوان و.انکریزانو دپښتنو سره دبلی هری سیمی پر تله ډیر ظلمونه کول، نظامی زور زیاتی ډیرو،سیاسی او مد نی حقوق یی زیات تر پښو لاندی کیدل.مهم ټکی دا و چی انګریزانو دځنی ملایانو،میاګانو او نوا بانو په مرسته تر وسه هڅه کوله چی دپښتنو بچیان له زده کړی لری وساتی.د پښتنو په سیمه کی یی د ټول هند پر تله لږ او بی کیفیته ښوونځی جوړ کړی ووچی پکی په مورنی (پښــتو) ژبه دزده کړی او ښوونی اجازه نه وه.پا چا خان لیکی چی:«نور هندوستان له یی تعلیم په مورنی ژبه ور کولو، خو دپښتون بد قسمته قام ته یی تعلیم په پردی ژبه ورکولو.»[عبدالغفار خان...۳۳۳مخ] دلر پښتون دهغه وخت دژوند دڅرنګوالی په هکله هندی ډیپلومات او څیړونکی اټر چند په خپل  د«پاچاخان او دازادی مبارزه» تر سر لیک لاندی اثرکی لیکی چی:«دا هغه وخت وچی حکومت......دقبایلو په وړاندی دجبر اقدامات تصویب کړی وو، دهغو قبایلو په وړاندی،چی دیوی سالمی ر هبری نه بی برخی وواو د بریتانویانو په وړاندی  په انفرادی او غیری منظمی مبارزی کولو سره یی ځواک اوبه کیده،دا د رکود ورځی وی،نهیلی په دوو پښو ولاړه وه او هیلی مړی ښکاریدی.»[اټر چند:ــدزبیر ژوند ژباړه ــ پاچا خان اود ازادی مبارزه،دانش خپرندویه ټولنه،۱۳۹۱ ل کال،۱۴مخ].انګریزی ښکیلاک په سرحدی صوبی(ننی پښتونخوا)کی د واک دسا تلو اوټینګولو له پاره په بی مثله وحشی کړنو لګیا و،پښتانه یی  دبنسټیزو انسانی حقوقو نه بی برخی کړی وو،دوینو  تویول او دبی ګناه انساناو نو وژل یی دژوند عادت ګرځیدلی و.د بی ساری ظلمونو اوستمونو نه راپیدا شوو غممونواو ویرونو دژوند څیره بی خونده کړی وه او دپښتون دبخت لمرمخ په ځوړند ښکاریده.هسی خو دخپلواکی لیوالتیا،ننګ او زړورتیا پښتون ولس ته له نیکونو  په میراث پا تی دی،خــو نیمګړتیا یی د ا وه او همد ا د ه چی د خپلو ځوا کونو دتنظیمولو او انسجام وس يي نه درلوداو نه یی لری،نوځکه ژوند دکشمکشونو،غمونو او ربړونو سره تیروی.
خان عبد الغفار خان د همداسی حالت له منځه دیوه خوا خوږی او با تد بیره انسان په توګه راپورته شو چی ځوانی یی دخپل هیواد  له دنګو غرونو سره سیالی کوله،خو د انسان او  خپل ولس سره د مینی په ایثار کی تر هر څه او تر هر چا لوړ او وچت و.ده د دی له پاره دځمکی په سر سترګی وغړولی چی دظلم او تیری په وړاندی په مبارزه لاس پوری کړی او  دخپلواکی،برابری،پرمختک او وروری په لور دخپل هغه ولس لار ښوونه وکړی چی د انګریزی تیری لاندی د ناپوهی اوبی وزلی تر څنګ په ګوندیو، تربګنیو،انتقامونو او بد بینیو کی ورک و،بد رواجونه او خرافات یی په اوږو بار  وو،شغل اوکسب ته یی ډ ډه نه  لګیده او په ژوند کی دکار او زیار په ارزښت ښه نه پوهیدل.
