(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شربت ګلې پاکه معصومه څېره

[03.Nov.2016 - 10:50]

د شربت ګلې پاکه معصومه څېره د افغانانو د کډوالۍ یو تر ټولو ستر عالي سیمبول دی

لیک : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
شربت ګله پر نړیوال کچ د افغانانو د جنګ جګړو ویاړونو، میړانو او د کډوالۍ کړاونو ملي سیمبول ګرځیدلي ده. د شربت ګلې سترې، رنې، تېزې، ښکلې زرغونې(شنې) ځلیدونکي سترګې نه یوازې د افغانستان او پخوانې شوروي اتحاد په وړاندې د خپلواکۍ جګړې د ویرنو او خونړیو ناورینو یوه نښه ده، بلکې هممهاله د هغې سترګې د افغانانو میړانې، ویاړونه، غرور، شان شوکت، شهامت او مقاومت نړیوالو ته منعکسوي او ورسره د افغان کډوالو ناوړه او دردونکي حالت هم انځوروي. مظلومې شربت ګلې د خپلو سترګو په یوه تیز او جدي نظر کې ټولې نړۍ ته حیرانونکي ټکان ورکړي دی. شربت ګله د خپل څو مانیزه انځور له امله د افغانستان د کډوالۍ په تاریخ کې او د کډوالۍ د خوځښتونو په اوږده بهیر کې د یوې پیاوړي ارادې خاونده نجلی ده، ځان لکه د افغان د میوند جګړې ملي اتله ملالۍ پشان راښکاره کوي. له همدې امله د شربت ګلې بي بي عکس په نړي کې خورا ډیر مشهور شوي دی او په نړۍ کې د افغان کډوالو د یو ریښتني حالت ښکارندویي کوي.
په ۱۹۸۵ کال د شربت ګلې له اسرارو او رازنو ډک عکس په ټوله نړۍ کې د نړیوالو خوښ شو. دغه انځور په نړي کې ترنننه د بشریت په وړاندې د سترو نبښوونکو جنایتونو، ناورینونواو ظلمونو یو سپیڅلي سیمبول پېژندل شوي دی. دغه عکس له همدې مهاله نه یوازې د افغان کډوالو د برخلیک یو سیمبول ګرځیدلي دی، بلکې دغه عکس د خپل ارزښت له کبله او د دوه ګونې اغیز او مانا لرلو امله یوه د هغي څېرې ده او بله د هغي د کالیو رنګونه دي، چې په نړۍ کې د افغانستان د جګړې،، مونالیزا،، په نامه مشهور او پيژندل شوي دی.
شربت ګله شپږ کلنه وه، چې په بشپړه توګه یتیمه شوه. د شورویانو په رنډو هوایي بمباریو کې د هغې مور او پلار شهیدان کړل شول.کور او کلې ورته وران کړل شول. شربت ګله د خپلو خویندو، وروڼو او نیا سره په پښو د جګو جګو غرونو او ښکلي درو له لارې د پیښور ناصرباغ د کډوالو پڼدغاړي ته د یوې تښتېدلې او ویریدلې ماشومې په څیر را کډه شوي ده. په ۱۹۸۴ کال کې د شربت ګلې د ماشومتوب یو جذابو انځور د نېشنل جیوګرافیک مجلې د یوه عکاس سټیف مېککري له خوا اخیستلي شوي دی. دا عکس د پیښور په ناصرباغ کې په نړیوال کچ د نوموتې عکاس خبریال ښاغلی سټیف مېککري لخوا اخیستلي شوي دی. شربت ګله د خپلو ښکلو زرغونو( شنو)سترګو، سور رنګه پوړنی او زرغون رنګه ښکلي کلیوالي کاليو سره د عکاسی کمري ته مخامخ ګوري.