غفار خان په ۱۸۹۰ع کال کی دهشنغر په اتمانزو کلی کی زیږیدلی دی.لومړنی زده کړه یی دکلی په جومات کی پیل کړه او د استاذ اسما عیل په ښوونه یی قرآن کریم ختم کړ.ورپسی دپیښور ښار په یوه لومړنی ښوونځی کی شامل شو په ښوونځی کی یی يوازنی ستونځه دا وه چی نه یی زده  کړه په پښتو ژبه وه او نه یی ښوو نکی په پښتو پو هیدل.په دی هکله دی خپله لیکی چی:«یو شپږکلن اوه کلن ما شوم ته دا ډیره ګرانه شی چی په یوه وخت کی هم پردی ژبه زده کړی او هم په هغه ژبه کی علم زده کړی.»[عبـدالغفار خان....۲۱مخ.]د لومړنی ښوونځی  د پنځه کلنی دوری  پای ته رسولو نه وروسته  په میشن  لیسه کی شامل شو.غفار خان په دی لیسه کی دښوونی د کیفیت، دښوونکو دمهربانی په تیره بیا دخپل استاد وګرم او دهغه دورور ډاکتر وګرم د بیدریغه انسان پالنی نه ډیر خوښ و،تردی چی لیکی:«په ما کی چی د انسانیت،قام پرستی،وروری، عزیزولی اووطن دوستی او دخدای دمخلوق خدمت کومه جذبه پیدا شوی ده په هغه کی زما ددی استاد  وکرم ډیر لاس دی.»[عبدالغفار خان...۲۸ مخ]او په بل ځای کی زیاتوی چی:«زه په مشن سکول کی د هیډ ماسټر وګرم اود هغه د ورور ډاکتر وګرم نه ډیر متا ثر شوی وم، دهغوی قربانیو را باندی ډیر اثر کړی و، زما هم دا خیال پیدا شوی وچی ددی قام او وطن خدمت می کړای وای.»[عبدلغفار خان....۶۲ مخ.] دپاچا خان داارمان خو ځکه پوره شوی بولم چی دکام او دخدای مخلوق ته دخد مت اوږده، دزندانونو،ربړونو،ستونځو او کړا ونونه ډکه لار  یی په تدبیر،حوصله، صداقت او پاک ایمان ووهله او دکام او دخدای مخلوق ته یی دخپلواکی ،وروری او برابری  لار دنور پر مختګ له پاره هواره کړه.  
لا د مشن لیسی په لسم ټو لګی کی وچی سپین ږیری  بارانی  نومی نوکر یی په فوځ کی دخدمت له پاره وهڅاوه.بارانی کاکا به ویل چی:« دفوج ډیره ښه  او دعزت نوکری ده.»[عبدالغفار خان...۶۲مخ] پاچاخان د بارانی کاکا په هڅونه  فوځ ته غوښتنلیک ولیږه چی  دمعمول غور نه وروسته ومنل شو،خو په فوځ کی یی ولیدل چی یوه انګریز دده دیوه دوست  بی عزتی وکړه او دوست یی دهیڅ ډول غبرګون جرات ونه شو کړای،نو ورته ښکاره شوه چی په دی فوځ کی خو څوک خپل پت او عزت سا تلی نشی او دخوشال خټک لمسی خو د بابا په دی پیغام سترګی پټولی نشی چی:
د ا یــوه ویــنا د ز ړه پــه غــوږ و واری
چی بــهــتره د اورنــګ ترســلــطــنـت د  ی
سردی درومی مال دی درومی پت دی نه ځی
د سـړی د چـارو کـل خــو  بــی  پــه  پــــت دی
په دی توګه خان عبد ا لغفار خان په انګریزی فوځ کی دنوکری نه تیر شواو موریی هم  يه دی کی له ده« سره اتفاق و،دهغی دپرنګیانو نوکری نه خوښیده.»[عبدالغفار خان...۵۵مخ]دا پریکړه کوم احساساتی عمل نه وبلکی په فوځ کی داستعماری ـ نژادی توپیر او بی عزتی په وړاندی  سنجول شوی غبرګون او دعملی سیاست په لور  دفخر افغان لومړی ګام و.تر دی پریکړی وروسته بیا دزده کړی په لټه کی شو.په ځینو ښارو نو او مدرسو وګرځیده اوهغه یی ولیدل.په پای کی یی دعلیګرد اسلامیه کا لج خوښ شو اوهلته یی زده کړه پیل کړه.یوکال ووسته یی مشر ورور جبارخان چی وروسته په  ډاکتر  خان مشهور شواوپه لندن کی د طب په څانګه کی  په تحصل لګیا و په یوه لیک کی دغفار خان نه وغوښتل چی د اینجنری په څانګه کی دتحصل له پاره لندن ته ورشی .پلار یی هم راضی شو او دتګ ټول ترتیبات یی ونیول،خو وایی چی مور می لندن ته زما په تګ ځوښه نه وه نو ځکه می«دتلو اراده پریښود له او فیصله می وکړه چی نور سبقونه نه وایم او دقام او ملک خدمت کوم.»[عبدالغفار خان...