په تصادفي ډول په دغه عکس کې په یوه شیبه یا یوه ثانیه کې څو مهم اړخونه یا فکتورنه سره یو ځای کیږي او تیرینه یوځای عکس اخیستل کیږي. په عکس کې تر ټولو لومړی اړخ د یوې دولس کلني معصومه ماشومې افغان نجلۍښکلي با جرأته تیز او جدي نظر دی.او دا نظر د افغانستان د جګړې یوه نښه ده. په عکس کې دویم اړخ د شربت ګلې د کالیو ښکلي رنګونه دي، چې د یو بل سره ډیر ښه لګیږي او یوې کلیوالي نجلی بې له دې چې د نړۍ له موډ او فیشن څخه خبره وي اغوستي دي او دریم مهم اړخ دا دی، دا ماشومه نجلی پرته له دې چې یوه خبرې د خولې څخه د خپلي کډوالۍ د کړاونو او د روسي وحشي بمباریو د ویرې په اړه وکړي، خپل حال او برخلیک د سترګو په رپ کې خلکو ته بیانوي. په ۱۹۸۵ کال د جون په میاشت کې دغه عکس د نېشنل جیوګرافیک مجلې د پښتۍ پر لومړي مخ کې د افغان نجلی په نامه چاپ شوي دی او له دې ورسته د شربت ګله عکس په ټوله نړۍ کې ځښت ډیر نړیوال شهرت خپل کړي دی. د نېشنل جیوګرافیک مجلې په ۱۱۴ کلن تاریخ کې د مجلې دغه چاپي ګڼه تر ټولو ګڼو ډیره عالي او ډیره پلورل شوي ګڼه وه .دا طبعي خبره ده چې عکاس ورسره مشهور شوي دی او هم یي ترینه ډیره نقدي ګټه تر لاسه کړي ده.
د دولس کلنې ماشومې شربت ګلې په عکس کې په کمساري ډول د اظهارولو یا بیانولو یو ځانګړي پیاوړي پاک احساس ځواک لیدل کیږي له همدې امله پر دې عکس باندې په نړۍ کې د افغان د جګړې د مونالیزې په نامه نوم ایښودل شوي دی. دا یوه تصادفي پیښه وه، چې د دولس کلنې معصومې ماشومې په زړه پوري ځلیدونکې زرغونې سترګې او د هغي په زړه کې د جنګ جګړو خواشینونکي او ویره ونکې ترخې کیسې پټې ساتلي شوي دي پرته له دې چې یوه خبره تیرنه وکړي. کوشني شریت ګله نړیوالو ته د خپل کړوانو حال بې اختیاره د خپلو سترګو په رپ کې بیانوي. دلته یو عکس د زروګونو کلمو ځای نیولي دی. دغه سترګې د افغانانو غمجن تاریخ بیانوي. دغه سترګې د سړی وجدان تعقیبوي. دغه سترګې هیله بښوونکي دي، چې د سبا ورځ به د نن ورځې څخه بهتره وي،.له همدې امله د شربت ګلې دغه تصویر ته د عکاسۍ په نړیوال تاریخ کې نړیوال شهرت ور په برخه شوي دی. چا چې دا پاک او معصوم مخ یو ځلي په عکس کې لیدلي دی، هغه دا عکس بیا نه دی هیر کړي.
له دې امله په نړیوال کچ د شربت ګلې څېره د عکاسۍ په هنر کې په کرده نړۍ کې نوموتې او پیژندل شوي څیره ګرځیدلي ده. خواشینونکي خبره دا ده، چې هغه نږدې تر دیرشو کلونو پوري له خپل نړیوال شهرت او پېژنده ناخبره وه.