۵۵مخ] پاچا خان تر دی وخت پوری  دزده کړو له پاره په ډیرو ښارونو ګر ځیدلی و،مدرسی یی لیدلی وی  او دډیرو خلکو سره یی  کتنی، خبری او بحثونه کړی و، دپو هی کچه یی وچته شوی وه او تجربی یی راټولی کړی وی. ده دسر حد او دهند دنوی وچی دلویو هیواد پالونکو دینی پوهانو سره چی دخپلواکی له پار ه په مبارزه لګیا و هم اړیکی ټینګی کړی وی.دا نو دده په ټولنیز چاپیریال کی یو بد لون و چی  پایلی یی په خپله داسی بیان کړی دی.«کله چی زما سوسایټی بدله شوه اود قام پرستو سره می مخه شوه ماکی چی دقام پرستی کومه ماده وه هغه راویښه شوه. دا خبره خو ما په وړوکوالی کی په طالب العلمی کی محسوسه کړی وه،خود مخفی صاحب،مولوی عبدالعزیز صاحب او مهتمیم صاحب په مجلسونو کی یی وده وکړه.خصوصاٌ دمخفی صاحب مجلس په ما ډیر اثر و.»[عبدالغفار خان....۷۱مخ]خان عبدالغفار خان په شل کلنی کی دهیواد پالونکو ملایانو سره دولس خد مت ته ملا وتړله او په دی ګډه مبارزه کی یی ډیر زر دخپل تدبیر،له ځان تیریدنی او صدا قت له مخی ددی پو ها نو پام ځانته راواړوه او د د وی تر منځ دلوړ اعتبار، درنښت اوګرانښت خا وند شو.دو ی د پښتنو بچیانو ته د مدرسو په جوړولو پیل وکړ، دښارونو، کلیواو بانډو په جوماتونو ،دیرو او میدانونو کی یی جلسی جوړولی تر څو  چی ولس رابیدار کړی، دبدو رواجونو په بدو پایلو یی پوه کړی،پوهی او زده کړی ته یی وهڅوی،دکسبونو اوحرفو په ګټه یی وپوهوی،سیاسی شعور یی وچت کړی او د انګریزانو له غلامی نه دخپلواکی لار وروښیی.شریک هدف ته په ګډه مبارزه کی دمبارزو ملایانو سره  دخان  غفار خان ملګرتیا نوره هم ټینګه شوه،ځکه«دچاچی  مقصد اونصب العین یو وی هغوی کی همیشه مینه وی،محبت وی،هغوی کی به درای اختلاف هم وی خو دا اختلا ف دهغی ډلی له پاره رحمت دی،دا نن چی تاسی په ډلو کی پری وینی،تاسی تحقیق وکړی دهغوی مقصد او نصب العین یونه وی....ځکه چی دوی داکار  دخدای اود خدای دمخلوق له پاره نه کوی،دخپل ذاتی غرض له پاره یی کوی،دنفس لاری ډیری وی، او دخدای لار یوه وی نو د خدای له پاره خدمت اوپری جنبی دوه متضاد څیزونه دی.»[عبدالغفار خان...۶۷ــ۶۸مخونه]
د پرو او جنبو نه د پښتنورا ایستل،پوهی او زده کړی ته هڅول،سیاسی شعوریی لوړول، ورته مدرسی او ښوونځی جوړول، دا هغه څه وو چی انګریزان تری ډاریدل،نوځکه یی دفخر افغان او د هغه دمخکښو ملګرو زند انی کول پلانول،نور نوژوند دخدای مخلوق په خد مت کی یازندان و او یا دزندان نه بهر دمبارزی  میدان و.دایوه اوږده لړی وه چی نه شلید له او په دی لړی کی فخر افغان خان غفار خان ستړیا اوستومانی نه پیژند له.د افغانستان او ازادو قبایلو حالات یی هم ولیدل او وڅیړل.کله چی له دی سفرنه بیرته راستون شو نو په خپلو ټولو تجربو یی له سره غور وکړ اودی پایلی ته ورسیده  چی.«انقلاب د منډی کار نه دی او داسی آسانه څیز نه دی،انقلاب دسړی سینی کار دی،انقلاب عمل او پوهه غواړی،انقلاب عالمان او پوهان غواړی چی دپوهی سره قام وروزی او انقلاب ته یی اماده کړی.....زه په دی نتیجی ورسیدم چی زموږ دقام نه دتجارت خوا ته توجه شته،نه زراعت خواته او نه تعلیم خواته.د بلی خوانه په رسمونو  او رواجونو کی تر غوږو پوری ډوب دی.په خا نه جنګیو اخته دی.داسی قام انقلاب نه شی کولی. او دا قام له دی بلا ګانونه خلاصول په کار دی چی سیاسی شعور پکی پیدا شی، او دا کار یوه پر امنه فضا غواړی.تراوسه پوری زه په دی عقیده وم  چی داټول کارونه انقلاب غواړی.تشدد راته دانقلاب نږدی او د کامیابی لنډه لار ښکاریده،خو دتجربی نه وروسته راته معلومه شوه چی دجنګ په وخت کی اسونه نه تیاریږی، نو ځکه می اراده وکړه چی خپل کلی ته واپس کیږم او د عدم تشد د په بینا به کار کوم.»[عبدالغفار خان.......۱۶۸ـ۱۶۹مخونه]
د عدم تشدد یا بی تاوه پاڅون په فکری منځپانګه او بنسټ به د دی لیکنی  په دوهمه برخه کی یو څه رڼا واچوو.
 

-
بېرته شاته