عکاس او عکاسي شوي میرمن یوازې دوه ځلې له یو بل سره د عکاسۍ په موخه سره لیدلي دي. شربت ګله په ۱۹۹۲ کال افغانستان د تورې بورې یوې غرني سیمې ته نږدې یوه کلي ته بیرته ستنه کیږي. هلته له واده ورسته د دریو ماشومانو مور کیږي. ډیر کلونه پته نه وه چې شربت ګله چیري تللي ده. په ۲۰۰۲ کال کې هغه د نېشنل جیو ګرافیک خبریال عکاس له ډير هڅو او لټون څخه ورسته هغه په خپل کلي کې موندل کیږي. په ۲۰۰۱ کال ښاغلی سټیف مېککري د شربت ګلې څخه بیا ځلې یو عکس اخلي او په ۲۰۰۲ کال د اپریل میاشت کې د نېشنل جیوګرافیک په مجله کې بیا چاپ کیږي او د شربت ګلې د لټون او پیژندني بهیر د یو ټلویزیوني مستند فلم یا راپورتاژ له لارې د نړي په تلویزنونو کې خپریږي. د هغي زرغونو (شنو)سترګو لید اغیز او پړګه هماغسي د کوچنیوالي په څیر پاک، معصوم، هیښوونکي او تپانده وه او د هغې پر غمجن مخ د اوږدې جنګ جګړو غمیزو اغیز، د ژوند سړې او تودې او د ژوند د سختو شرایطواو کړاونو او بې وسیو نښې نښانې له ورایه بریښې. دا چې کله او څرنګه شربت ګله بیرته پیښور ته تللي ده، سمه پته نشته. ښايي شربت ګله بیا د جنګ جګړو د اور له ا مله پیښور ته کوچیدلي وي .
د لومړنیو راپورنو پر بنسټ په ۲۰۱۴ کال شربت ګله په خپل نامه پیښور کې د پاکستانۍ پیژنډ پاڼې درخواست کړي او پېژند پاڼې يې ترلاسه کړي. ده .وسمهال بي بي شربت ګله د جعلي پېژند پاڼې په تور نیولي شوي ده. ورستي خبرونه دا دي چې میرمن شربت ګلې په محکمه کې د قاضي په وړاندې پرځان لګیدلي تورونه رد کړي دي او په اسلام اباد کې افغان سفیر وایي: چې شربت ګلې جعلي اسناد نه دي جوړ کړي، بلکې د پاکستان د حصایي مرکزي ادارې تر ۵۰۰ زرو زیاد دا ډول کارتونه افغانانو ته جوړ کړي دي. افغان سفیر زیاتوي او وایي، چې پاکستاني پولیسو د نیولو پر مهال له شربت بي بي څخه درې زره ډالر هم وړي دي .
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ د شمیرو پر بنسټ اټکل یو عشاره پېنځه میلیونه افغانان رسماً او اټکل یو اعشاره څلور میلیونه نور افغان کډوال ښايي بې اسناده په پاکستان کې واوسیږي. په ټوله نړۍ کې پر نړيوال کچ د افغانان د کډوالۍ حالت د کډوالۍ یو ستر نړیوال ناورین ګڼل کیږي.
د شربت ګلې ځلیدونکي او الهام بښونکې سترګې او د شربت ګلې اغېز شیندونکې سترګې، د شربت ګلې رخنه او سرایت کونکې سترګې هر با وجدانه او پوه انسان ته په سترګو کې د خپل له کړونو ډک ژوند کیسه وراوروي. شربت ګله په خپلو سترګو کې بې اختیاره د خپل کړیدلي ژوند او د افغان مظلوم ولس د کړاونو او ناوړو حالاتو کیسې حال ټول بشریت ته د سترګو په رپ کې وايي، بې له دې چې هغه یو ټکی د سترو بې عدالتيو او بدمرغیو په اړه ووایي. دا احساس په خپله د پښتنو د غیرت او میړانې، د شرم او حیا یو ګډ ارزښتمن احساس دی. همدا لامل دی چې دغي عکس ته په کرده نړۍ کې د ټولو با احساسه با وجدانه انسانانو پام ور اوښتي دی. او ټول نړیوال د شربت ګلې په سترګو کې د حال ویلو په راز او رمز پوهیدلي دي. د دغې پاکې معصومه نجلی زرغون رنګه تیزې سترګې او نورراني مخ د افغان ملکیانو د کړونو او د افغانانو او شورویانو ترمنځ جګړې او د افغان جنګیالیو د مقاومت یو سیمبول ګرځیدلي دی.
زرغون سترګې افغان نجلی د اتیایمو کلونوراهیسې د افغانستان جګړي او ملکي وګړو د کړونو یوه ملي څیره ده. وسمهال د افغانانو ملي سیمبول شربت کله په پاکستان کې نیولي شوي ده.
د نیونې ورسته پوښتنه راولاړي شوي دي، چې په پاکستان کې د څو لسیزو راهیسې په لکونو افغان کډوال په غیر قانوني ډول اوسیږي، دوی پاکستاني پېژندپاڼې د پیسو ورکول په بدل کې هم اخیستۍ دي. په زرګونه افغانان د پاکستان په بنديخانو کې پرته له ثابت شوي تورنو ناست دي او له خپلو ټولوبنسټیزو انساني او اسلامي حقوقو او نړیوال منلي شویوقوانینو څخه بې برخې کړل شوي او په تورو بندیخانو کې خپلي شپې او ورځې تیروي. ولې پاکستاني چارواکي دغه ډله افغانان د شربت ګلې غوندې زر محکمې ته نه ودروي اوهمداراز ډیر نړیوال ترهګر په پاکستان آزاد ګرځي. دوی ولې په بې حرمتيو او بې عزتيو کې نه ځورول کیږي، نه نیول کیږي نه توهین کیږي او نه بندیان کیږي. اوس د پاکستان د بشري حقونو ضد سیاست یوه با عزته پاکه افغانه بي بي حاجي میرمن چې هغي ته الله تعالی په کوچینوالي کې یو نور، ذکاوت او شهرت وړکړي دی، نیولي ده او په ډیر سپین سترګې  د نړیوالو قوانینو خلاف په بندیخونه کې ځوروي.
د اسلام اباد پوځي واکدارنو د افغانانو په وړاندې څواړخیزه کرغړینه رواني چټله جګړه پیل کړي ده. د شربت ګلې د نیولو سره دوی غواړي لږ تر لږه دوه پیغامونه افغانانو او افغان دولت ته ورولیږي.
لومړي پیغام : دوی غواړي د شربت ګلې نیوني سره ټول افغان ولس ته او ټولو با احساسه، بې وسه پښتنو ته یو ستر پیغور ورکوي .د پنجاب شیطاني او روحاً ناروغه او مضرې کړې غواړي پښتانه په خپل پښتني احساس کې وننګوي او د پښتنو پر پښتني زخمې احساساتو باندې لوبې وکړي او له دې سره دوی د پښتنو په ننګ او غیرت کې ګوتي وهي او دوی زموږ دغه افغاني زوړ احساس نوره ژوبلوي. بې له شکه د بي بي شربت ګلي د نیول کیدو سره د تولو افغانانو پښتنې غیرت او احساس ژوبل کړل شوي دی.ځکه شربت ګله بي بي د افغان ولس د کډوالۍ یوسپیڅلي دروند سیمبول دی .
دویم پیغام دا دی: د اسلام اباد واکدارن پوهیږي، چې پر نړیوال کچ شربت ګله د افغان کډوالو پېژندل شوي څېره او سیمبول دی. د افغانانو د کډوالۍ سیمبول نیونې سره دوی غواړي ووایي، چې افغانان نور د پاکستان په خاوره کې او د افغانستان د نیول شوي خاوري په دنننه کې بې اسناده د اوسیدو حق او ځای نلري او له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنیدلو لړي نوره چټکه او ګړندي کوي .پاکستان کې د افغان کډوالو ښوونځي تړل او د ډیورنډ پر کرښه دروازې درول یي نورې بیلګي دي، چې پر افغانانو او افغان دولت باندې د خپلې روانې جګړي د پالیسي په چوکاټ کې فشارونه زیاتوي.
د شربت ګلې د نیول کیدلو په تړاو په ملي او نړیوال کچ پراخ غبرګونه په ډلیزو رسنیوکې راپارولي دي او ټول د هغي د سملاسي خوشې کیدلو باندې تینګار کوي.
لکه څنګه چې ټاکل شوې ده،که شربت ګله د محکمې په برا‌ئت سبا خوشی نشي، پښتانه افغانان مجبور دي د خپل افغانیت د اصولوپه چوکاټ کې د شربت ګلې د خلاصون لپاره په کابل او پیښور کې په یوه ورځ ستر ستر سوله ییز لاریونونه راوباسي. یو افغان د ټولو پښتنو د پاره او ټول افغانان د یوې پښتني شاهزادګۍ لپاره سره متحد شي او را ووځئ.
پای

 

-
بېرته شاته